نظــر

د سورېې جګړې د ایران اصلي څيره ښه په ډاګه کړه !

ایران په اسلامي نړۍ کې یو داسې هیواد دی  چې په دې وروستیو لسیزو کې ېې تل له اسلام او اسلامي ارزښتونو د دفاع دعوا کړې .

سره له دې چې د سلیم عقل خاوندان د هغوی څيره په ښه ډول پيژني خو دوی تل هڅه کړې چې په بیلابیل ډول د عوامو اذهان تر اغیزې لاندې راولي او د خپلو شیطاني موخو د منلو لپاره ېې چمتو کړي .

تر پرونه ېې ویل موږ په افغانستان کې نه شرق غواړو او نه غرب او د یوه اسلامي حکومت غوښتونکي یو خو کله چې د یوه اسلامي حکومت جوړیدو ته زمینه په برابریدو وه له افغان واقعي جهاد سره ېې هغه خیانتونه وکړل چې تاریخ به ېې تل یاد لري

کله چې د مجاهدینو بیلابیلې ډلې د کابل د فتحې په درشل کې وې ایران د یوه سوچه پياوړي او مستحکم اسلامي حکومت د جوړیدو له ویرې د شمال ټلواله کمونستان ګلم جم ملیشې او د ایران هر ډَول ډُول ته ګډیدنوکي شیعه ګان د یوې نشنلستي مفکورې په ورکولو سره دې ته چمتو کړل چې د حزب اسلامي پر ضد اېتلاف جوړ کړي .

هغوی هم د خپلو ټولو ملي او اسلامي ارزښتونو په تر پښو لاندې کولو سره داسې یو نا مقدس ایتلاف جوړ کړ چې حتې ژبه ېې هم مشترکه نه وه خو اصلي مشترک ټکی ېې دا و چې د پښتنو پر ضد جوړ شوئ ؤ .

د هغوی ټوله هڅه دا وه چې په افغانستان کې د حزب اسلامي واک ته له رسیدو او د هغو په لاس د یوه سوچه پياوړي او مستحکم اسلامي حکومت له جوړیدو مخنیوی وکړي .

د دې ايتلاف اصلي ملاتړي روس امریکا او ایران وو .

هغه ایران چې تر پورنه ېې چغې وهلې، موږ شرق او غرب نه بلکې په افغانستان کې اسلامي حکومت غواړو په هغه مهال کې له شرق او غرب سره د یوه نا مقدس ایتلاف له لارې یو ځای شو او غوښتل ېې واقعي اسلام په افغانستان کې واک ته له رسیدو وغورځوي .

امریکا او روس خو په دې لوبه کې خپل خپل مقصدونه لرل یوه د افغانستان زیرمو ته سترګې نیولې وې او بل بیچاره چې د افغانانو د مټ زور لیدلئ ؤ له دې ویریده چې افغانان به د افغانستان له پولو هم پسې وراړوي او په مسکو کې به ېې هم آرام خوب ته نه پریږدي .خو ایران د حزب او بیا وروسته هم د طالبانو په لاس د اسلامي حکومت له جوړیدو سره دوښمني وکړه تر څو په افغانستان کې د یوه پياوړي اسلامی حکومت په ځای څو لنډغر په واک کې وي او افغانستان د دوی د لوبو د دګر په توګه پاتې شي .او په ارزان بیه کارګرانو ېې خپل هیواد ورغوي .

څو کاله وړاندې چې زه په ایران کې وم او په یوه ساختماني شرکت کې مې د نورو مجبورو افغانانوپه څیر کار کاوه راته جوته شوه چې څومره ایرانیانو په افغانستان کې ماموریت تر سره کړی .

په کابو یوه کال کې زما له ۲۰ ډيرو داسې کسانو سره روغبړ وشو چې د طالبانو او تنظیمي جګړو پر مهال افغانستان ته تللي ؤ او د ټلوالې لپاره ېې وسلې او مهمات رسولي ؤ .

هغه مهال هم زه حیران شوم او پته راته ولګیده چې ایران خو د حزب او طآلبانو په وړاندې په مستقیم ډول په جګړه کې شامل ؤ .

هغه ایرانی چې ما ورسره کار کاوه یو متقاعد افسر ؤ هغه به ویل موږ به اکمالات د الوتکو له لارې لومړی کولاب ته رسول او بیا به مو د هلیکاپټرو له لارې بامیانو مزار او پنچشیر ته رسول .

ایران هم دلته بیا نورې موخې درلودې یو شمیر کسان فکر کوي چې ایران غواړي د شیعه مذهب لپاره خدمت وکړي خو داسمه نه ده ایران تل له مذهب د خلکو د غولولو  او خپلو ناروا موخو ته د رسیدو لپاره کار اخیستئ .

ایران په خپله هم خپل شیعه مذهب ته پابند نه دئ او دا څو نمایشي کارونه هم د عوامو د غلولو لپاره کوي .

که په خپله ایران ته لاړ شي  دتهران او اروپا تر منځ به ډير لږ توپير وګورې

لکه دښځو جامې په عام بازار کې د روژې خوړل او حتې پرې فخر کول عادي مسئلې دي .

ایران خپل مذهب د ورځې له سیاست سره برابروي .او له خپل ټول مذهب یواځې په صیغه سم عمل کوي خو نور شیعه مذهب بیا د افغانستان پاکستان ، یمن سورېې عراق بحرین او نورو هیوادونو د خلکو لپاره غواړي او د دې هیوادونو شیعه وګړي پر مذهب کلکیدو ته هڅوي .

تر څو په دې هیوادونو کې تل پاتې او خونړۍ نښتې را منځته کړي او دوی ېې ننداره وکړي .

خپلې موضوع ته به راشم :

کله چې په منځني ختیځ کې د حکومتونو پر ضد لاریونونه او بلآخره پاڅونونه پیل شول ایران ېې ملاتړ وکړ او د دوی ستر روحاني مشر خامنه ايي هغه اسلامي ویښتیا وبلله چې د ایران له انقلاب تر اغیز لاندې راپورته شوي

خو کله چې دا انقلابونه سورېې ته ورسیدل نو بیا سم دم دا هر څه بدل شول او هغه جنګیالي چې په مصر لیبیا او تونس کې مجاهدین یادیدل په سوریه کې ترهګر ، بنسټ پالی د امریکا او اسرائیلو ګوډاګي او حتی یزیدیان یاد شول

ایران په عملي ډول د سورېې په جګړه کې د مسلمانانو په وړاندې د سیکولر او عیاش بشار الاسد چې د صدام حسین په څیر د بعث ګوند مشر ؤ ملاتړ وکړ .

دلته یوه ډيره خندوونکی او نادره خبره هم شته .

د ایران مذهبی مشرانو یا هغه ملایانو چې دوی ورته الا بلا به ګردن ملا وایی ،هغه علویان چې علی رض ته خدای وایی او بشار الاسد یو له هغوی دی ، اود شیعه مذهب په تاریخ کې ورته د نورو مسلمانو په څیر کافر ویل کیدل او غلاط یادیدل ،په یوه فتوا ټول تر ټولو ښه شیعه وبلل او له نورو شیعه ګانو ېې هم وغوښتل چې ملاتړ ېې وکړي .

په دې جګړه کې د سورېې تر یو لک ډير خلک ووژل شول او په میلیونو ېې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شول .

د مختار نامې په نوم سیریال چې زموږ په ظاهره افغان خو په اصل کې ایرانی تلویزونی چینلونه ېې خپروي په یوه برخه کې ېې د حضرت زبیر رض زوی مصعب چې د مختار له لښکرو سره جګړه کوي خوب ویني چې د وینو په سیل کې غرقیږي خو نن د ایران مذهبي مشران چې د لکونو بې ګناه سوري مسلمانانو وینې تویوي او په ایراني کیمیاوي وسلو ېې وژنی ولی دا ډول خوبونه نه وینی او ولې د وینو په دې سیلاب کې نه غرقیږي .

نن د سورېې فوځ په دمشق کې په عامو خلکو کیمیاوي وسلې کارولې او تر ۲۶۰۰ ډير کسان ېې وژلي .

په اصل کې ایران د امریکا او اسرائیلو د هغه سیاستونو پلی کوونکی دی چې هغوی د اسلام پر ضد شروع کړي .

تاسو فکر وکړی د امریکا او اسرائیلو پرضد چې هر چیرته کوم مسلمان سر پورته کړی تر امریکا وړاندې پرې ایران ګذار کړی .

طالبان حزب اسلامی ،القاعده ، او په منځنی ختیځ کې اسلامي ډلې که د امریکا په تورو لیستونو کې شاملې دي دایران هم شاملې دي .

ایران که په ظاهره ځان د اخوان المسلمین مخالف نه ښيي خو تاسو به پرون خبر اوریدلی وي چې د مصر او سورېې استخبارات د اخوان المسلمین ګوند د پلویانو په نیولو کې یو له بل سره ملګرتیا کوي او په دې اړه د مصر یوه لوړ پوړي پلاوي سورېې ته هم سفر کړی ؤ.

 مصر د سورېې د دولت د مخالفینو مرکز هم له مصر و ایست په داسې حال کې چې سوریه په عام او تام ډول اوس د ایران ترنفوذ لاندې ده او د دې هیواد دولت د ایران له خوښې پرته هیڅ نه شي کولای .

د لبنان حزب الله ته خلکو په ښه سترګه کتل خو د هغوی شیطاني ماهیت هم د سورېې جګړې روښانه کړ چې د سیکولر بشار په ملاتړ ېې په زرګونو مجاهدین په شهادت ورسول .

د ایران چارواکي حتې احمدې نژاد او د بهرنیو چارو پخواني وزیر صالحي په ډاګه وویل چې موږ له امریکا سره د افغانستان او عراق په نیولو کې له وړاندې موافقې ته رسیدلي ؤ خو دا پوښتنه بیا له خامنه ايي څوک کولای شي چې ته خو وايي زه ډيپلوماټ نه یم انقلابی یم دا څنګه انقلابی ېې چې له یهودو او نصاراوو سره د یوه اسلامي ملک په نیولو کې مرسته کوې .

په حقیقت کې په افغانستان عراق پاکستان یمن سورېې بحرین سومالیا او نورو ټولو اسلامي ممالکو کې ایران او امریکا په یوه جبهه کې د اسلام پر ضد جګړه کوي .

ځیني کسان اوس هم د ایران حکومت ته د یوه اسلامی حکومت په سترګه ګوري خو واقعیت دا دی چې اسلامي نړۍ ته د ایران خطر تر امریکا برتانېې او فرانسې کم نه دی ځکه ایران چې کومه جګړه د اسلامي نړۍ د کمزوری کولو لپاره په لاره اچولې د امریکا تر جګړې سخته او په ډيرو جبهو کې ده تبلیغاتي او کلتوري اړخ ېې ډير د پام وړ دئ .ایران په ظاهره ځان د امریکا او اسرائیلو مخالف بولي خو په حقیقت کې د هغوی ټولې موخې یو شان دي

انجینر رحمت الله هوتک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x