نړۍ

کېمرون: افغانستان او نايجريا د نړۍ تر ټولو «فاسد» هېوادونه دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غويي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): د برتانيې لومړي وزير ډيويډ کيمرون ويلي، چې افغانستان او نايجريا د نړۍ په کچه تر ټولو «زيات فاسد» هېوادونه دي.

ډيويډ کيمرون تېره شپه د برتانيې ملکې الزيبت په ماڼۍ کې د اداري فساد  ضد يوې غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال دا څرګندونې وکړې.

«زموږ هېواد ته د ټولې نړۍ په کچه د دوو فاسدو هېوادونو واکمنان راځي، چې هغه افغانستان او نايجريا دي.»

ډيويډ کيمرون دا خبرې په داسې حال کې کولې، چې د نوموړي وينا د ګڼو رسنيو له لوري ثبت او خپرې شوې او چارواکو پرې هېڅ بنديز نه دی لګولی.

سبا پنجشنبه په لندن کې د اداري فساد ضد نړيوال کنفرانس جوړيږي، چې د ولسمشر غني په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو مشران به په کې ګډون کوي.

د چارو شنونکي وايي، چې د ډيويډ کيمرون څرګندونې «بيخي غير ډيپلوماتيکې دي؛ ځکه، چې په داسې وخت کې يې د افغانستان او نايجريا چارواکي د نړۍ په کچه تر ټولو زيات فاسد بللي، چې په لندن کې د اداري فساد نړيواله غونډه کيږي او نړيوال مشران په دغه کنفرانس کې ګډون کوي.»

د برتانيې حکومت وياند د ډيويډ کيمرون د څرګندونو په اړه له څه ويلو ډډه کړې او زياته کړې يې ده، چې دا د لومړي وزير او ملکې ترمنځ خبرې دي، چې دی پرې تبصره نه شي کولای.

د څارونکو په اند د ډيويډ کيمرون د څرګندونو هدف د نايجريا ولسمشر محمد بخاري او افغان ولسمشر اشرف غني و.

سي ان ان امريکايي تلويزون د برتانوي چارواکو له قوله وايي، چې افغان ولسمشر غني په خپل نوټ کې ليکلي، چې «افغانستان د نړۍ په کچه ستر فاسد هېواد دی.»

د محمد بخاري له قوله هم وايي، چې هېواد کې يې اداري فساد ډېر دی او دوی هڅه کوي، چې خپلو چارواکو سره بې پرې محاسبه وکړي.

د سي ان ان په وينا د دواړو مشرانو يادښتونه به سبا پنجشنبه د رسنيو له لارې خپاره شي.

نايجيريا د ډيويډ کيمرون په څرګندونو خواشيني څرګنده کړې، مګر افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، په داسې حال کې، چې د دواړو هېوادونو مشران د اداري فساد ضد غونډه کې د ګډون لپاره لندن ته رسېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x