fbpx
قومندان ميرزامحمد «بلو»

غزنی: مقر کې د اربکیانو عمومي قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): د غزني په مقر کې ولسوالۍ کې د اربکیانو عمومي قومندان د طالبانو پر خښ کړل شوي ماین وژل شوی دی.

میرزامحمد چې په سیمه کې په «بلو» مشهور و، د قومندان فیضول له وژل کېدو وروسته د مقر د اربکیانو عمومي قومندان وټاکل شو.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړی يې له دوو ساتونکو سره نن سهار د ماین په چاودنه کې وواژه.

میرزا محمد چې د «وري» په نوم يې هلک ترې ژوندی پاتې شوی، په سیمه کې د وحشت او بد اخلاقۍ نمونه ګڼل کېدله.

د مقر د اټې خېلو یو تن چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله، نن ټکی اسیا ته وویل چې نوموړي پخپله د هرې پوستې قومندان يې د هلکانو په ساتلو کې له یو بل سره سیالۍ کولې.

طالبانو هم پخپله خبرپاڼه کې قومندان «بلو» د دوه تنه اتیا کلنو سپين ږيرو تر څنګ د ګڼو ولسي وګړو قاتل بللی دی.

یاده دې وي میرزا محمد چې شینې سترګې يې درلودې له امریکایانو سره د ډېر نږدیکت له امله ورباندې هغوی د «بلو» نوم ايښی و، چې په سیمه کې پر همدې نوم مشهور و.

هغه خپل دوولس کلن زوی احسان الله ته هم د طالبانو پر ضد د جګړې روحیه او وسایل ورکړې او هغه يې هم د اربکیانو په پوستو کې د جګړې کرښې ته لېږلی و.

میرزامحمد چې د مقر ولسوالۍ د برخان خېلو د کلي اوسېدونکی و، له قومندان کېدو سره سم يې په سیمه کې ګڼ مسجدونه بې امامانو کړل او لسګونه علما‌ء يې له مقر نه وشړل.

تر اوسه د مقر امنیتي مسوولینو نه دي ويلي چې د هغه پر ځای به څوک د مقر د اربکیانو مشري کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د