شعـــــرونه

د اجل شېبه

عبدالمالک همت
وایي راغی و حضور ته د سلیمان
عزرائیل یو وخت په شکل د انسان

هلته ناست وو د هغه لومړی وزیر
عزرائیل ډیر ورته وکتل په ځیر

نو چي کله دا سړی بیا سو رخصت
وزیر و پوښتی د هغه اصلیت

سلیمان ورته ویل دا عزرائیل وو
را لېږلی زما مجلس ته رب جلیل وو

نو وزیر ځني خورا و بېرېدی
بس سلیمان ته سو هغه دم په زاری

چي ته امر وکړه باد ته سمدستي
څو ”بومان“ ته ما دستي ورسوي

باد هغه ګړی په امر د سلیمان
وزیر پورته کړ په لوری د آسمان

په زرو میله منزل یې ووهی
څو یې دی پر دې ټاپو ورکښته کړی

خو چي ده هلته صرف کښېښووی قدم
عزرائیل ورته پیدا سو هغه دم

سمدستي یې ځني واخیستی نفس
ورته وې ویل چي ژوند دي دی نور بس

عزرائیل چي کله بیا راغی ، سلیمان
د وزیر په باب کیسه کړله بیان

هغه وویل چي زه هم وم حیران
چی ددې د مړیني ځای خو دی ”بومان“

او دا اوس یې وخت د ژوند دی نور پوره
پاته ده دده د ژوند لږه شېبه

په رښتیا ماته عجب واېسېدل
ددې شخص لاهمدلته اوسېدل

خو هر ګوره دا دی موږ بیا ولیدل
چي تقدیر چي څه کول هغه وسول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x