دیني، سیرت او تاریخ

تکبُّر،نښې،لاملونه او درملنه يې

Takabburکه په انساني خلقت کې فکر وکړو نو راته جوته به شي چې انساني کرکټر له بېلابېلو مثبتو او منفي پديدو جوړ دی. دغه پديدې په ټولنه کې د انسان له چال چلن څخه له ورايه ښکاريږي او د انسان د همدغه چلن له مخې خلک د هغه په اړه د ښه او بد قضاوت کوي.

يو انسان چې په خپل شخصيت او کرکټر کې څومره ډيرې مثبتې پديدې ولري، همدومره يې په ټولنه کې ځای او مقام لوړيږي، خلک ورته په درنه سترګه ګوري او يو ښه تأثر ترې اخلي، او څومره چې انسان په ټولنيز ژوند کې د منفي پديدو څرګندونه وکړي، همدومره په خلکو کې په بد او سپک نامه ياديږي.

 

د انساني کرکټر له دغو منفي پديدو څخه يو هم تکبُّر دی چې موږ ورته لويي او په عربې ژبه کې ورته کبر،تکبُّر او خیلا ویل کیږې. لويې یا کبر د نفس هغه حالت ته ویل کیږې چې انسان خپل ځان دروند، لوړ اولوی وګڼي اوبل انسان بیا  د ځان په پرتله حقیر، سپک او کم وبولي .  تکبُّر له هغه ځايه چې يوه لويه اخلاقي او اروايي ناروغۍ ده، ځکه يې پايلې د مسلمان لپاره نه یواځې داچې په نړئ کې رسوا کوونکې او سپکوونکې دي، په آخرت کې هم انسان د همدغې ناروغۍ له امله له دردونکي عذاب سره مخامخ کيږي.

تکبُّر که له يوه پلوه په خپله ستره اخلاقي ناروغي ده، نو له بله پلوه له دا دنورو ناوړو ناروغیو لکه حسد، کرکې اوناپوهۍ زېږونکي هم ده.

لويي هغه ناوړه رنځ دی چې دکبرجن په عقل او فکر باندې  د جهالت او ناپوهي پرده غوړوي. مزخرفې ويناګانې يي تر پام ښې او جالبې، اوباطل دلایل يې په فکر کې دحق په بڼه ځای نيسي او پدې توګه ټولې نادودي ورته د شیطان  له لورې  په داسې بڼه ملمع کاري شي چې ده ته ډيرې ښایسته تر سترګو ورشي.

اسلام د يوه فطري دين په بڼه تل په خپلو تعليماتو کې د فرد او ټولنې د حالت پر اصلاح ټينګار کړی دی. ښکاره خبره ده چې سالمه ټولنه له سالمو افرادو جوړيږي او سالم افراد هغه دي چې له هر ډول اخلاقي، نفسياتي، اروايي او باطني ناروغيو پاک وي.

څنګه چې لويي او تکبُّر د ګڼو نورو ناروغيو زيږونکي پديده ده، ځکه نو د اسلام مبارک دين هم په خپلو تعليماتو او نصوصو کې د هغې درملنې ته ځانګړي پاملرنه کړيده.

 موږ به  په خپله دغه ليکنه کې د تکبُّر د ناروغۍ د پيژندنې او درملنې په اړه درسره يو څو قرآني مبارک آيتونه او مبارک نبوي احاديث شريک کړو.

 قرآني آيتونه:

۱- لوی خدای جل جلاله فرمايي:

سَأَصْرِفُ عَنْ آيَاتِيَ الَّذِينَ يَتَكَبَّرُونَ فِي الأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَإِن يَرَوْاْ كُلَّ آيَةٍ لاَّ يُؤْمِنُواْ بِهَا وَإِن يَرَوْاْ سَبِيلَ الرُّشْدِ لاَ يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا وَإِن يَرَوْاْ سَبِيلَ الْغَيِّ يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا وَكَانُواْ عَنْهَا غَافِلِينَ[i] 

ژباړه او لنډکۍ تشريح: زه به داسې خلک چې په ځمکه کې پرته له کومه حقه تکبُّر کوي، له خپلو احکامو، نښو او آيتونو نه همداسې ګرزيدلي وساتم.  ځکه د تکبُّر او لويي حق يواځې او يواځې له لوی خدای جل جلاله سره دی. او  د دغې ګرزيدنې اغيزه به دا وي چې که کبرجنان د الله جل جلاله د قدرت ټولې نښې هم وويني، نو د خپل قساوت او شقاوت له امله به  ايمان نه پرې راوړي. او که د هدايت لاره وويني نو هغه د ځان لپاره د لارې په بڼه نه غوره کوي او که د بې لارۍ لاره وويني نو هغه به د ځآن لپاره غوره کوي، دا ځکه چې د دوي زړونه د تکبُّر په پايله کې دومره سخت شوي دي او له حق نه مخ اړول يې تر دې ځايه رسيدلي چې دوي زموږ آياتونه دروغ ګڼلي او په حق او حقيقت کې له غور کولو نه غافله پاتې شوي.

په پورته آيت شريف کې په بين السطور ډول دا حقيقت په ډاګه شو چې لويي او تکبُّر په حقيقت کې د لوی خدای جل جلاله حق دی، ځکه چې د انسانانو په ګډون ټول کاينات يې پيدا کړي او د هغوي ورځنۍ چارې له ازله نيولې تر ابده پورې د خپل الهي حکمت له مخې مخ پر وړاندې بيايي، خو کله چې کبرجن تکبُّر کوي، نو دی په حقيقت کې د خدای حق د ځان کوي، ځکه يې نو لوی خدای جل جلاله په بدل کې پر زړه او مغز باندې مهر وهي او د بصيرت سترګې يې ور ړندوي. نيغه لاره پريږدي او او په لوی لاس کږه لاره غوره کړي.

۲- دالنحل  په سورة کې الله تعالی داسې فرمايې:

إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَالَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِالآخِرَةِ قُلُوبُهُم مُّنكِرَةٌ وَهُم مُّسْتَكْبِرُونَ * لاَ جَرَمَ أَنَّ اللّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْتَكْبِرِينَ * [ii]

ژباړه او لنډکۍ تشريح:  ستاسې برحق معبود یواځی يو الله جل جلاله دی،نو څوک چې د دغه سپيناوي برسېره بيا هم  پر آخرت ايمان نه راوړي، او له همدې امله دالله تعالی پر وحدانيت هم له ايمانه بې برخي وي، نو داسې ښکاري چې د هغوي زړونه دومره ناوړه او فاسد دي چې له معقولو حقايقو هم انکار کوي او دا خبره ثابته ده چې دوي په دې کار سره د حق پر وړاندي تکبُّر کوي. ښکاره خبره ده، دا چې الله جل جلاله پر ټولو هغه څه دوي يې پټوي او ښکاره کوي، پوهيږي، بې شکه هغه متکبِّرين د دوي د همدې چلن له امله نه خوښوي.

له پورته دواړو آيتونو په ډاګه شوه چې متکبِّرين په حقيقت کې هغه څوک دي چې  له حقه يې مخ اړولی وي، د آخرت پر ورځ يې باور نه وي او د همدغې بې باورۍ له امله يې د لوی خدای جل جلاله پر ذات هم باور له منځه تللی وي، نو څوک چې د مسلمانانو په ډله کې وي او د خدای جل جلاله د بندګانو پر وړاندې له کبر او غروره ډک چلن په مخ کې نيسي، هغوي په حقيقت کې د هماغه متکبرينو په څير دي چې سکوټ پر خدای او آخرت بې باوره دي،او خدای جل جلاله دغه کسان نه خوښوي. 

۳ـ لوی خدای جل جلاله په قرآنکريم کې بل ځای د حضرت لقمان وصيت خپل زوی ته داسې را اخلي:

وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ

 [iii]

ژباړه :  او مه اړوه خپل مخ له خلکو نه له ډېره کبره بلکې دوی ته په عاجزۍ سره ګوره او مه کوه تګ په ځمکه کې په نازاو نخرو، بې شکه الله نه خوښوې هيڅ کبر کوونکی فخر کوونکی .

په دې آیت شریف کي الله تعالی د هغو کبرجنانو په وړاندې خپله ناخوښې ښودلي چي له ډيره کبره له خلکو نه مخ اړوي، پر ځمکه په نازونو او نخرو ګامونه اخلي او بيا  پرخپل کبر باندې فخر هم کوي. ګواکې لوی خدای جل جلاله موږ ته پر ځمکه باندې په ارامۍ او اعتدال سره د تګ امر کوي او ډير سوکه او په ناز قدمونه اخيستل يې د کبرجنانو نښه ګڼلي ده.

۴ـ په سورة القصص کې الله تعالی فرمايې:

 تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ 
[iv]

ژباړه  او لنډکۍ تشريح: دغه کور دآخرت چې جنت دی موږ هغو کسانوته ورپه برخه کوو چې په ځمکه کې د لویي( تکبُّر) اراده نلري او نه هم دوي د باطني ګُناه تکبُّر او نورو ظاهري ګُناهونو له لارې فساد کوي. او ښکاره خبره ده چې ښه خاتمه د همدغو پرهېزګارانو لپاره ده.

په پورتني آیت شریف کې دا په ډاګه شوي چې کبرجنان به د خپل دغه عمل له امله له ښې خاتمې بې برخي وي او د دوي د دُنيوي ژوند پای به هم په يوه لوی مصيبت باندي وي او په آخرت کې به هم د الله تعالی له رحمته چې د جنتونو د بې پايه نعمتونو له لارې به متقيانو او پرهيزګارانو ته ورکول کيږي، بې برخي وي. لوی خدای جل جلاله دې موږ ټول مسلمانان له داسې بدې خاتمې وساتي آمين.

۵ـ په سورة الغافر کې د لوی خدای جل جلاله د آيتونو پر وړاندې د فرعون د تکبُّر د حال په بیانولو سره الله تعالی فرمايي:
 كَذَلِكَ يَطْبَعُ اللَّهُ عَلَى كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ[v]

ژباړه : همداسې ټاپه وهي الله تعالی په زړه د هر کبرجن ډېر جبر کوونکي او هغه په دې ډول چې هغه تل له نېغې لارې انکار کوي او حق ته غاړه نه ږدي .

دغه آیت شريف په حقيقت کې د فرعون د يوه خپلوان له خولې هغه ته د نصيحت يوه برخه ده چې لوی خدای جل جلاله را نقل کړيده، څنګه چې د فرعون دغه خپلوان ايمان راوړی وو او تر دې دمه يې فرعون او د هغه دربار پر ايمان راوړلو نه وو خبر کړی، نو کله چې فرعون له هغوي سره د حضرت موسی د بلنې او دعوت په هکله مشوره کوله، ده د نورو خبرو په ترڅ کې ورته پورته خبره هم وکړه چې په عين حال کې د الهي وحي يوه برخه هم ده. دغه آيت شريف په دې دلالت کوي چې د کبرجنو زړونه د حق له منلو او دخدای جل جلاله له نوره  قلف دې ، دا د دوی لپاره یوه سزا ده.

۶ـ په همدې سورة کې وړاندي د متکبِّرينو د سزا په اړه فرمايي:

 وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ [vi]

 ژباړه: او فرمایلي ستاسې پالونکي چې تاسې وبولئ ما، زه به ارو مرو قبولې کړم ستاسې دُعاګانې.بې شکه هغه کسان چې زما د عبادت پر وړاندي لویي کوي، ډير ژر به جهنم ته ننوزي،په داسې حال کې چې خوار او سپک به وې .

پدې آیت شریف کې د هغو کسانو په اړه چې عاجزي او خاکساري يې پرې ايښي وي  او د لويي او تکبُّر لاره يې نيولي وي دوزخ ته د ننوتلو حکم شوی، چې هلته به دوی ته عذاب ورکول کیږې او  ډير به ذليل او سپک وي.

۷ـ لوی خدای جل جلاله په سورة الأسرأ کې فرمايي:

 وَلاَ تَمْشِ فِي الأَرْضِ مَرَحًا إِنَّكَ لَن تَخْرِقَ الأَرْضَ وَلَن تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُولًا * كُلُّ ذَلِكَ كَانَ سَيٍّئُهُ عِنْدَ رَبِّكَ مَكْرُوهًا * [vii]

ژباړه او لنډه تشريح : او مه ګرځه په ځمکه کې پداسې حال کې چې تکبُّر (لويي) کوې ، بې شکه چې ته د پښو په دربولو سره ځمکه نشې څيرولای او نه هم دومره اوږد يې چې د غرو سرونو ته ورسيږې. دا ټول ۱۱ امرونه او ۱۲ نواهي  دي چې ا دپالونکې په وړاندې ناخوښ دي .

پدې آیاتونوکې متکبِّرینو ته ویل شوې چې که دوي هرڅومره ځانونه غټ ووینې اوپخپله دې لويي باندې هرڅومره وپړسیږې بیا هم دوي نه غټیږې ،بلکې د دوي د لویي او تکبُّر پایله به داوې چې دخاورو یوه لپه به يې خوله ورډکه ،سترګې به یې دتل لپاره ورپټي او دخلکو لپاره به دعبرت نمونه وګرځې.

 نبوي حدیثونه :

۱- عن عبدالله بن مسعود رضی الله عنه عن النبي صلی الله علیه وسلم قال لا یدخل الجنة من کان في قلبه مثقال ذرة من کبر.فقال رجل ان الرجل یحب ان یکون ثوبه حسنا ونعله حسنة قال ان الله جمیل یحب الجمال الکبر بطرالحق و غمط الناس. [viii]

ژباړه : حضرت عبد الله بن مسعود رضی الله عنه روایت کوې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:جنت ته به هغه څوک ننه نوزې چې په زړه کې یې یوه ذره لويي وې . نو یوه سړې ورته وویل چې: یو سړی غواړي چې ښه کالي واغوندې او ښې څپلئ پښو کړي ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: الله تعالی ښکلی (پاک)دی . ښکلا(پاکي) خوښوي . کبر( یا لويي) له حقه سترګې پټول او خلک سپک ګڼل دي .

د بطرالحق په کلمه کې د (بطر) توري لفظي ماناخو له حقه سترګې پټول دي ،خو دا توری د پراخ مفهوم درلودو له کبله دکړو وړو له پلوه په لاندې ماناوو کي هم کاریږې :

ا- په تللو او کار کولو کې دتکبُّر او لويي کولو او د میانه روي له پولو څخه د وتلو په مانا هم راځې .

ب- دناڅاپي نعمت د ترلاسه کېدو په مهال بیا (بطر) په نوموړې نعمت کې د داسې ناوړه تصرف کولوپه مانا راځې چې ناشونی او دخلکو له خیال او فکر څخه لري وي .

ج- دتلپاتي نعمت پر مهال بیا (بطر) په نعمت کې دسرکشې ،اسراف او د نوموړې نعمت دسپک ګڼلو په مانا راځې .

د- له حق سره د مخامخ کېدا پر مهال بیا (بطر) له حقه دانکار ، دحق دسپکاوي او له حقه د سرکشې کولو او نه منلو په مانا راځې .

رـ د آسودګۍ پر مهال بیا (بطر) د افراط او له حده د وتلو په مانا کاریږې .

څنګه چې حق د خدای جل جلاله له لوري لوی نعمت دی. منل یې اړین ،احترام یې واجب ، اوشکر پرې ایستل ضروري دي . او بطرالحق بیا په سپکاوي سربېره له حقه انکاراو له منلو څخه د تکبُّر او لويي له امله انکار کول دي ،ځکه نو دا دکبر تر ټولو ناوړه صورت دی.

او د غمط الناس په کلمه کې د(غمط) توری  دحقیر ګڼلو، سپک شمېرلو او داحسان په بدل کې دشکر نه ایستلو په مانا راځي .او غمط الناس بیا دخلکو حقیر ،سپک او ذلیل ګڼلو، په خلکو باندې ملنډې وهلو، د خلکو دنیکي په بدل کې دشکر نه ایستلو، د چا په ښېګڼو باندي دهغوی دنه ستایلو، د چا په ادبي حقونو اوښو خویونو باندي اقرار نه کولوته ویل کیږې.

کبرجن تل ویریږي که څوک وستایم نو شوني ده چې خلک یې عزت  او درناوی وکړي او په دې ډول به د ټولنيز مقام له پلوه له هغه نه مخکي شي. له همدغې وېري څخه، نه يواځې دا چې د هغه د ښو خويونو ستاينه نکوي، کینه ،حسد اوحقد ورسره پيل کړي.

کبرجن له خپل ګومان سره سم په کبر کې دځان لپاره عزت ویني ،حال دا چې که نوموړی حق ته سر ټيټ کړي، لويي ،کینه ،کرکه ،حسد ،حقد او نور کدورات له زړه وباسې اوعاجزي غوره کړي ،نو په خلکو کې به يي عزت یو په سله ډېر شي .

تاسي خو لږ د صحابه کرامو او په ځانګړي ډول د حضرت عمر رضی الله عنه حالت ته ځیر شئ ، کله چې یې حق ته غاړه کېښوده ، عاجزې يې غوره کړه او ایمان یې راؤړ نو دکفراو لویي تر مهال یې ، داسلام او عاجزې پر مهال په عزت کې یوپه سله زیاتوالی راغی . هغه داسي چې ټول مسلمانان هغوي ته درناوی کول دخپل ایمان د بشپړتيا یوه اړینه برخه بولي .رضی الله عنهم ورضوا عنه .

۲ـ عن ابي هریرة رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم ثَلَاثَةٌ لایُکِّلِمُهُمُ اللهُ یَوْمَ الْقِیآمَةِ وَلآ یُزَکِّیْهِمْ وَلایَنْظُرُ اِلَیْهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ : شَیْخٌ زآنٍ ، وَمَلِکٌ کَذّآبٌ ، وَ عَائِلٌ مُتَکَبِّرٌ. [ix]

ژباړه: حضرت ابو هریرة رضی الله عنه وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې : دری داسې کسان دې چې الله تعالی به دقیامت په ورځ نه ورسره خبري کوي ، نه به یې تزکیه کوي ، نه به ورته د(رحمت) په سترګه ګوري او دوي ته دردناک عذاب دی :

 ۱- سپین ږیری زناکار
۲- دروغژن پاچا
 ۳- خوار کبرجن

له پورتنو مبارکو احادیثو څخه په ډاګه شوه چې مطلقاً پاک ګرځېدل ، پاک کالي او پایزار کارول د کبر نښه نه ده بلکې په یوه بل حدیث شریف کې پاکوالې ته نیمایي ایمان ویل شوی .

کبر دادی چې نوي کالي واغوندی یا بل کوم نوی شی پیدا کړي نو خلکو ته ځان پرې ښکاروې ، ځان غټ غټ کوې او نور خلک سپک او ذلیل ورته ښکاري . ځکه خو هم په دوهم حدیث شریف کې د خوار کبرجن یادونه شوي چې که یو انسان هېڅ هم ونلرې مګر دکبرجنو خوی او پېښې ورڅخه کیږي نو هغه کس ته به الله تعالی په آخرت کي درد ناک عذاب ورکوي .

 د کبرجن نښي نښانې :

که څه هم د کبر یا لويي نښې او ډولونه په خلکو کې دومره ډېر دي چې شمېرل يې ګران دې ، بله داچې دغه نښي په هرچا کې  د خوي ، وخت اوچاپېریال له پلوه مختلفې وي . خوموږ يې دبېلګې په توګه یو څو هغه نښې را اخلو چې په هغو کې نژدې ټول کبرجنان سره ګډ دې .

۱- کبرجن انسان په ځمکه باندې يه ناز اونخرو روان وې.

۲ـ تندی يې تل ګونځې ګونځې نیولی وي.

۳ـ له چا سره دغږېدو په مهال د سرپه اشارو خبرې کوې.

۴ـ دخپل ځان په اړه له مبالغې ډکې خبرې کو‎ې.

۵ـ دنورو دخبرو په منځ کې به ور لوېږې ، دچا خبرو ته به غوږنه نیسې.

۶ـ له نورو به يې دا تمه وې چي تل دې ده ته غوږ ونیسې او دده صفتونه دي بیانوې.

۷ـ چاته په سلام اچولو پېل نه کوې،ډېری مهال د بل سلام ته ځواب هم نه ورکوې.

۸ـ له شاوخوا ناستو کسانو بل خواته مخ اړوې.

۹ـ په مجلسو کې د مخې په صفونو کې دناستې هڅه کوې.

۱۰ـ له فقیرانو او اړو کسانو ځان  شا ته کوې.

۱۱ـ له نورو خپل درناوی غواړې، او دهغوی اړتیاوي نه پوره کوي.
۱۲ـ په ډېر فخر سره نوې کالې ،نو ي سامانونه، نوي تلفونونه اونوي موټران کاروي او هڅه کوي چې په دې کار سره خپلو سيالانو او تربورانو ته خار ورکړي.

۱۳ ـ کبرجن تل دا ګومان کوي چې دی پر خدای جل جلاله ګران دی او مینه ورسره کوي، ځکه نو ځان تر نورو لوړ او ښه ګڼې.

۱۴- د کبرجن پایڅې تل تر بېډیو ښکته وې.

۱۵ـ په غټو مجلسونو او دعزت په ځایونو کې نور سپکوې .

۱۶- خپله خبره ډيره معقوله او قاطعه ورته ښکاريږي او چې بل څوک د ده په خبره کې رايه ورکړي، هغه سپک کړي او اختلاف او مشاجره ورسره کوي.

۱۷- له چا سره د خبرو پر مهال په بازارۍ لهجه خبري کوي او خبرې او چلن يې پر متقابل احترام نه بلکې د مقابل لوري پر سپکه ولاړ وي.

۱۸- کبرجن سړی به تل تر ځان لوړو کسانو ته چاپلوسي کوي او تر ځان له ټيټو خلکو به د چاپلوسي غوښتنه کوي.

۱۹- کبرجن سړی به هيڅکله هم دا ونه وايي چې ده ته دغه شتمنۍ خدای ورکړيده او دا چې خدای جل جلاله يې ورڅخه غصب کولای هم شي، بلکې دی به تل دا ګومان کوي او وايي به چې دا خو ما د خپل عقل او مټو په زور ګټلې ده.

۲۰- کبرجن سړی به د تکبُّر او عُجب له امله تل د ما او زه کلمه کاروي، ما ورته داسې وويل، ما دا وکړل، ما هاغه وکړل، ته ما نه پيژنې؟ ته له ما نه يې خبر؟ زه به داسې وکړم، زه به هاغسې وکړم، تا لا زه نه يم پيژندلی، زه يې اوس درته ښيم چې زه څوک يم…… او داسې نور متکبِّرانه کلمات.

د کبراو لويي لاملونه :

خو اوس پوښتنه داده چې دلويي او تکبُّر لاملونه څه دې ؟ دې پوښتنې ته د ځواب په لړ کې علماوو ډېری شیان دلويي د لاملونو په توګه ذکر کړې خو لاندې څو خویونه يې بیا د تکبرد بنسټیزو لاملونو په بڼه په نښه کړې دې

  1. څنګه چې کبرجن انسان ځان په هرڅه پوه ، او له هرې خوا پوره بولي نو د لويي سبب يې کله دنیوې لامل وې لکه ښه حسب او نسب یانې غټ قوم او لویه کورنۍ ،کله دبچیانو او ملګرو زیاتوالی ، کله ښایست اوښه بدنې جوړښت ، کله شتمنې ،کله بدنې ځواک ، کله سیاسې یا ټولنيز نفوذ او داسې نور….

او کله بیا د لويې لامل دیني وې ، لکه یو څوک ځان ښه عالم ،زاهد ، متقي او پرهېزګاره بولي، او دا نور خلک ورته ناپوهان ،بې دینه او بد عمله ښکارې او په اړه يې دا ګومان وي چې دا خو ددین د بنسټونو په الف بې هم  نه پوهېږې نو پخپل علم او عبادت لويي او تکبُّر وکړې اونور ورته حقیران او ذلیل ښکارې.

2- ناپوهې او کم عقلي هم د کبر لاملونه دې:

ډېری مهال انسان له دې حقیقته غافل اوناخبره وې چې دا ټول نعمتونه او کمالات په اصل کې د یوه خداي ورکړه ده چې پر خپلو بندګانو يې پېرزو کړي ، اوزموږ ځانې هلې ځلې  پکې هېڅ رول  هم نه لوبوي . نو دهمدې ناخبرئ او غفلت له امله انسان د ټولو نعمتونو نسبت ځانته کوې او هر نعمت د خپلو مټو زور او دخپلو هلو ځلو لاس ته راوړنه بولې، نو پدې ډول دی په لویي اخته کیږې.

فکر دا کول په کار دې چې که الله تعالی چا ته د لويي اجازه ورکولای نو خپلو نبیانو ته به یې ورکړي وای، حال داچې الله تعالی خپل ټول پیغمبران دلويې پرېښودو او دعاجزې خپلولو ته رابللې دې .

      3- ځان ښودنه او له چا سره حسد کول او کرکه درلودل هم د لویې له اسبابو او لاملونو څخه ګڼل شوې دې.

      4- دهیچاپه وړاندي هم عاجزي نه کول. څنګه چې ځینې کبرجنان د هیچا په وړاندي هم له عاجزي کولو سره مینه نلرې ځکه نو ډېری مهال  دوي د الله تعالی له طاعته هم    سرغړونه کوي او دپالونکي څښتن دلوی ذات په وړاندې هم له سرکشې څخه کار اخلې ،اوامر يې نه منې له نواهیو يې ځان نه ژغوري پدې ډول دوي ځانونه د دوزخ کندې ته سپارې .

       5- په نورو باندې ځان لوړ ،غوره او ممتاز ګڼل: هغه کسان چې په ځانې لويي اخته وي له ټولنې هیله من وې چې ده ته په ځانګړې امتیاز قائله شي ، نو کله چې ټولنه ده   ته دغه حق ورنکړي ،نو دی له ټولنې سره کینه واخلي  اوپه پايله کې يې عجيب او غريب خندؤنکي کارونه ترې ترسره کيږي.

د دې ډول کبرجن مثال دهغې پيشو دی چې ځان یې ببر کړی وي ترڅو خپل مقابل ته ځان دزمرې په بڼه ور وښيې . اویایې هم مثال دهغه پسه دی چې دپړانګ پوست ور اغوستل شوی وي او يا هم لکه د اوبو ځګ چې په ښکاره ډېر څرګند یږې خو په حقیقت کي هیڅ شی هم نه وي.

دکبرجن په ذات یا عمل کې دشته نیمګړتیاؤ پټول: دځینو کبرجنانو بیا له کبره موخه دا وي چې له خلکو او ټولنې څخه خپلې نیمګړتیاوي پټي کړي . دی ګمان کوي چې په لويي کولو سره به دخلکو په وړاندي غټ ومنل شې ،دخلکو پام به په بله شې  اوپدې توګه به خلک  دده د ذات له پلټنې  راوګرځې اوپه کبرجن کې په شته نیمګړتیاؤ به نه خبریږي .حال داچې نن سبا خلک هوښیار دي. د کبرجن  له کړنو يې موخه ښه ور څرګندیږې ،په نیمګړتیاؤ یې ښه پوهیږې ،پدې توګه یې دلويي کولو په مهال لاس ته راوړی عزت په ذلت بدلیږې او دخلکو په وړاندي سپک او رسواشې .

د کبر یا لویي درملنه :

الله تعالی له مرګه پرته هېڅ داسې بدني ، روحاني ، رواني او قلبي ناروغۍ نه ده پیداکړي چې هغه دې درملنه ونه لري، داسې درملنه چې یاخو يې په کولو سره ناروغي له یوې څېلمې ختمه شي  او یا یې هم لږ تر لږه په تدریجې ډول راکمه کړي، چې بیایې دپرله پسې استعمال پر مټ بالآخره انسان روغ شې .نو کبر او لويي هم لکه چې مخکې مو وويل، یوه قلبي ناروغۍ ده چې درملنه یې شونې ده. انسان ته نه ښایي چې دیوې ګړئ لپاره هم د دې ناروغۍ له درملنې بې غوره شې، بلکې اړینه ده چې په درملنه کې یې هڅه وکړې او وخت ضایع نکړې.

کله چې انسان د د لویي د درملنې هوډ وکړي نو ده ته په کار ده چې د غفلت له خوبه  نور راويښ شي او خپل زړه د پښیمانئ په اوبو باندې پاک کړې . دابه له زړه څخه ددې رذیل خوی د ایستلو په لور لومړی ګام وي. پاتې شوه درملنه یې نو علماؤ يې په موخه دلاندې دوو چارو ترسره کول اړين او ضرورې ګڼلې دې :

۱- علمي درملنه :

د لویي علمي درملنه  داده چې کبرجن انسان دې لومړی پخپل ځان ،د لويي په مفاسدو، او دکبر په ناوړو او منفې اغېزو باندې ژور او هر اړخيز فکر وکړي.

لومړی دې پخپل ځان کې داسې فکر وکړې چې زه څومره عاجزه او فقیر انسان یم ،زه له یوې څومره ناپاکې نطفې چي د ټولو خلکو په آند نجسه ده ، زېږېدلی یم ،بیا ماشوم وم ، کمزوری او ناتوانه وم ، تر دې چې لوی او بالغ شوم بیا مې هم ځواک ، ځوانې ، روغتیا ، له ناروغیو او مصیبتونو خلاصون پخپل واک کې نه ول. آن تردې چې بوډا به شم بیا به کمزوری او ناتوانه ،عاجز به شم ، دبل دلاس به شم ، یو ګام به پخپله نشم پورته کولای، تر دې چې مړ به شم ، یوه مرداره مړزګه به شم ،چې له بد بویي به مې خپلوانو سپېږمې پټې کړې وې او قبر ته به مې ښکته کړې .

نو که زه ځان له لويي او کبره ونه ساتم نوله مهلکو اغېزو به یې هلته هم خوندې نه یم او په داسې ډول ډول عذابونو به اخته یم چې بیانول یې ناشوني دي .

۲- عملي درملنه :

نو کله چې انسان د علمي درملنې پر مهال د لویي ناوړه اغیزې په خپل ایمان او په برزخي ژوندکي پر خپل باندې د دردناکو عذابونو په بڼه متصوري کړې، مګر بیا يې هم د لويي اوکبر له ناولتیاڅخه خلاصی په برخه نه شو، نو اوس د ده لپاره دا اړینه ده  چې له دې بې کاره خویه د ځان خلاصولو په موخه په عملې ډګر کې هم چټک ګامونه پورته کړې  او هغه داسې چې:

ـ د لویي د ورکولو لپاره تر ټولو غوره لاره داده چې د نفساني غوښتنو په ضد دې عمل وشي. مانا داچې کله نفس وغواړي چې له یوچا سره لويي وکړه نو هلته دې دنفس حکم نه مني، لویي دې نه کوي ، بلکې دنفسي غوښتنې په مخالفت کې دې له نوموړې سره ښه عاجزي وکړي .

ـ دکبرجنانو لباس دې نه اغوندي ،دغه لباس زموږ په وخت کې عبارت دی  د پرتوګ غټي چتې او د کمیس له لنډ او تنګ جوړولو نه . د کبرجنانو خویونه دې نه کوي بلکې کالي دې هم د عاجزانو په څېر کړي او ژوند دې هم په ځان باندې لږ تنګ کړي . د خپل ژوند بڼه او سټايل دې ډير عادي کړي. له تبذير او اسرافه دې لاس واخلي، عادي خوراک، څښاک دې پيل او په خپل کور کې دې د عادي لوښو او توکو کارول پيل او دود کړي.

ـ له فقیرانو او عاجزانو سره دې ناسته ولاړه پېل کړي، دهغوي مجلسونو ته دې ورځې او له هغوی سره دې مرسته کوي .

ـ که یې چیرې يې د قوم مشري ته زړه کېده نو قوم دې تر ځان مخکې کړې .

­ـ که يې د چا خبرو ته غوږ نه نیود،او یا یې په نورو کسانو له باورکولو پرته پخپل سر له هغوی سره مرسته نه کوله ،  نو اوس دې د دې  کړو  وړو خلاف کار وکړي .

ـ که یې په چا باندې غټه ویل غوښتل ، یا د  چا سپکولو ته لېواله ، یایې هم د چا د حق خوړلو ته تلوسه شوه ، نو پدې مهال دې د خدای جل جلاله هغه عذابونه وریاد کړې کوم چې دکبرجنو او ظالمانو لپاره تیار شوېدې .

. فَادْخُلُوا أَبْوَابَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا فَلَبِسَ مَثْوَى الْمُتَكَبِّرِينَ . سورةالزمر

ژباړه : وبه ویل شې دوی ته ننه وځئ تاسې د جهنم  دروازو ته  تل به پکې یاست ،نو ډېر بد دی ځای د کبرجنو.

د کبر په درملنه کې تر ټولو مهمه برخه يې دا ده چې له حقاني علماؤ، مشايخو، مصلحينو او داعيونو په اصلاحي مجالسو کې دې ناسته پيل کړي. علماؤ ته دې تل د خپلو نفسي ناروغيو بيان کوي او له هغوي دې په دې برخه کې شرعي لارښوونې او دُعاګانې غواړي.
د نفساني ناروغيو د درملنې او دين ته د رجوع، انابت او تقرب الی الله تر ټولو اغيزمنه لاره نن سبا د دعوت او تبليغ هم ده چې انسان کولای شي له خپلې اسانتيا سره سم له هغوي سره څو شپې په سفر ووزي او د دين د مسايلو د زده کړي تر څنګ د خپل اخلاقي تربيت کار هم وکړي.
د تبليغي ډلو مرکزونه اوس الحمدلله د هيواد په هر ګوټ کې شته او هغوي د دعوت او اصلاح د کار لپاره بيلابيل پروګرامونه لري چې سړی کولای شي هلته مراجعه وکړي او پر تفصيلاتو ځان پوه او له خپلې اسانۍ سره سم له هغوي سره د ځان د اصلاح کار پيل کړي.
يوه بله ډيره اغيزمنه لاره يې دا ده چې سړی د حقاني علماؤ او مشايخو په مجلسونو کې په پرله پسې ډول کيني او دا وګوري چې له کوم شيخ او يا عالم سره يې ذهني همغږي او مناسبت ډير دی. هغه ته دې خپله خبره ورياده کړي چې زه غواړم چې له نفساني ناروغيو ځان خلاص کړم او بيا دې له هغه سره اصلاحي بيعت وکړي.
دا مشايخ او علماء د داسې خلکو د اصلاح لپاره بيلابيل اصلاحي کورسونه او پروګرامونه لري چې په کولو سره يې انسان تر ډېره حده له دغو مزمنو او خطرناکو ناروغيو خلاصيدلای شي.
د پنځه وخته لمانځه اداء کول او د قرآنکريم تلاوت خو داسې څه دي چې هر سړی يې کولای شي. د قرآن د نص له مخې لمونځ سړی له فحشاء او بدو کارونو نه چې يو يې هم تکبر دی راګرزوي.

دپالونکې خدای جل جلاله له لویه درباره مې د زړه له کومې دادعا ده چې الله تعالی دې لومړی ما ، بیا ټول مسلمانان نر او ښځي له هر ډول ښکاره ، پټو ، بدني ، قلبي ،روحي اونفسي ناروغیو څخه وساتي .او که څوک پرې اخته وي نو الله تعالی دې ژر تر ژره له دې ناروغیو څخه د خلاصون اسباب او لارې چارې  ور برابرې او ده ته دې خدای په همدې لارو دتلو توفیق ور کړې . الله تعالی دي موږ ټولو مسلمانانو وروڼو او خوندو ته په شرعي احکامو دژوند تېرولو توفیق راپه برخه کړي . آمین ثم آمین .

                                              پـــا ي



[i] سورة الاعراف آيت ۱۲۶

[ii] سورة النحل، آيتونه ۲۲-۲۳

[iii] سورة لقمان آيت ۱۸

[iv] سورةالقصص آيت ۸۳

[v] سورة الغافر آيت ۳۵

[vi] سورة الغافر آيت ۶۰

[vii] سورة الأسرأ آيتونه ۳۷-۳۸

[viii] مسلم – ترمذي

[ix] مسلم ـ نسايي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجيب الرحمان

په قلم مو برکت شه او فکر مو تاند او روان اوسه. مننه له ټولګڼې اړينې ليکنې او مالوماتو څخه مو. ژوند مو خوشاله تېرېږه.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x