نړۍ

د پاکستان پخواني لومړي وزیر زوی له غزني څخه راخوشي شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۰مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د پيپلز ګوند مخکښ مشر یوسف رضا ګیلاني زوی علي حیدر ګیلاني درې کاله وروسته په غزني ولایت کې ازاد کړل شو.

نوموړی په ۲۰۱۳ کال د می په ۹مه هغه وخت د پاکستان د ملتان ښار څخه ترې تم شوی وه کله چې یې د خپل ټاکنیز کمپاین په یوه غونډه کې خلکو ته وینا کوله. نوموړی د پیپلز ګوند له لوري د پنجاب اسمبلۍ ته نوماند وه.

هغه مهال د ملتان پولیسو ویلي وه چې د انتخاباتي غونډي پر مهال پر دوه موټر سایکلونو سپاره یو شمېر کسان راغلل، ډزي یې وکړې، دوه کسان یې ووژل او علي حیدر ګیلاني یې له ځانه سره د تورو ښيښو په موټر کې بیولی وه.

د ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر نن د پاکستان د لومړي وزیر امنیتي سلاکار سرتاج عزیز ته په یوه تلیفوني تماس کې د نوموړي د خلاصون خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د امریکايي او افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې را خلاص شو.

حنیف اتمر همداراز ویلي چې دا مهال علي حیدرګیلاني د امنیتي ځواکونو سره دی او ډېر ژر به یې پاکستان ته ولیږدوي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال هم پر خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي چې حیدرګیلاني په غزني ولایت کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال را خوشي کړل شو.

نوموړي همدا راز ویلي چې د پاکستاني پخوانی لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني ته یې د تلیفون په کرښه دغه ښه خبر ورکړی او هغه هم په خپل وار د افغانستان د ولسمشر اشرف غني څخه مننه کړې.

باید وویل شي چې څه موده مخکي د یوه بل پاکستاني سیاستمدار شهباز تاثیر زوی هم را خوشی شوی وه، د هغه په اړه ویل کیدل چې طالبانو د تښتوونکو له منګولو ژغورلی او د پاکستان په کچلاک ښارګوټي کې یې خوشي کړی وه.

د علي حیدر ګیلاني په اړه هم داسي خبرونه تر لاسه شوي وه چې د طالبانو په بند کې نه دی، د نوموړي اختطاف چیانو د ګیلاني کورنۍ ته یوه ویډیو لېږلې وه او د خلاصون په بدل کې یې د ۲ اربه کالدارو غوښتنه کړې وه.

ورته لیکنې

Back to top button