
د پګواش مشر د زندانيانو پر اعدام خواشيني ښکاره کړه
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): د کاناډايي موسسې پګواش مشر پالو پلازمېنه کابل کې د تېرې یکشنبې ورځې د اعدام پېښه وغندله.
پاولو په کابل کې د افغان سولې د هڅو په لړ کې غواړي چې له بېلابېلو چارواکو سره خبرې وکړي.
نوموړي په څرخي پله کې د شپږو زندانيانو اعدام غندلی او دا يې د سولې په لاره کې خنډ ګڼلی دی.
پاولو له افغان چارواکو غوښتي چې د افغان سولې لپاره باید د اعدامونو لړۍ ودروي.
ولسمشر غني د احمد ضیا مسعود په غوښتنه د څرخي پله شپږ زندانیان تېره یکشنبه اعدام کړل او دا يې د وري میاشتې د یو دېرشمې نېټې د برید غچ بللی دی.
د پګواش مشر د سولې له عالي شورا او لوړ پوړو چارواکو غوښتي چې ولسمشر باید د سولې د هڅو لپاره نور اعدامونو ته پرې نه ښودل شي.
پګواش کاناډايي موسسه چې د سولې په هڅو کې يې څو کنفرانسونه دایر کړي دي، په دې وروستیو کې په کابل کې خپل دفتر پرانیستی، چې د دوی په خبره د افغان سولې لپاره به هڅه کوي.