نظــر

مجاهد کمونستان او مرتد مجاهدین

 له کوم وخت نه چی د روسی ښکیلاک خپړی زموږ خاوری ته راورسیدی نو ورسره جوخت یی عجیبه لاسجوړی خلک په افغان ولس وتپل چی د دوی موجودی ګټی ور خوندی او نوری پری تر لاسه کړی.

 دغه خلک نه یواځی دا چی د روسي ښکیلاک د وژونکی ماشین کاری پُرزی شوی بلکه، د امریکایی ښکیلاک لپاره یی هم پوره کار ورکړ.

 دوی داسی ځان پلورونکي افراد د افغان ولس له منځه راټول، تربیه او بیا یی د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره استخدام او داسی یی و روزل چی دوی ته تر هر څه د مخه د بادار ګټی په لمړیتوب کی وی اوحتا په خپل کور کی ورته د روسیی د ګټو خلاف یو وړوکی حرکت او سازش هم د زغم وړ نه وو.

 دا ډلی داسی روزل شوی وی که چیری به یی سکنی ورور لږ د روسی ګټو ته بی احترامی وکړه نو دغه مزدور صفته ورور به سم د لاسه پری د خاد شبکه خبره او زندان ته به یی د مرګ لپاره ولیږه.  روسانو او ګوډاګی رژیم به داسی خلک تکړه وظیفه شناسه بلل او د یو مترقی افغان لقب به یی ورکړ.    دغه ډله خلک کموسنتان ول چی په الله (جل جلاله) یی عقیده نه درلوده او دوی د کایناتو او عالم ټول بدلون  د طبیعت زیږنده بلله او د خالق پروردګار شتون یی د حماقت تابعداری ګڼله. دوی د روسانو  تر راوستلو د مخه هم په لکونو مسلمان افغانان په پوره بی رحمی سره ووژل او د روسانو د یرغل په وخت کی یی دی مرګونی لړۍ ته نور هم زور ورکړ.

 دوی صرف د مسلمانانو د وژونکی ماشین حیثیت غوره کړی وه او داسی یی خپل مخ په ولس کی تور ثابت کړی وه چی دوی ته به هم هیچا حتا د یو انسان په سترګه نه کتل.

 د وخت په تیریدلوسره  د مظلومو مسلمانو افغانانو د ډیرو زیاتو قربانیو د اهدأ کولو په نتیجه کی روسانو ماته وخوړه خو د خپل رذالت لړی یی پریک نه کړه بلکه  د ملاتړ تکتیک یی د نظامی حضور پر ځای مشورتی هغی ته بدل کړ او د بقأ په خاطر یی د خپلو تربیه کړو کمونستو او د مجاهد نقابه منافقو مزدورانو سره لازمه مرسته وکړه.

 روسانو د مجاهدینو په منځ کی کمونست طبیعته مجاهدین هم روزلی ول او د مجاهدینو له ادرسه یی د خپلو ګټو د خوندی کولو او عملی کولو ډیری پروژی د همدوی پر مټ پر مخ بیولی وی نو خپل کمونست افراد یی په هغو مجاهدو افرادو وسپارل چی د دوی خلک ول خو په بل رنګ کی.
 دغه ټول کمونستان  د بعضو کمونست پلوه مجاهدینو تر څادر لاندی محفوظ شول کمونیستی دریشی یی په پلنګی دریشویو او پیک داره خولی یی په پکولونو بدلی او د مجاهد ټاپه یی په کمونستی نشان ور وهله.

 ډیری یی ربانی او مسعود ملګری کړل او کمونستانو هم د روسانو ټول امکانات دغو کمونست پلوه مجاهدینو  ته وروسپارل تر څو په ګډه د وخت مناسب په مود برابر نوم او عنوان لاندی د روسانو باقی مأموریت ته دوام ورکړی.

دغو پروتوکولی تش په نوم  مجاهیونو هم ددی مرستي په بدل کی د جمعیت اسلامی او ورته نورو پروتوکولی ډلو خپل جهادی القاب داسی ور تقدیم کړل ته به وایی چی د پلار او نیکه څخه دغه کمونستان مجاهدین ول او د قهرمانی لقبونه یی هم اضافی وروټومبل چی د مثال ډولونه یی ډیر دی لکه، جنرال بابه جان، جنرال دوستم، جنرال مومن، آسف دلاور، جنرال مالک، جنرال علومی، جنرال نبی عظیمی او داسی په سلګونه غټ او په زرګونه واړه یی له سری کمونستی څخه په اصطلاح مجاهدین شول.

  ډيرو خلکو ته دا بدلون بیخی عجیبه معما ښکاریدله خو دوی ته داسی خبری او رنګ بدلول نصوار هم نه وو.

چا به چی ورته وویل چی ته خو پرون کمونست وی او نن څنګه مجاهد شوی، نو دوی به ویل:  “چی پدرت کمونست بود، ما خون خود را برای وطن قربانی دادیم و ما مجاهد بودیم و هستیم و خواهیم بود” نو د سړی به دی سپین سترګی ته سترګی خړی شوی.

لږه موده وروسته امریکایانو د نړیوال کفر سره په شریکه په افغانستان یرغل وکړ او د اسلام د اصل سره سم ریښتینو مجاهدینو د امریکا په مقابل کی د جهاد اعلان وکړ او ورسره د سلګونو مخلصو علماؤ لخوا فتوا صادره شوه چی د یرغلګرو کفارو متحدین مرتدان دی او د اسلام پر ضد د متجاوز کفر معاونت د اسلام له دایری وتل دی.

 خو هاغه پرونی کمونستو شویو اصطلاحی مجاهدینو او جمعیتی او نورو د دوی ملګرو تش په نوم مجاهدینو داسی فتواوی د امریکایی ډالرو په لیدلو سره هسی بابولای وګڼلی او په ډیر لوی اکثریت، جرأت او په پوره شر او شور سره د عراق د شیعه ګانو په څیر د اسلام پر ضد د وحشی امریکایی کفر داسی معاونین، مستخدمین، هم صفی او هم سنګری شول چی ته به وایی دا ورته نعوذبالله د الله ج لخوا حکم راغلی دی چی د اسلام پر ضد د کفر سره داسی کلک ملاتړ وکړی. د دوی مشر ربانی د بی بی سی له لاری د مسلمانانو د صفونو او کورونو بمباردلو لپاره د امریکایانو واړه بمونه کافی ونه ګڼل او په پوره بی شرمی او ایمان پلورنی سره یی وویل چی باید غته غته بمونه امریکایان استعمال کړی، دا بمونه په هغو خلکو وریدل چی د لااله الله محمد الرسوالله بیرغ یی پورته کړی وه او نړیوال وحشی کفر ته یی د اسلام سرټیټی ونه منله او خپل هرڅه یی په اسلام باندی د غیرت په لاره کی قربانی کړل.

 دا د دوی د ګډو ګټو مضوع وه چی په پوره شور او شوق سره یی د امریکایی یرغلګرو ملاتړ ته ور ودانګل، کمونستانو یی لکه څرنګه چی لومړی یی اسلام ته شا کړی وه او کمونیزم یی خپل نوی دین باله نو د امریکایی دیموکراتیک امپریالیزم د یرغل په وخت کی یی هماغسی کمونیزم ته هم وفادار و نه ختل او د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره یی هغه امپرایالیزم ته لیبک و وایه چی کلونه کلونه یی د هورا په څنګ کی د مرګ بر امپریالیزم  چیغی وهلی.

 جهاد د اسلام فرض رکن دی او د فرضو منکر کافر دی او اوس چی د نړی ټولو کفارو په شریکه په اسلامی خاوری یرغل وکړ نو جهاد له فرض کفایی څخه فرض عین ته واوښت.

 دا دواړه ډلی خلک د یرغلګر کفر په مقابل کی له فرض عین جهاد څخه منکره شوه او ورسره تر ټولو لوی جرم یی دا چی د اسلام پر ضد د کفارو جنګ ته یی د جهاد نوم ورکړ او صف صف د یرغلګرو سره د هوا او ځمکی له لاری یی عام افغانان د کقارو سره په شریکه تر برید لاندی و نیول.
دغو مرتدانو سره ددی ستر خیانته  په پوره  بی شرمی او سپین سترګی سره د تل په څیر یی ځانونه بیا هم مجاهدین وبلل او د د تور کفری یرغل خدمتی جنګ ته یی جهاد ووایه.

 د دوی د یوه جنګیالی له پلار څخه چا پوښتنه وکړه چی کاکا زوی دی څه کار کوی ، نو هغه ورته په ځواب کی وویل چی: ” زوی می په باګرام کی د امریکایانو سره مجاهد دی” هو د جهاد په مانا دوی ښه پوهیږی “جدو جهد”، ځکه دوی ته فرق نه  لری چی جهاد څّه ته وایی او مجاهد څه ته ؟؟ بلکه دوی د تعریف پر بنسټ جهاد د خپلی شخصی، ژبنی، قومی او سمتی ګټی جګړی په لپاره کی جد او جهد ته وایی او مجاهد هغه  ته وایی چی ټوپک یی په اوږه وی، دا ورته فرق نه لری چی د اسلام پر ضد دی او که د کفر په ضد ، بس چی د دوی دنیاوی  ګټی په کی خوندی وی هغه جهاد دی او دوی هم مجاهدین.

 د وخت په مسلمانانو لازمه ده چی د دغو خلکو د شر او فساد  په اصلی څیرو، ماهیت مکارت او سازشونو ځان پوه او په مقابل کی یی کلک او څرګند دریز ولری تر څو د راتلونکی لپاره د نورو یرغلګرو کفارو مزدوران ددی  جرأت ونه کړی چی خپلی کفر پالی ناولی جکړه جهاد او د یرغلګر کفر په خدمت کی ځان مجاهد وبولی ، بیا ددی موقع په لاس ورنه شی چی په اسلام او مسلمانانو باندی له داخله د خنجرونو ګوزارونه وکړی… د مسلمانانو د ویښتیا او اتفاق په هیله.
 

ومن الله توفیق

لیکونکی: افغان طرف

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x