نړۍ

د مسلمانو علماوو اتحاديې د مطيع الرحمن نظامي اعدام وغانده

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غويي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): د اسلامي نړۍ د علماوو ټولنې سرمنشي دوکتور علي القرة داغي د بنګلادېش حکومت له لوري د جماعت اسلامي د مشر شيخ مطيع الرحمن نظامي د اعدام پرېکړه په سختو ټکو غندلې او د بنګلادېش له حکومت څخه يې غوښتنه کړې، چې سياسي مخالفينو سره له تاوتريخوالي ډک چلند څخه لاس واخلي او دا کار يې له هر ډول بشري اصولو سرغړونه بللې ده.

دوکتور علي القرة پر نړيوالې ټولنې او د بشري حقونو پر موسساتو هم نيوکې کړي، چې نړۍ کې د اسلام او مسلمانانو پر ضد د روانو ظلمونو په اړه سترګې پټوي.

د دوکتور قره په وينا په ټوله نړۍ کې، هر ځای کې پر مسلمانانو ظلمونه کيږي، عدالت او انصاف نه شته، بشري حقونه تر پښو لاندې کيږي، په اسلامي هېوادونو کې ديکتاتوران د خپل ولس پر ضد له هېڅ ډول ظلم څخه سترګې نه پټوي او نړيوالې ټولنې په دغو ټولو ظلمونو سترګې پټې کړي، بلکې ډېری وخت د دغو ظلمونو او تېريو ملاتړ کوي.

د اسلامي نړۍ د علماوو ټولنې سرمنشي د اسلامي همکارۍ له سازمان او اسلامي هېوادونو څخه غوښتنه کړې، چې په خپلو کړنو بيا کتنه وکړي، په ټولو چارو کې خپل رب ته متوجه شي، په هر ځای کې له عدل او مظلوم سره ودريږي او په ټوله نړۍ کې د ظلم او استبداد پروړانډې په يوه خوله ودريږي.

دوکتور قره وايي، چې د اسلامي نړۍ حکومتونه د ښکېلاک په ملاتړ پر خپلو ولسونو ظلمونه کوي او ښکېلاکي حکومتونه او ټولنې يې تر شا ولاړې دي.

د اسلامي نړۍ د علماوو ټولنه وايي، چې په اسلامي هېوادونو کې هر ډول تاوتريخوالی او وسله‌وال مقاومت د چارواکو د ظلم او استبداد له امله دی او تر څو، چې دغه ظلمونه او استبداد روان وي، مظلومان به ځورول کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x