افغانستان

پاکستاني ځواکونه په تورخم کې اوسپنیزې پنجرې ودروي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): له پاکستان سره د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پاکستاني ځواکونه غواړي په تورخم کې اوسپنیزې پنجرې ودروي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼی وايي چې پاکستاني پوځیانو په تورخم کې د دې اقدام ګام اخیستی چې د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي دي.

نن دویمه ورځ ده چې د تورخم دروازه د پاکستاني ځواکونو له لوري د مسافرو پرمخ تړلې او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

عطاالله خوږياڼی وايي چې د دې موضوع پر سر د دواړو لوریو د عسکرو تر منځ لومړی لفظي شخړه شوې او وروسته دواړو لوریو یو بل ته سنګرونه نیولي دي.

د هغه په وينا د موضوع د حل لپاره خبرې روانې دي او ژر به یوې پايلې ته ورسېږي.

د ګډ حکومت له پیل سره د ډېورنډ فرضي کرښې د رسمیت خبرونه خپاره شول، چې حکومت يې ظاهراً لا هم نه مني، خو پر دې کرښه د پاکستاني ځواکونو زړور اقدامات د تېرو خبرونو پخلی کوي.

ياده دې وي پاکستاني ځواکونه په خوست کې پنځه کیلومتره او د پکتیکا په انګور اډه کې اتلس کیلومتره وړاندې راغلي او خپل پوځي تاسیسات يې جوړ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x