نړۍ

بنګلادېش د جماعت اسلامي مشر په دار کړ

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غويي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): د بنګلادېش چارواکي وايي، چې د جماعت اسلامي مشر مطيع الرحمن يې د ۱۹۷۱ ازادۍ جګړو پر مهال د جنګي جرمونو په تور اعدام کړ.

د بنګلادېش د قانون وزير انيس الحق رسنيو ته وويل، چې د جماعت اسلامي ۷۲ کلن مشر مطيع الرحمن نظامي تېره شپه ناوخته په دار شو.

د اعدام پر مهال د پلازمېنې ډاکه په ګډون په ټول هېواد کې ټنيګ امنيتي تدابير نيول شوي او د ډاکه مرکزي زندان مخته د جماعت اسلامي غړو سوله‌ييزه مظاهره هم وکړه.

د بنګلادېش تر ټولو ستر ديني ګوند جماعت اسلامي مشر تېر کال د ځانګړې محکمې له لوري د ۱۹۷۱م جګړو کې د جنګي جرمونو، ټولوژنې، جنسي تېريو او ګڼو نورو تورونو له امله په اعدام محکوم شوی و.

د مطيع الرحمن نظامي کورنۍ او د جماعت اسلامي غړو له تېر يو کال راهيسې هڅه کوله، چې ستره محکمه بايد د نوموړي د اعدام سزا لغوه کړي، مګر محکمې يې د رحم غوښتنه رد کړه.

پر مطيع الرحمن تور و، چې نوموړی په ۱۹۷۱م کې د جماعت اسلامي د وسله‌والې ډلې «البدر» قوماندان و، د ازادۍ په جګړو کې يې د بنګاليانو پر خلاف جګړې کړي او د پاکستاني پوځ ملاتړ يې کړی.

۲۰۱۰م راهيسې، چې بنګلادېش کې د ترهګرۍ ضد محکمې د جماعت اسلامي ګڼ مشران په اعدام محکوم کړي، مطيع الرحمن، عبدالقادر ملا او قمرالزمان په ګډون ګڼ مشران اعدام شوي دي.

د بشري حقونو ډلې وايي، چې بنګلادېش د محکمې له لارې له خپلو سياسي مخالفينو غچ اخلي، دغه اعدامونه يې سياسي بللي دي او ويلي يې دي، چې دغه طريقه له نړيوال قانون سره په ټکر کې ده.

د بنګلادېش ورځپاڼې ډيلي سټار ليکلي، چې له اعدام وړاندې د مطيع الرحمن کورنۍ نوموړي سره وليدل او رسنيو سره له خبرو پرته خپل کور ته ستانه شول.

د پاکستان جماعت اسلامي پخواني مشر سيد منور حسن بنګله دېش کې د خپلو همفکره خلکو د اعدام په اړه پر پاکستاني حکومت هم نيوکې کړې او وايي، چې پاکستان بايد د ۱۹۷۱ز کال د جګړې پر مهال د ذوالفقار علي بوټو او د بنګلادېش صدر اعظم شيخ مجيب الرحمن تر منځ شوی تړون بنګلادېش او نړۍ ته وښيي، چې له جګړې وروسته به دواړو هيوادونو کې هيڅ څوک هم جنګي مجرم نه ګڼل کيږي.

د بنګلادېش حکومت وايي، چې د ۱۹۷۱م ازادۍ جګړه کې دېرش لکه خلک وژل شوي، مګر عام خلک وايي، چې د حکومت شمېر له مبالغې ډک دی او په دې اړه هېڅ رسمي سر شمېرنه نه ده شوې.

جماعت اسلامي بنګلادېش کې سياسي فعاليتونه کوي او له هر ډول نظامي کارونو بې برخې دي، ولې د وخت چارواکي يې ترهګر او د هېواد دښمنان بولي، مګر جماعت اسلامي په خپلو اعلاميو او ويناوو کې د چارواکو دغه خبرې اسلام سره دښمني بولي او زياتوي، چې چارواکي هر ځای او هر وخت اسلامپال په هېواد کې کمزوري وويني، نو تهديدوي يې او له صحنې يې د ويستلو کوښښ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x