افغانستان

لغمان: ملي امنیت د اعدام شوي زنداني د جنازې ګډونوال نیولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې په څرخي پله زندان کې د اعدام شوي زندان د جنازې ګډونوال د دې ولایت د امنیتي مسوولینو له لوري نیول شوي دي.

خان اغا د الینګار اوسېدونکی چې اصلي نوم يې عبدالرحمن و، د شپږو تنو اعدام شویو زندانيانو له ډلې و، تېره ورځ يې جنازه د الینګار په خواجه خان سیمه کې خاورو ته وسپارل شوه، چې پکې سلګونو تنو ګډون کړی و.

د جنازې یو تن ګډونوال چې د نوم نه ښودو پر شرط يې نن ټکی اسیا ته خبرې کولې وويل چې د جنازې مراسمو ته د لغمان ولایت د ملي امنیت مرستیال راغلی او هڅه يې کوله چې په هدیره کې هغه علماء له ځان سره بوزي چې تقریرونه يې کول.

د سرچينې په وینا امنیتي مسوولین د خلکو له کلک غبرګون سره مخ شول، له توندو شعارونو وروسته پرې خلکو د تېږو وارونه پیل کړل چې امنیتي مسوولینو له سیمې پښې سپکې کړي.abdurhaman-2

سرچینه وړاندې زیاتوي چې د ملي امنیت مسوولین له هدېرې نه لري د لويې لارې پر سر ودرېدل او هر څوک چې د جنازې له مراسمو ور روان و، د دوی له لوري نیول کېدل.

د لغمان د ملي امنیت مسوولینو د جنازې ۷۵ تنه ګډونوال زنداني کړي او ځينې يې شدید شکنجه کړي دي.

حکومت عبدالرحمن د القاعدې کس معرفی کړی او پر ده يې تور لګولی و، چې د ملي امنیت پر پخواني مرستیال عبدالله لغماني يې بريد کړی دی.
حکومت عبدالرحمن د القاعدې کس معرفی کړی او پر ده يې تور لګولی و، چې د ملي امنیت پر پخواني مرستیال عبدالله لغماني يې بريد کړی دی.

حکومت عبدالرحمن د القاعدې کس معرفی کړی او پر ده يې تور لګولی و، چې د ملي امنیت پر پخواني مرستیال عبدالله لغماني يې بريد کړی دی.

تر اوسه د لغمان امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې په ۷۵ تنو کې هغه علماء هم شامل دي چې پخپلو تقریرونو کې يې د حکومت له لوري دا اعدام غندلی دی.

دوی وايي دولت ته يې ضرب الاجل ټاکلی، که په ټاکلې موده کې دغه زندانيان خوشي نه شي دوی به مدني حرکتونه پیل کړي.

ياده دې وي تېره یکشنبه، د احمد ضیا مسعود په غوښتنه د ولسمشر پر فرمان د څرخي پله شپږ تنه زندانیان په دار وځړېدل، چې حکومت يې د ملي امنیت اړوند پر لسم ریاست د برید غچ بولي، خو شنونکي وايي چې دا ډول اقدام د جګړې له اوږدولو پرته بله مانا نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد شفیق

ملی امنیت دا کار د طالبانو څخه زده کړی دی. طالبان هم د ملی اوردو یا پولیسو جنازی نه پریژدی او خلک د یوه مسلمان جنازی ته نه پریژدی. نو دوی هم ښه کار کړی دی

مظلوم اولس

د محمد شفیق پورتنی محکمه او قضاوت ، ناسمه د غلامانو او بادارانو فیصله ده ، لمړی د ملی امنیت نوم مه ورته وایه د ملی وحشت نوم ورته واخله ، څوک چه د کفارو له خوا رامنځته شوی ، او د مظلوم اولس د وژلو ، لوټولو او بی عفته کولو د پاره دکفارو له خوا تمویل او تجهیز شوی او د کفارو له خوا معاشونه او روزنی ترلاسه کوی هغوی ته د ملی نوم ورکول لویه ګناه او ددی مظلوم اولس مقابل کی لویه جفاده . دوهم ، د غلامانانو او بادارانو د بقا او ګټو د پاره… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x