افغانستان

د حکمتیار زوی د خپل پلار اعلامیه رد کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۱مه ۱۳۹۵ل): د حزب اسلامي (حکمتیار) ډلې د مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار زوی د خپل پلار له خوا د طالب بندیانو اړوند خپره شوې اعلامیه بې بنسټه او جعلي بللې ده.

پرون /دوشنبه، غويي۲۰مه/ نن ټکی اسیا د شپږو طالب بندیانو په اړه د حکمتیار خواخوږۍ او غندنې پیغام لومړی په فیسبوک او بیا د حزب اسلامي د رسمي وېبپاڼې «شهادت» څخه ترلاسه کړ. نن ټکی اسیا د دغه پیغام د کره کولو لپاره د حزب له موثقو سرچېنو سره هم اړیکه نېولې وه او د هغوی له تایید وروسته يې پرې راپور خپور کړی و.

نن ټکی اسیا په شهادت وېبپاڼه کې د دغه اعلامیې تصدیق کړی و، خو د حبیب الرحمن حکمتیار د وروستیو څرګندونو وروسته په شهادت وېب پاڼه کې حکمتیار ته منسوبه اعلامیه لرې شوې ده.

د حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار پلار ته منسوبه اعلامیه رد کړې او ویلي یې دي چې «دا علامیه د حزب اسلامي د هیڅ رسمي دفتر او آدرس او د هیڅ اړوند مسئول له لوري نه ده خپره شوې، خپروونکی ئې نه د حزب اسلامي استازی دئ او نه د حزب د کوم دفتر ویاند، اعلامیه ئې د ده شخصې افکار او عزائم جوتوي».

حبیب الرحمن حکمتیار ویلي چې دا اعدامونه د حکومت له لوري په دې پلمه وشوه تر څو د حزب اسلامي او حکومت تر منځ مذاکرات سبوتاژ شي.

«که څه هم دا اعدامونه په داسي وخت کي ترسره شوي چي د حزب اسلامي او کابل چارواکو تر منځ د سولي مذاکرات روان او حساس پړاو ته رسېدلي وو، او دا هیله ئې راټوکولې وه چی ټول طالبان یا ډېری به ئې هم له دی بهیر سره یو ځای شي، په داسی حالت کی طبیعی ده چي دا اعدامونه به د سولي پر بهیر منفي اغېز کوي او هغه به ترې ګټه اخلي چي د دې بهیر شنډولو ته ئې ملا تړلې.»

حکمتیار ته منسوبه پخوانۍ اعلامیه کې د حزب اسلامي ګوند امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار د شپږو طالبانو اعدام غندلی و او د وژل شوو کسانو کورنیو سره يې خواخوږي څرګنده کړې وه.

یادې اعلامیې چې د حزب اسلامي د ګوند په رسمي وېبپاڼې «شهادت» خپره شوې وه، ویلي وه چې دغه ډول اعدامونه نه یوازې دا چې حکومت شړوي بلکې «مجاهدینو ته استقامت ور وبخښي». نوموړي د شپږو طالبانو اعدام بوږنوونکی ګڼلې وه او په وینا یې دغه اعدامونو د کمونیستي رژیمونو د واکمنۍ پر مهال د څرخي پله ظلمونه یو په یو وریاد کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

12 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Farhad

مړه د نن ټکي اسیا اعتبار نه ورکیږي بې غمه اوسه
دوی ټول شیطانان دي حزبیان

mayak khan

ساحل صاحب اوس به څه پرتوګ ورته کوي، تاخوپرون دحکمتیار صاحب دصلحې پروسه یوه تل پاتې او بین الافغاني پروسه بلله نن خو هغه هم په بل لور شوه که دحکمتیار صاحب غندنه درواغ وي نومعلو میږی چې دغه ښاغلی هم پرې خوښ دی او که ریښتیاوي نو چې دومره زر له خپلې خبر اوړي سباته به نوره څه هیله ترینه کیږي چې ملت ته به ګټه ورسوي اویا به دیرغلګرو څخه دهیواد دخپلواکي په لار کښې وزیر اکبر خان شي،

محمد ولی مشرقیوال

دحکمتیار زوی یو احمق انسان ده چی دکابل استخباراتو ور با ندی ډیره زیا ته سر ما یه ګذاری کړی حبیب الرحمن حکمتیار او جلال ربانی کوم تو پیر نه سره لری تقریبا ددواړو عقلونه سره یو شان ته دی حبیب الرحمن حکمتیار موږ څږ ځلی کابل کی لیدلی چی دکابل دادری داستخباراتی ادارو سخه را وتلی خو حکمتیار پخپله داسی کس نه ده موږ هیله لرو چی حکمتیار صاحب خپل زوی تعقیب کړی تر څو له داسی عناصرو ځان جدا کړی کوم چی دکابل ُه استخباراتو تړلی ده۰۰۰۰

مولوی سرفراز

حکمتیار صاحب یو څه وایی او زوی یی بل څه متل ده وایی زویه له ما لویه هغه دحکمتیار زوی ده پلار خو یی ښه خبر ه کړی وه دکابل حکومت خو یو مفسد حکومت ده خو شفا نه یی ادام کړی ده او په ادام خو مسله نه حل کیږی

غوربندی

مونژ امردین ژاره قمر دین یی په خره سپور راور.

غوربندی

زه یو له هغو لوستونکو یم چی پرون می حکمتیار صیب ته منسوب بیان د شهادت پانه کی ولوست. نن می چی بیا سر ورلیری کر نو هغه بیان یی حذف أو پر زای یی لاندینی له شهادته کاپی أو دلته پیست اعلامیه خپره کری : حزب اسلامي په داسي حال کي چي د اسراوو د اعدام وروستی پیښه په کلکو الفاظو غندي او د جګړو د دوام او تشدید باعث ئې بولي. باورئې دا دئ چي سوله او امنیت د افغان وژنو له لاري نه بلکي د افغانانو تر منځ د صادقانه او مخلصانه تفاهم، د صبر، زغم او… نور لوستل »

هجرت هجران

حکمتیار خو پرون ښه خبره کړی وه او زوی یی چی نن دپلار خبره ردوی نو البته زوی به یی له پلاره هو ښیار وی هههههههههه

هلال

دا خبره به دکا بل اداری دحکمتیار زوی ته کړی وی چی رد یی کړه زکه خویی تنخا بیا قطعی کیږی

احمد

داسې ښکاري چې دا مسکنان سره خبر نه و ، او یا خو هغه څان ته پال اچولی و او زوی یې څان ته ههههههه

الحاج استا ذ بیانزی

د حکومتیار زوی او پلار هڅه لری چه له ځانه هم خدای او هم شیطان راضی وساتی ، هغوی اوس له دوه مخیو څو مخیو ته څو پوړه نور پرمختګ کړی کله چه څوک ګناه کوی او د هغه ګناه مادی ګټی وینی مګر معنوی تاوان ته یی پام نه لری او یا هغه نسیه سودا فکر کوی یا به دا فکر هم ورسره وی چه د هغو د پاره به د شبی تهجد او ورخی ثوابی روژی ونیسو الله ج د غفور اورحیم له نومو غواړی بده ګټه پورته کړی په دی حال کی د الله ج تیرویستنه د… نور لوستل »

حکمت

فکر می نه کاوه چی حبیب الرحمن به دومره لوی احمق وی د دی کار سره یی ثابته کړه چی ډیر احمق او پوچ فکره انسان دی الله دی ورته هدایت وکړی که د هدایت وړ نوی نو ……

حکمت

انجنر عبد الله پوپلزیی

دحکمتیار صاحب دریځ ښه ده خو زوی یی لږ کم عقل ده چی دا خبره کوی مسله فه اعدامو نه حل کیږی مسله دفردی تر شا بل چا سره ده موږ با ید فکر وکړو که اعدام ښه کار وی با ید حکمتیار دخفل پلار او ورور اعدام هم تاید کړی او کمو نستان به بیا پر حقه وی دحکمتیار مبارزه بیا نا حقه وه کمو نستانو هم همداسی بی ځایه اعدامونه کول بلکه ۳۰۰۰۰۰ دری لکه کسان یی اعدام کړل داسلام فه جرم نن بنګله دیش او نورو هیوادو کی هم داسلام فه جرم خلق اعدامیږی او دا اسلامی… نور لوستل »

Back to top button
12
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx