ټولنیزه برخه

الله تعالی خو مو ويني

ليکوال: شيخ الاسلام محمد تقي عثماني حفظه الله

ژباړن: احمدالله احمدزی

يو ځل عبدالله بن عمر رضي عنه په سفر روان و، د لارې او سفر کوم مواد، چې ورسره و، هر څه ختم شول، دغه وخت ګوري، چې په ځنګل کې د مېږو او وزو يوه رمه روانه ده، په عربو کې دا رواج و، چې مسافرو ته به يې د مېږو شودې او غوښې د مېلمه پالنې په توګه وړيا ورکولې.

دغه مهال عبدالله بن عمر رضي الله عنه شپون ته ورغی، هغه ته يې وفرمايل، چې ما سره د ژوند اړتياوې او خوراک ختم شو، ته د يوې وزې شودې ماته راکړه، زه به يې وڅښم. شپون ورته وويل، چې ته مسافر يې، ما به خامخا شودې درکړې وای، خو دا وزې پردۍ دي، زه يې يو شپون يم، دغه وزې ما سره امانت دي، شودې يې هم امانت دي، نو شريعت ما ته اجازه نه راکوي، چې زه تاسې ته دا شودې درکړم.

له دې وروسته عبدالله بن عمر رضي الله عنه وغوښتل، چې د شپون امحتان واخلي او ورته يې وويل، راځه داسې يوه خبره درته وکړم، چې زما او ستا دواړو ګټه په کې وي. ته داسې يو چل وکړه، چې دا يوه وزه پر ما وپلوره، زه به يې تا ته پيسې درکړم، تا ته به پيسې په لاس درشي او زما ګټه به دا وي، چې زه به په لاره کې د دې وزې له شودو ګټه اخلم، ته به د رمې څښتن ته ووايې، چې لېوه وخوړه، هغه به ستا پر خبره باور وکړي، ځکه چې په ځنګل کې ليوان پر رمو بريدونه کوي. دغه رنګ به زموږ دواړو کار وشي.

دغه مهال، چې شپون د ابن عمر رضي الله خبره واورېده، يو دم يې له خولې خبره ووته، چې «يا هذا فاين الله؟» اې وروره که زه دا کار وکړم، نو الله تعالی چېرته دی؟ يعنې زه خو به دا کار وکړم، د رمې څښتن ته به هم ځواب ورکړم، مګر د څښتن يو بل څښتن هم شته، چې له هغه خلاصون نه شته، هلته مې ورتګ يقينی دی، هلته به څه ځواب وايم؟ له همدې امله زه دې کار کولو ته نه يم تيار.

دا خو څرګنده وه، چې ابن عمر رضي الله د شپون ازمېښت کاو، دغه وخت کې، چې ابن عمر رضي الله عنه د شپون ځواب واورېد، نو ويې فرمايل: تر څو، چې ستا په څېر انسان د ځمکې پر سر موجود وي، تر هغه وخته يو ظالم پر بل انسان ظلم نه شي کولای[i]

تر څو، چې د انسان په زړه کې له الله تعالی وېره، د اخرت فکر، د الله تعالی په در کې د درېدو احساس وي، تر هغه وخته په دنيا کې جرمونه او ظلم نه شي چلېدای. همدا په اسلام کې د پوره داخلېدو معنا او انځور دی، چې د ځنګل په تنهايي کې هم انسان سره دا فکر وي، چې زما هېڅ کار بايد د الله تعالی له رضا او امر خلاف نه وي.

دغه فکر او عمل د ايمان لازمي برخه ده، له دې پرته مسلمان مسلمان نه شي پاتې کېدای، نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: «لا إيمان لمن لا أمانة له[ii]» د چا په زړه کې، چې امانت نه وي، هغه ايمان نه لري.

[i] اسد الغابة في معرفة الصحابة درېيم ټوک- ۲۲۸مخ.

[ii] مسنداحمد بن حنبل، مسند انس بن مالک حديث نمبر۱۱۹۳۵

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x