fbpx

ښکلی سمارټ فون او په حیرانوونکی ډول ارزانه بیه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): په دې وروستیو کې د سمارټ فون جوړولو په برخه کې یوه نوې چینايۍ کمپنۍ د ۳۶۰ په نوم خپل فعالیت پیل کړی. دغه کمپنۍ خپل یو سمارټ فون چې این ۴ (N4) نومول شوی په ډیره ارزانه بیه معرفي کړی.

هغه څه چې د ۳۶۰ نومې کمپنۍ د سمارټ فون په اړه د ټکنالوژي برخې کارپوهانو توجه جلب کړی هغه د دغې سمارټ فون ټیټې بیې سربیره د دغې سمارټ فون غښتلي ځانګړتیاوې دي.

این ۴ (N4) نومې دغه سمارټ فون کې د هلیو ایکس ۲۰ ډوله ۱۰ هستې لروونکی پروسېسر او ۴ ګیګابایټ رېم ځای پر ځای شوی کوم چې دغه سمارټ فون د پیاوړو سمارټ فونونو سیال جوړوي.

څنګه چې مو وړاندې هم وویل این ۴ (N4) یو متوسط سمارټ فون دی چې د پیاوړو سمارټ فونونو ځانګړتیاوې لري. د ۳۶۰ نومې کمپنۍ دغه سمارټ فون د فایل ثبونې ۳۲ ګیګابایټ وړتیا لري چې کاروونکي د میموري کارډ استعمالولو سره دغه وړتیا ۱۲۸ ګیګابایټ ته زیاتولی شي.

له دې سربیره این ۴ (N4) نومې دغه سمارټ فون به ۵.۵ انچه ډسپلې سره وړاندې شي. دغه سمارټ فون ۱۰۸۰ پکسله ریزلوشن هم لري.

د این ۴ (N4) سمارټ فون اصلي کامره ۱۳ او مخکینۍ کامره يي ۵ میګاپکسله ده چې د سوني د کمپنۍ لخوا د ځانګړې ټکنالوژي په مرسته جوړه شوې.

بیټرۍ يي هم ۳۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لري او د چټک چارج اخیستنې په ټکنالوژي هم سمبال دی. د کمپنۍ په وینا دغه سمارټ فون یوازې یو نیم ساعت کې ۱۰۰٪ چارجیږي.

این ۴ (N4) پنډوالی ۸.۳ ملي متره او وزن يي ۱۴۰ ګرامه دی. د دوه سمکارتونو کارولو وړتیا لرلو سره د ګوتې د نښې اسکنر هم لري او یوازې ۰.۰۴ ثانیو کې د سمارټ فون کلپ خلاصوي.

له پورتنیو ټولو پیاوړو ځانګړتیاو لرلو سربیره د ۳۶۰ نومې کمپنۍ د دغې سمارټ فون بیه یوازې ۱۳۸ امریکايي ډالره ټاکلې کوم چې د مې د میاشتې په ۱۳مه به کاروونکو ته وړاندې شي.

360-n4-official-pic-01-768x702-620x567 360-n4-official-pic-02-620x516

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د