
د هندوستان کرکټ بورډ او کرکټ نړیوالې ادارې مشر استعفا وکړه
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): د هندوستان د کرکټ بورډ مشر ششانک منوهر لودا له سترې محکمې سره د دغې کمیټې ځینو وړاندیزونو له امله پیدا شوو ستونزو په خاطر استعفا وکړه.
ششانک منوهر دغه پریکړه په داسې حال کې وکړه چې د همدې میاشت په اخره کې د کرکټ نړیواله اداره یا ای سي سي هم د نوموړی پر ځای نوی مشر اعلانوي.
د کرکټ نړیوالې ادارې د فبروري په میاشت کې اعلان کړی و چې نوی ټاکل شوی مشر به ازاد وي او د ششانک منوهر او سري نواسن په څیر به خپل کرکټ بورډ کې کوم مسؤلیت پر غاړه ونه لري.
ششانک منوهر رسنیو ته وویل چې له ځنډ پرته د هندوستان د کرکټ بورډ له مشرۍ څخه استعفا کوم. نوموړی همداراز وویل چې له دې سره د کرکټ نړیوالې ادارې او د اسیا د کرکټ ادارې کې د هندوستان له نمایندګۍ څخه هم استعفا کوم.
ششانک منوهر دوهم ځل لپاره د هندوستان مشر کیدووونکی جګموهن ډالمیا له مړینې وروسته د ۲۰۱۵ زیږیدیز کال د اکتوبر په میاشت کې د کرکټ نړیوالې ادارې مشر وټاکل شو.
د کرکټ نړیوالې ادارې د قانون پر بنسټ که چیرې د مجلس مشر له خپلې دندې استعفا وکړي نو سکرتر به یوې اونۍ کې دننه عمومي غونډه دایروي تر څو د راتلوونکي په اړه پریکړه وشي.