هلمند : له طالبانو سره په نښتو کي ۱۷ پولیس وژل شوي دي

د هلمند ولایت په ګریشک او نادعلي ولسوالي کي له طالبانو سره په نښته کي ۱۷ پولیس وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان دي.

تیره شپه طالبانو د ګریشک ولسوالي په سره خاښ او طبلي سیمه کي د پولیسو په دوو پوستو هم مهاله برید وکړ ، په برید کي ۱۵ تنه پولیس وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان دي .

ویل کیږي چي د برید په مهال امنیتي ځواکونو له درني مرګ ژوبلي وروسته شاتګ کړی او دواړي پوستي طالبانو نیولي دي ، همدا رنګه د وژل شویو پولیسو وسلي هم طالبانو له ځان سره وړي دي .

په ګریشک کي د امنیتي وضعیت له خرابیدلو وروسته نن د هلمند ولایت امنیه قومندان عبدالرحیم سرجنګ هم ګریشک ته تللی تر څو   ترینګلي حالات  کنټرول کړي.

د یوه بل خبر له مخي د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالي په چاه انجیر سیمه کي هم طالبانو د پولیسو د کمربند په پوستو برید کړی او ۲ تنه پولیس يي وژلي دي .

د هلمند د ولایتي شورا غړي بشیراحمد شاکر رسنیو ته ویلي چي طالبانو تیره شپه په نادعلي او ګریشک ولسوالیو کي د پولیسو په پوستو بریدونه کړي نوموړي ویلي چي د برید په مهال ګڼ شمیر پولیس وژل شوي دي . شاکر زیاتوي چي هلمند کي دا مهال وضیعت خورا انديښمن دی ، امنیتي ځواکونه په دفاعي حالات کي قرار لري که له دفاعي حالات څخه ونه وزي مشکلات به نور هم زیات شي .

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم رسنیو ته په لیږل شوي خبر پاڼه کي په ګریشک کي د ۲ پوستو د نیولو خبر ورکړي او زیاته کړي يي ده  چي دي برید کي ۱۴ تنه عسکر وژل شوي او ۱۶ میله وسلي يي طالبانو نیولي دي .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د