
محمد یوسف غواړي د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزوونکی شي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان پخوانی تکړه او پیاوړی توپ اچوونکی محمد یوسف ویلي چې که چیرې د افغانستان کرکټ بورډ لخوا ورته مناسب شرایط وړاندې شي نو نوموړی غواړي د مشر روزوونکی دنده پر غاړه واخلي.
محمد یوسف د پاکستان لپاره ۹۰ ټیسټ، ۲۸۸ یوه ورځني او دریو شل اوریزو سیالیو کې لوبه کړې. نوموړی په ۹۰ ټیسټ لوبو کې د ۵۲.۲۹ اوسط سره ۷۵۳۰ منډې، په ۲۸۸ یوه ورځنیو سیالیو کې د ۴۱.۷۱ اوسط سره ۹۷۲۰ منډې او په دریو شل اوریزو سیالیو کې ۵۰ منډې جوړې کړې.
څه موده وړاندې د پاکستان پیاوړی لوبغاړی انضمام الحق د کرکټ د ملي لوبډلې د مشر روزوونکی مسؤلیت پر غاړه درلود چې د نوموړی له استعفا څخه وروسته ملي لوبډله مشر روزوونکی نه لري.
د راپورونو پر بنسټ د محمد یوسف نماینده د مشر روزوونکی دندې لپاره رسمي غوښتنلیک وړاندې کړی او د افغانستان د کرکټ بورډ له مسؤلینو سره يي خبرې پیل کړي.
د انضمام الحق له استعفا څخه وروسته د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی و چې غواړي د کرکټ ملي لوبډلې لپاره هندي روزوونکی وټاکي خو له یو څه مودې وروسته بیا افغان کرکټ بورډ د پاکستان اوسنی توپ وهوونکی یونس خان سره خبرې کړې وې.
هیره دې نه وي چې پخوانی پاکستان مشر روزوونکی انضمام الحق د پاکستان ملي لوبډلې ټاکنیزې کمیټې مشرۍ لپاره د قرارداد له پای ته رسیدو وړاندې استعفا وکړه.