شعـــــرونه

زرغون کیف: پيرمحمد کاروان

پيرمحمد کاروان

یو سړی دی ښايي مړ شي، د نغمو په بیابان کې
د سپوږمۍ په سپینه شپه کې، یا په لمر یا په باران کې

ښايي نیمه پېړۍ وروسته ، یې غزل بازار ته راشي
خوند و رنګ یې د اوبو او ، د ویلنيو ښار ته راشي

یو زړګی به تار په تار وي ، په رباب او په ستار کې
پټ به وي په زرغون کیف کې ، د بنګړو په شرنګهار کې

کوکوکو چې قمري وایي ، چې بلبل سر په فریاد شي
دا له ډېرو هېر سړی به ، ډېرو هېرو ته ور یاد شي

ښایستوکي به له ډېرو ، هغو خلکو ګیله من وي
چې یې زړونه وي ډبرې ، نه غمي وي نه مین وي

ددې ورک سړي په لټه ، ګوندې وي چې ټول را ټول شي
بیابان ته پسې راشي ، سرې جنډې جنډې غاټول شي

د غزل قافیې قافیې به ، سره او سپین زرغون مارغان شي
له نغمو نغمو نه ډک به ، تر آسمانه بیابان شي

د ښکلا شاهنشاهي به ، له بریدونو اخوا واوړي
مینه مینه به په لار کې ، په تا واوړي په ما واوړي

۷-حمل -۱۳۹۵

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x