مشرانو جرګه: څرخي پله زندان کې تر ۲۰۰۰ ډېر زندانيان بې برخلیکه پراته دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): د مشرانو جرګې غړي وايي چې د څرخي پله زندان کې تر ۲۰۰۰ تنو ډېر زندانیان له کلونو راهیسې بې برخلیکه پراته دي.

د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې شاوخوا ۲۲۰۰ تنه زندانیانو له کلونو – کلونو راهیسې دوسیې نه دي څېړل شوې.

د هغه په خبره له قانوني اړخه باید د یو زنداني درې واړه محکمې په یوولسو میاشتو کې ترسره شي، خو په وینا يې څرخي پله کې ګڼ داسې زندانیان شته چې کلونه وړاندې يې لومړنۍ محکمه ترسره شوې او نورې پاتې دي.

زابلی وايي چې ده ته داسې ګڼ زندانیان معلوم دي چې اوه کاله وړاندې يې لومړۍ محکمه ترسره شوې، خو د استیناف او تمیز محکمې يې لا هم پاتې دي.

د مشرانو جرګې دا غړی په داسې حال کې د زندانیانو د وضعیت په اړه پورته څرګندونې کوي، چې پخپله ولسمشر هم د قضا او څارنوالۍ په برخه کې پر پراخ فساد اعتراف کړی دی.

نږدې میاشت وړاندې ولسمشر غني د قضايي ارګانونو د شفافیت لپاره سلګونه قاضیان له دندو لرې کړل، خو لا يې هم په دې برخه کې د شفافیت څرک نه لګېږي.

ولسمشر د خپل کار په پیل کې هم له خپل عادت سره سم په پوره زور د ژمنې چيغه وکړه، چې د زندانیانو ستونزې به په دوو اونیو کې حل کېږي، خو نږدې دوه کاله وروسته يې لا هم په اړه پر ستونزو پخپله نوموړی اعتراف کوي.

دا په داسې حال کې دی چې د حقوقي چارو کارپوه عبدالشکور دادرس هم قضايي ارګانونه له نیمګړتياوو ډک بللي دي.

ښاغلی دادرس وايي چې د افغانستان د جزايي قانون له مخې باید د نیول کېدو سمدستي وروسته د متهم کور ته خبر ورکړل شي او همداراز متهم کس د نیول کیدو سمدستي وروسته د مدافع وکیل د درلودلو حق لري. خو د نوموړي په باور، په افغانستان کې دا حقوق تر پښو لاندې دي او د داسې قضیو عیني شاهد دی چې د متهم د تحقیق په ټوله دوسیه کې مدافع وکیل هیڅ شتون نه درلود.

ياده دې وي پر څرخي پله زندان سربېره د بګرام زندان هم د زرګونو هغو زندانیانو کوربه دی، چې له کلونو راهیسې يې دوسيې نه دي څېړل شوې، د یادو زندانونو ګڼو زندانیانو له دې ستونزې شکایت کړی او څو ځلې يې پرلپسې ورځې د نه خوړو اعتصابونه هم کړي دي.