افغانستان

د بشري حقونو د څار ادارې له ګډحکومت وغوښتل چې اعدامونه ودروي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۱مه ۱۳۹۵ل): د بشري حقونو د څار ادارې له ګډ حکومت وغوښتل چې سم دلاسه اعدامونه ودروي او د مرګ سزا باندې بندیز ولګوي.

ګډ حکومت د مۍ د میاشتې په ۸مه ۶ طالبان په څرخي پله زندان کې اعدام کړل. د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ د دغه حکومت تر جوړیدو وروسته دا لومړی ځل و، چې په اعدام محکوم شوي سیاسي بندیان اعدامیږی.

د بشري حقونو څار اداره وايي چې د شپږو کسانو اعدام څخه معلومیږي چې اشرف غني هغو نېوکو ته ځواب وویل چې د طالب بندیانو اعدام يې غوښت.

د تېرې میاشتې د اپریل په ۱۹مه طالبانو د ملي امنیت په لسم ریاست او د لوړ پوړو چارواکو د ساتونکو په مرکز سرتیري بریدونه وکړل چې لږ تر لږه ۶۴ کسان یې و وژل. کابل مېشتې ورځپاڼې ماندګار وویل چې په برید کې د ملي امنیت ۴۰۰ کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اشرف غني تر دغه برید وروسته پارلمان ته وویل چې د هغو کسانو پر ضد به سخت اقدام وکړي چې د بې ګناه وګړو او سرتیرو وینې یې بهولي او په دې اړه به هېڅ رحم ونه کړي. هغه په اعدام د محکوم شوو کسانو د دوسیو د څېړلو امر وکړ.

د بشري حقونو د څار ادارې د افغانستان اړوند څېړونکې پټریشیا ګوسمن ویلي چې ګډ حکومت باید دا ومني چې اعدامونه نه یواځې دا چې ظالمانه سزا ده بلکې اغېزمنه هم نه ده. د ګوسمن په باور دغه ډول سزاګانې د «ترهګرو د ګواښونو» د مخه نېولو ضد دي.

هغې وویل: «عدالت کول لوړو معیارونو ته اړتیا لري، نه دا چې د غچ اخېستلو لپاره څوک په دار وځړول شي».

د بشري حقونو د څار ادارې د دغې مسوولې له قوله د افغانستان حقوقي سستم له کمزوریو ډک دی، محاکم يې له نړیوالو معیارونو سره برابر نه دي او په دغه وخت کې د مرګ سزا ورکول سم نه دي.

که څه هم د دغو شپږو کسانو تر اعدام وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې دغه کسانو په حق کې عدالت تطبیق شوی او دوی د اسلامي او اساسي قوانینو سره سم اعدام شوي دي خو د بشري حقونو څار اداره وايي چې د اعدام شوو کسانو د محاکمې په اړه هېڅ تفصیلات نه دې خپاره شوي، په قضا کې شفافیت نشته او د ناسمو محاکمو قضیې خورا پریمانه دي.

د بشري حقونو د څار ادارې ویلي چې دوی په هر حالت کې د اعدام د حکم مخالف دي او اشرف غني باید د اعدام سزا سمدلاسه ودروي.

دوی له بهرنیو مرستندویه هېوادونو څخه چې د افغانستان له قضا سره مرسته کوي، غوښتنه کړې چې د مرګ سزا ختمول په خپلو لومړیتوبونو کې راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x