نظــر

دیموکراسی شیطانی دین او کفری نظام دی

زمونږ ځینی مسلمانان ورونه چه ځانونه  عالمان  هم ګڼی  او دی  ، د لویدیز ماسونیزم د تبلیغاتو د اغیزی لاندی شعوری او یا غیر شعوری د دیموکراسی په هکله ( چه د یموکراسی د د یکتاتوری په مقابل اړخ کی قرار لری ) باوری شوی دی ، دیموکراسی تردی کچی سپیڅلی اوګټوره ګڼی چه وایی : اسلام په خپله دیموکراسی ده ، یا  اسلام دیموکراسی لری ،  یا اسلام د د یموکراسی سره ټکر  نه لری او یا د اسلام ډيره برخه دیموکراسی ده. او دایزمیانو خو داخبری بلکل شعاردی.

ځکه مو د اسلامی  او دیموکراسی نظامونو  په هکله مسلمانانو ته څه نا څه  توضیحات راټول کړی او هغه دا چه: دیموکراسی نه یواځی د اسلام سره ورته والی نه لری بلکه په مخالف قطب کی قرار لری ازادی د سولی او سوله د اسلام سره ملتیا لری ، جنګونه د دیکتاتوری او  دیکتاتوری د دیموکراسی سره ملتیا لری او یا دیموکراسی د د یکتاتوری بل نوم دی.

ماسونیزم د خپلی میدیا په واسطه د همدی کوشش کړی چه د یموکراسی د دیکتاتوری په مقابل قطب کی ودروی ،  دی تبلیغاتو یی هله ډیره ګټه ورته وکړه چه ، کمونیزم به په کوم ملک کی سیاسی قدرت تر لاسه او په اخری کچه دیکتاتوری به یی د خپلو مخالفینو په مقابل کی کاروله او خپل مخالفین به یی له یو مخی له منځه وړل ، ماسونیزم دیموکراسی ته د ازادیو بڼه او نور هر ځه ته به یی دیکتاتوری یادوله.
ماسونیزم ، د اسلامی نظام په مقابل کی یی دیموکراسی راوکښله  او د دیموکراسی د چتر لاندی یی نور ټول ایزمونه رامنځته کړل ، ماسونیزم اوایلو کی اسلام او نورو ادیانو ته د دیکتاتوریو نسبت نه کولو تر څو اسلام او نور ادیان د کمونستانو مقابل کی د ځان سره  ملګری وساتی  . ځکه ډیرمسلمان سکالران د دیموکراسی په هکله ، د ماسونیزم د تبلیغاتو او افواهاتو لاندی راغلل او ځینو  ته یی معاشونه ورکول ( لکه اوس چه د امریکایی اسلام استخدام شوو ته معاشونه ورکوی ) چه دیموکراسی د ( ازادی ) سمبول او داسی یی وښیی  چه د اسلام سره نه یواځی په ټکر کی نه  بلکه اسلام خپله دیموکراسی او یا اسلام هم دیموکراسی لری او یا اسلام د دیموکراسی سره ضدیت نه لری.
صلیبیان او یهودان خو د ماسونیزم ښی او چپ لاسونه وو مګر مسلمانان یی هم ددیموکراسی سره د دشمنی پرځای دوستی کی واچول په داسی حال کی چه د دیموکراسی دین جوړیدنی اصلی او عمده هدف د اسلام دین د کمزوری کولو او یا له محوه کولو په خاطر وو ، ددیموکراسی د ښه معرقی کولو دپاره یی د میدیا پواسطه ورته ډیر ښکل رنګ و روغن یا میکپ ورکړو په ښکاره یی د یموکراسی د اسلام په مخالفت کی ( لکه کمونستی فلسفه چه له اوله الحادی ښودل شوی وه ) ونه ښودله   مګر د دیموکراسی ( د مسالمانانو کمزوری کول  او د اسلام له منځه وړلو ) ستراتیژی هغه وخت عام خلک پوهیدلی شول ، چه دوی به ( لکه د کموسنتاتو په شان ) د کوم ملک سیاسی قدرت تر لاسه کړو او یا به مسلمانانو ( لکه په ترکیه ، الجزایر ، فلسطین افغانستان او مصر ) کی چه  سیاسی قدرت په ټاکنو کی  تر لاسه کړی وو ،د عربی ملکونو مخکنی رژیمونه چه دیکتاتوری یی چلوله مګر د لویدیدیز نزدی ملګری وو لویدیز به د هغو دیکتاتوریو ته د دیموکراسی نوم ورکولو.
کله چه به مسلمانانو په مسالمت امیزه او د دوی د دروغینی دیموکراسی په اصولو مطابق (په ازادو ووتونو او ټاکنو ) سیاسی قدرت تر لاسه کړو ، نو د هغه ملک تروریست فوځ ( چه  نړیوالی مافیه  به تمویل او تجهیز کړی وو ) په هغه قانونی حکومت به یی ( لکه د مصر په شان  ) کودتا وکړه او د هغه قانونی حکومت غړی  به یی  تروریست  ونومول او  له منځه  به یی وړل لکه پرون چه په مصر کی دا تراجیدی ډرامه ترسره شوه.
که د کوم ملک فوځ کی به یی غلامان او معاش خواره نه درلودل لکه افغانستان ، کودتا به ناشونی وه  ، د افغانستان یا عراق  باندی د یرغل د پاره  یی  لکه د سپټمبر تراجیدی پیښه مصنوعی را منځته  ،  د ټولو بین المللی قوانینو په خلاف  یی یرغل  وکړو ،په ډیرو  وحشیانه وژنو  یی اشغال ، د هغو ملی حکومت یی نسکور  او خپل لاسپوڅی،  فاسد او مافیه وی پلورل شوی یی  ورباندی د موقتی اداری په نوم  په زوره تحمیل کړل دری کلونه وروسته یی هماغه د موقتی اداری مفسدین  د دیموکراسی د قلابی ټاکنو په واسطه په زور ورباندی بیا دایمی چارواکی کړل ، او  هغه د ګوتو په شمار لاسپوڅو ته به یی  د دوی په  پلورلتیا معاشونه سربیره  د هر ډول فسق او فساد ، فریب کاریو  او د عامه ملکیتونو غصبولو جواز هم ورکړو.
 د دی د پاره چه زمونږ په ملک کی یی هم طبقاتی ټولنه  رامنځته کړی وی د ملت نهه نوی برخی یی ډیر غریبان او د ګوتو په شمار  پلورل شوی کسان  یی بیلونران کړل تر څو په دی ډول  په دغه ملکونو کی د ټول عمر دپاره  د پلورل شوو  راتلونکی نسلونه تل چاروکی وی.
 په سرمایداری نظام کی دوه ډیر مهم اصول تل د نظر لاندی وی چه دهغه دوه اصلو په واسطه دوی په هغه ټولنو کی په اسانی خپلو اهدافو ( استثمارولو او غلامول ) ته رسیږی . هغه دوه اصلونه په لاندی ډول دی :
اول : د ټولنو طبقاتی کول :
 یعنی د ټولنی اکثریت یا په سلو کی له نهه نوی زیات خلک د فقر له کچی ښکته او ناپوهه ساتی  او په سلو کی  له یوی برخی کم کسانو څخه ډیر لوی سرمایداران اود اوچتو زده کړو سیاست مداران جوړوی چه هغه د نړیوال استعمار له اړخ  سره یوځای کیږی. د دی طبقاتی کولو په واسطه که له یوی خوا د هماغه محدودی سرمایداری طبقی بچیان لوړی زده کړی تر سره کوی، ژر ژر لوړو پوړونو ته رسیږی او هلته د ډیرو کلونو د پاره لوړپوړی پاتی ګیږی چه دا کار د دوی کاری تجربه هم زیاتوی ، په کارونو کی د لا ډیرو ابتکارونو له مخی ورسره څوک رقابت نه شی کولی . نو تل تر تله همدغه سرمایداران تل سرمایدران او د هغه ملکونو چارواکی او سیاست مداران پاتی کیږی ، برخلاف هغه بله د غریبانو طبقه د زده کړو وسه نه لری ، بچی یی ناپوهه او کم ظرفه پاتی کیږی نو د حکومتی چارو د مخکی وړلو جوګه نه وی ، د بلی خوا څه ډول چه یی سرمایداره طبقه دوی استثماروی دوی هغه مشخص کولی نه شی ، په اسانی تری ووټونه په فریب یا بیه تر لاسه کوی ، دعسکری ، پولیسو او د دوی د کورنی خدمت او لا د دوی د بزنسون او کارځانو د چلولو د پاره  د لږو مسلکی کورسونو په ورکولو تری کار اخلی ، داچه دا طبقه خلک له یوی خوا ډیر او له بلی خوا غریب دی  په ډیر کم معاش ( چه  د دوی کارونو ته ژوندی وی )  ورباندی خپل کارونه مخی ته بیایی.
دوهم : انفرادیت :
یعنی د کورنی جوړښت ( چه بیا تری کلی کور ، قوم ، ټولنه او ملک رامنځته کیږی ) له منځه وړی  ولی دا کار کوی ؟ په دی خاطر چه  خلک په ګډه  د دوی د استثمار په مقابل کی  له خپلو حقوقو دفاع ونه کړی .                                  دا انفرادیت ( د کورنی نظام ویجاړول ) څرنګه رامنځته کولی شی ؟
                     دوی دا کارپه عامه کچه  د دیموکراسی د شیطانی نظام د له مخی په لاندی ډول تر سره کوی :
الف : بد اخلاق : د انسانی اخلاقو څخه د دیموکراسی د بی بندوباره ازادیو په واسطه لیری والی او بیزاره کیدل  دی .  ورته وایی  ، تاسی حق لری چه له خپله بدنه په څه ډول او د څه د پاره کار اخلی کار اخستلی شی  ( حتی میړه هم حق نه لری چه تاسی منع کړی  )، دا ورته په اساسی قانون کی هم منل شوی  ، تردی چه نارینه د نارینه او ښځی د ښځو سره قانونی واده  او قانونی یو له بله میراث تر لاسه کوی او یا د طلاق په صورت کی یوله بله دمیړه یا ښځی سهم اخستلی شی ، د حیواناتو سره هم داکارونه تر سره کوی،  حتی هغوی چه دوی یوله بله سره  نکاح لری دواړه د خپلو هر ډول  بارنی اړیکو په لرلو کی  ازادی لری  ، بانکی حسابونه یی هم سره بیل وی. حتی میندی یی د خپل ماشوم پلار نه پیژنی د همدی امله په رسمی لیکنو کی یی پچی دمور به نامه پیژندل کیږی . برخلاف په اسلامی ټولنو کی چه ماشومان حرمونی نه دی ، مور او پلار یی مشخص وی بچی د پلرونوپه نامه په رسمیاتو کی درج وی.
   ب : اقتصادی ستونزی :  لویدیزو ټولنو کی د غریبی طبقی    اقتصادی ستونزی دی ، دا چه اکثریت کورونه ، اپارتمانونه ، خوراکی او داسی نور  او حکومت هم  د سرمایدارانو لاس کی نو کرایی او د اجناسو بیی ډیری لوړی وی او د کاریګرو معاشونه  ښکته وی د یوه کس په کار کولو یوه کورنی نه شی کولی چه د کور کرایه ، بیلونه او د کور نور خرڅ وګالی نو جبرا ښځه او میړه اویا ګرل فرینډ او بای فرینډ باید کارو کړی ، که ماشومان لری جبرا یی باید کوم چاته وسپاری چه دهغو دکاروخت کی د هغو ساتنه وکړی . نو دا چه پلار او مور له یوی خوا خپل ماشومان نه وینی نو دوی سره به کله داولاد او مور او پلار مینه پیدا شی ، او بله داچه هغه تربیه چه مور او پلار ورکوی هغه د معاش والا کله ورکولی شی  نو هغه بی تربیی لوی شی  ، دکورنی خیال  ورسره نه وی .
ج : تعلیم او تربیه :  په لویدیز ټولنو کی درس او تعلیم هم د ماسونیزم په واک کی دی ، په ښوونځیو کی د ښوونځیو د اداری له خوا دا په ښونکو منل شوی چه ټولګیو کی به که له یوی خوا ماشومان له کورنیو د خپلواکی درس ورکوی چه دیموکراسی ده او د بلی خوا به یی سکسی چاپیریال ته به یی پام اړونه کوی ، دهمدی امله په لویدیزو هیوادونو کی کله تر اوه کلنی هم بچی راوړی چه بیاپه حکومتی موسسو کی یی ساتنه او څارنه ترسره کیږی ،  په هر صورت کله چه له ښونځی فارغیږی هر هلک او جنی څوځلی هلکان او جینکی بدلی رابدلی کړی وی ، له فارغیدو وروسته هلک او جینی لکه د پلار او مور له کوره چه هم فارغی شی او پلار او موری یی هم داسی ګڼی وایی ښه شو چه له بوجه بی غمه شو . یعنی د موراوپلار مینه ، نه د اولاد ، نه د ورونو او خویندو  مینه نوره شتون نه لری ماماګان او کاکا ګان یانیا نیکه خو له دویمه یا دریمه پاڼه ده .
 ډ : نشه توکی ، شراب او داسی نور :نشه توکی ، شراب او داسی نور هم د سرمایداری نظامونود سرمایی د زیاتوالی د پاره  لوی تجارت دی  او تل په یوه غشی څو نښی په نښه کوی د ماشوم له وخته اکثریت ماشومان په شرابو او نشه توکو ځکه ککړتیا پیدا کوی چه پلار او مور او کله هغه ساتونکی یی هم په دی ناولتیا ککړ وی او بیا چه ښوونځی په لویدیز کی د نشه توکو ښوونځی دی ، درس نه وایی ټول عمر د همدی ساعت تیریو په شاوخوا څرخی ، ( د سرمایدارانو بچو ښوونځی بیل او قیمته وی ) ، نو کله چه کار ته ووځی بیا خو د عادتی کار کچه نوره هم لوړه شی ، دا هم د دی وسیله شی چه یوه جینی یا هلک سره ډیر وخت یو ځای نه شی تیرولی . که کوم اولاد تری پیدا شی د هغو د تربیی په خیال کی هم نه وی  حتی ډیر ځله چه  سره  په  قار شی کوچنیان بچیان سره  یا  تښتوی او یا یی  وژنی  .
  په هر صورت دغه طبقاتی کیدل او انفرادیت د د استثمارګرو د استثمار د پاره بهترینه وسله او وسیله ده.
د سیاست په هکله :
دماسونیزم عمده مرکز امریکا ده ، له اوله یی د دی ملک په ټولو ساحو کی داسی شرایط رامنځته کړی چه دماسونیزم د نړیوال حکومت د رامنځته کولو دپاره هر څه پکی برابری ولری .
د سیاست په هکله ، هم خلکو ته د دیموکراسی  د تش په نامه ازادو ټاکنو عملی بڼه ور ښکاره کوی او هم یی سیاست  یواځی د هماغه  یوی برخی سرمایدارانو په واک کی ساتلی او منحصر کړی  ، او هغه دا چه :
ماسونیزم د امریکا  داخلی اقتصادی ستونزو هوارولو دپاره یی د دیموکرات او د خارجی ستونزو د هوارولو د پاره یی د جمهوریت ګوند  تاسیس کړی د دواړو ګوندونو مشران لوی سرمایه داران  اود ماسونیزم د ګوند غړیتوب  لری  د ماسونیزم له رازونو ، پلانونو ، تصامیمو ، تاکتیکونو او تدابیرو اګاهی لری . د دیموکراتانو  مسولیت د خزانو ډکول ، د نظامی قوت او وسلو زیاتوالی دی ، چه  هغه بل ګوند هم ورسره مرسته لری  .  د جمهوریت  غوښتونکو دنده بیا خارج کی دنړیوال حکومت د جوړولو د  د پرمخ بیولو د پاره  د دغه خزانو تشول او د نظامی قوتونو او وسلو کارول دی تر څو هغه پروژه تیزه وساتی  .  د دواړو ګوندونو مشران د ماسونیزم غړیتوب لری که په یوه  دوره کی یی دندی نه ترسره کیدی د دوهمی دوری چانس  ورکوی .
 د حیرانتیا وړ، چه د امریکا له جوړیدو (   پنځه سوه کلونو کی ) د امریکا په دری سوه میلونه شمیره کی تر اوسه دریم ګوند چه د پام وړاو دوام یی کړی وی شتون نه لری تر اوسه شتون نه لری او نه به یی په راتلونکی کی ووینی  ، داسی نه چه څوک د نورو نوو ګوندونو جوړولو حق نه لری ، مګر خبره داده چه بل  هر نوی ګوند به د امریکا د  عامو خلکو ( غریبی طبقی )   له خوا وی کوم چه  ماسونیزم یی نه غواړی   د خلکو هر نوی ګوڼد په بیلابیلو  وسیلو او رقابتونو یی کمزوری او له صحنی لیری کوی .
د دی   ګوندونو  عمده دندی دادی :
  اول : د دواړوګوندونو مشران چه د ماسونیزم غړی دی  خپلو کی دیوبل مخالف نه بلکه  توافق نظر لری که څه هم په ظاهره یو د بل مخالف معلومیږی.
دوهم : د د یموکرات ګوند به دننه  خزانی  ډکوی ، نظامی قوت او وسلو ته  وده ورکوی.
دریم ، د جمهوریت ګوند بارنی نړی کی د نړیوال حکومت د پروسی پرمخ بیولو دنده تر سره کړی ، جوړی شوی پیسی او وسلی د نظامی قوتونو او استخباراتو  په واسطه خرڅوی  تر هغی چه ملی خزانه څو ځلی قرضداره  او نوره قرضه نه ترلاسه کیږی د دی دوه ګوندونو تر منځ د سیاسی قدرت بدلیدنه   د ځیګ ځیګ به شان مخی ته روانه وی .
څلورم : دواړه  ګوندونه  د ( ۴۹ او ۵۱ ) فیصدی نمبرو په اساس  مخی  ته ځی ، چه په  یوه  دوره کی یو ه یی (۵۱ ) برخی ګټونکی  او هغه بله یی د  (۴۹ ) بایلونکی شمیرل  کیږی که اړه وه یو ګوند دوه دوری هم سیاسی قدرت تر لاسه کولی شی .
پنځم ، که شرایط داسی وی چه د بارنی پالیسی پر مخ وړلو اړتیا وی ، ماسونیزم کولی شی چه دغه د ( ۴۹ ) او ( ۵۱ ) نمبر سره تعویض کړی لکه په ۲۰۰۰ کال کی چه تر سره شو ،  د نړیوال جنګ د اعلانونواو عملی کولو  پروسه  په مخ کی وه ، سره ددی چه د دیموکرات ګوند ( ال ګور ) د جمهوریت د ګوند ( جورج بوش ) مقابل کی  ټاکنی ګټلی وی  چه د ګټلو فیصدی  یی له ( ۵۱ ) څخه  ډیر پورته وه ، ( جورج بوش )  جمهور ریس وټاکل او ومنل شو او سربیره پردی دموکرات ګوند ته دا هم وویل شو چه باید چوپ پاتی شی او شاید د دی چوپ پاتی کیدو د پاره څه مادی مرسته هم ورسره شوی وی ، تر دی چه   ال ګور ، جورج بوش ته  مبارکی واوروله.
شپږم ، دواړو ګوندونو ته ماسونیزم پلانونه  جوړوی ، تصامیم  نیسی چه څه  وشی او څه باید ونه شی یعنی د حلالو او حرامو مرجع ماسونیزم ده  د وخت حکومت به یواځی د ماسونیزم تصامیم د اجرا لاندی نیسی دا چه له کومو تاکتیکونوکار اخلی  ، حکومت صلاحیت لری ، د خلافورزی په صورت کی  مرتکب ته مناسبه سزا ورکول کیږی چه ځینی وخت دغه سزا ، چه کله  د ریس جمهور په کچه هم وی ،  له کاره او یا له ژونده ګوښه کیدل  دی.

د ماسونیزم د ګوند رامنځته کیدل د امریکا له پیدانښت هم سبقت لری یعنی هغه وخت چه هسپانیا د مسلمانانو په واک کی وه ، یهودان او صلیبیان  له دی  ویری چه مسلمانان ټوله اروپا خپله نه کړی ، نو د ماسونیزم نړیوال ګوند یی رامنځته کړو چه د ( فری میسنری ) په نوم هم یادیدلو دا  د سلیمان ع وخت کی د یهودانو یو ګروپ ښه خلک  وو چه د غریبو خلکو د پاره به یی کورونه جوړول او نوری  مرستی به یی ورسره کولی ، یهودانو  هغه  نوم د  نړیوال  ګوند د پاره وکاروو . د دی ګوند د غړیتوب  یو عمده شرط  هم دادی چه غړی یی باید بیلونران ، سیاست مداران او شیطانی مبتکرین وی.
ددی ګوند اولنی او ډیرمهم  ابتکار د اسلامی نظام  په مقابل کی  د د یموکراسی شیطانی دین او نظام رامنځته کول وو ، وروسته یی بیا د همدی شیطانی دین د چتر  لاندی   څو ایزمونه  رامنځته کړل لکه ( کمونیزم ، کاپیتالیزم ، سکولریزم ،نشنلیزم او داسی نور ) تر څو د څو ایزمونو د خپلمنځی رقابت له مخی پرمختګ وکړی او هم د خلکو دجذب د پاره بیلا بیل ابشنونه وی .
د ماسونیزم ګوند د فرانسی په انقلاب کی  ستر رول درلود  او د فرانسی سیاسی قدرت  یی خپل کړو ، د ماسونیزم ډیر غړی د برطانیی یهودان او صلیبیان وو نو د برطانیا سیاسی قدرت یی  هم په واک کی وو له هغه وروسته به چه نړی کی هره پیښه او واقعات رامنځته کیدل دی نړیوال ګوند به هڅه درلوده چه د ځان په ګټه یی وڅرخوی لکه د هیتلر له جنګ څخه یی هم اعظمی ګټه تر لاسه کړه چه یوه یی هم د ملګرو ملتونو رامنځته کول  وو .
کله چه امریکا کشفه کړه ، ددی ګوند پلویانو د امریکا دیره مهمه برخه چه نن  ورته د امریکا متحده ایالات وایی  د کنترول لاندی راوستله ، کومه چه د ماسونستانو د راتلونکو اوږد مهاله دجالی  پلانونو د پاره ډيره مناسبه وه ،  د اروپا  یهودانو او  صلیبیانو  په امریکا  سرمایه ګداری وکړه .
 د متحده ایالاتو اولنی ریس جمهور( جورج واشنګټن )  د ماسونیزم مهم او لوړپوړی غړی وو له اوله یی د امریکا بنسټ  او قانون د ماسونیزم له مخی جوړ کړو یعنی  سیاسی ، نظامی ، اقتصادی ، اجتماعی ، فرهنګی، استخبارات ، امنیت اوداسی نور ټول یی د ماسونیزم له مخی رامنځته او د اسلامی نظام د کمزوری او یا له منځه وړلو د پاره  یی ډیری موثره او اغیز منده پروژی په کار واچولی.
د دغه پروژو مهمه برخه په اسلامی نړی کی (  د  بی شمیره لاسوهنو ، هلته  د لاسپوڅو پیداکول او  روزل او بیا د دوی په واسطه د هغه ملکونو سیاسی قدرت لاسته راوړلو ) د پاره  د یو لوی فنډ یا حساب بیرته کول وو  یعنی اسلامی نړی کی یی  د سیاسی  لاسوهنو  د پاره لویه  سرمایه ګذار ی وکړه ، چه هلته ایزمونه وزیږوی ، لوړرتبه مامورین یی  رانیسی او بیا د هغو په واسطه په مهمو ځایونو کی د دوی ایزمیان چه مخکی له مخکی یی مغزونه یی ورته په ایزمی فلسفو  ورپریمنځلی او داسلامه یی لیری کړی ، هلته مقرر کړی   او په دی ډول به یی ورو ورو د هغه اسلامی ملکونو سیاسی قدرت د خپلو ایزمی ګوډاګیانو به لاس کی کړو.
داستعمار پلانونه چه په اسلامی نړی کی ګټور ولیدل شو نو د ټولی نړی د تسخیرولو په فکر کی شول ، د همدی  پلانونو او تدابیرو څخه یی په دریمه نړی او  د دوی په  ملکونو کی هم ګټه پورته کړه  چه بلاخره د نړیوال حکومت د رامنځته کولو په فکر کی شول .
 د دی کار د پاره یی د  نړی په مهمو وچو او بحرونو کی نظامی بیسونه ځای پرځای کړل ، د  دځینو هیوادونو لکه د مصر ، اسراییل ، پاکستان او ځینو نورو د فوځ تمویلول او تجهزول یی تر لاسه کړل ، د نړیوال بنک په رامنخته کولو  یی د نړی اقتصاد په واک  کی کړلو.
د جرمنی له ماتی وروسته ، امریکا ته تر پخوا لا نور طلایی چانس تر لاسه شو ، چه  د ملګرو ملتونو تاسیسول وو  ،  د ملګرو ملتونو د ناستی ځای په امریکا کی او خرڅه یی هم  امریکا په غاړه واخسته  ، د ملګرو ملتونو  به راست کی یی   د امنیت شوری  ( ویتوکونکی ) چه له  ( امریکا ، فرانسی ، برطانیا ، روس او چین ) هیوادونو  څخه جوړه شوی ، قرار لری یعنی  د امنیت د شوری د یوه غړی  په ویتو کولو  د ټولی نړی ووټونه  بی اهمیته شی ( یعنی د امنیت شوری په خپله  ملګری ملتونه دی ) ،  چه مشری یی  هم د امریکا  په لاس کی ده .
د یوویشتمی پيړی په سرکی چه کمونیزم  ماته وخوړله ،  یواځنی هیوادونه جه د ماسونیزم  ( نړیوال استعمار )  د سترګو خس  او دهغو سیاسی قدرت یی لکه د نوری نړی په شان مخکی له مخکی  تر لاسه کړی نه وو  ،افغانستان او عراق وو په غیر اسلامی هیوادونو کی لکه شمالی کوریا  یی د  ځان د پاره  خطر نه ګڼلو  د هغو د نظامی یرغل د پاره یی ، د ۲۰۰۱ کال سپټمبر مصنوعی او تراجیدی پيښه په ډیر مهارت سره رامنځته کړه.
په ۲۰۰۱ کال  د نړیوال جنګ داعلانولو  د پاره د  نړیوال ددی جنګ هیټلر یعنی جوج بوش ( چه ددی جنګ د پاره انتسابی ریس جمهورټاکل شوی وو ) په اوله ورخ یی دا جنګ  صلیبی  او په دوهمه ورځ یی بیا د تروریزم جنګ  په نوم اعلان کړو ، دا چه ولی یی په اوله ورخ  ( یوه )  او په بله ورخ یی ( بله ) خبره وکړه دا لوی بحث دی مګر دومره ویلی شم چه غلطی نه وه  د بلان له مخی  اوله ورځ باید   صلیبی او په دوهمه ورځ باید د تروریزم په نوم یادشوی وی .

ومن الله التوفیق

 ( الحاج استاذ بیانزی )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x