ادبي لیکني

د شاعرۍ سادګي او پېچلتيا

اجمل ښکلی

هغوى چې له ادبياتو نه د واقعيتونو د ويلو تمه کوي، سادتوب ته په درنه سترګه ګوري. دا واقعيتونه که ټولنيز اړو دوړ وي، که عشقي تجربې.

په شاعرۍ کې عاطفه مقدمه ده. هغه سادتوب چې د عاطفې له راڼه اظهار سره مرسته وکړي، ښه ګڼل کېږي او هغه پېچلتيا چې عاطفه ووژني، بد.

پېچلتيا چې په شاعرۍ کې ورته ابهام وايي، د لوړ خيال زېږنده وي. په کومه شاعرۍ کې چې لوړ خيال وي، هلته د عاطفې کنټرول وينو. که احساسات ډېر کنټرول او زندۍ شي، د شعر عاطفي ارزښت ته زيان اوړي. د ښه خيال په توګه به زموږ تخيل ته مخاطب وي؛ خو عاطفه به مو راويښه نه کړي.

بريالۍ شاعري هغه ده، چې خيال او عاطفه پکې غاړه غړۍ وي او د يوه بل له ختمولو نه، پياوړي کولو سره مرسته وکړي. دا ډول شاعري ناوړه پېچلتيا نه لري او له نااړينې سادګۍ نه محفوظ وي.

که عاطفه پر خيال برلاسې شي، د شعر تخيلي اهميت کمېږي او دا ډول سادګي عيب ګڼو.
د عيبجنې سادګۍ د رامنځته کېدو دوه لامله نور هم دي:

که يو شاعر تکراري او مشترک مضامين تکرار کړي، په اسانه يې په خبره پوهېږو او نوښت پکې نه احساسوو. موږ د کلياتو په بڼه مخکې له مخکې په ذهن کې د خپلې شاعرۍ د تکراري مضامينو زېرمه لرو؛ نو چې له کوم ورته مضمون سره مخ شو، په اسانه پرې پوهېږو.

دا ډول سادګي دوه عيبه لري، يو دا چې موږ له خپلو فردي تجربو نه راګرځوي، چې په هنر کې اړينې دي او بل دا چې دا عموميت يا کليت مو د جزئياتو له ويلو نه ايساروي. وصال او بېتلون د شاعرۍ مشهور موتيف دى. عيبجنې سادګۍ ته په مايله شاعرۍ کې له بېلتانه نه شکايت او د وصال ارمان وينو. ښه شاعر دا موتيف ماتولى هم شي او سرچپه کولى هم؛ خو په دې کلياتو کې له شاعر نه ډېر جزئيات پټ دي. په وصال او بېلتانه کې دننه دومره ډېر جزئيات او فردي زاويې او فردي تجربې پټې دي، چې که شاعر ورته پام وکړي، نوې شاعري ترې راايستى شي.
کله چې موږ په يوه شعر کې له مشترکو مضامينو نه بغاوت او د کلياتو پر ځاى د جزئياتو بيان ووينو، پېچلتيا پکې احساسوو، ځکه له يوه نوي، نااشنا او ناعادي حالت سره مخ يو، چې مخکې يې موږ د شاعرۍ په لوست کې تجربه نه ده کړې.

د کلياتو بيان يو بل عيب هم لري او هغه دا چې د شعر د ليکلو پر وخت پر موږ داسې مسلط وي، چې موږ ترې په اسانه د وتو لار نه شو موندلى او چې کله يې په دام کې ونښلو؛ نو بيا د انځورنې پر ځاى بيان ته مخه کوو، ځکه زموږ په ذهن کې دا مشترک مضامين د بيان په بڼه راټول وي. انځور يا تصوير د ادبي ژبې مهم خصوصيت دى، چې په شاعرۍ کې پر يوه ذهني تصوير اوړي.

که په يوه شعر کې له بورا يا جام او شرابو سره مخ شو، په اسانه پرې د سادګۍ اطلاق کوو؛ خو که داسې يوه کلمه پکې ووينو، چې پخوا مو نه ده اورېدلې؛ نو څرنګه چې دا کلمه د شعر له مضمون سره اړيکه لري، دا شعر راته پېچلى ښکاري؛ خو دا پېچلتيا ګنې شعري پېچلتيا ده؟ نه ده، ځکه چې زموږ دا مساله د قاموس په کتلو حل کېداى شي.

موږ سادګي د کلمو په تجريدي مطالعه کې ګورو؛ خو دا خبره سمه نه ده، ځکه پېچلتيا هغه مضمون يا حالت دى، چې د کلمو له تړاوه پيدا کېږي.

په شعر کې موجودې کلمې له يو بل سره اړيکې لري. دا اړيکې که پر دوديز شاعرانه بنسټ ولاړې وي، شعر به ساده وي او په اسانه به پرې پوهېږو؛ خو که اړيکې زموږ د توقع پر خلاف نوې وي؛ بيا به پکې ابهام او پېچلتيا احساسوو. دا پېچلتيا چې د شيانو ترمنځ له نوي تړاوه پيدا شوې، د قاموس په کتو نه حلېږي، ځکه د دې نوې اړيکې په ايجاد سره د شيانو زړې او فرسوده اړيکې متزلزلې شوې؛ خو هغه متزلزلې اړيکې راته تراوسه پر دې نوې اړيکې باندې په پوهېدو کې مزاحمت کوي او دا مزاحمت ابهام زېږوي.

شاعري د کلمو نه، د هغوى د اړيکو جال او اظهار دى. که د بېلابېلو شيانو ترمنځ نوې اړيکې کشف کړو، شاعري به مو له نوښته برخمنه وي. موږ که اوس هم د يار د مخ او مهتاب ترمنځ اوړو رااوړو؛ نو کمال نه کوو؛ خو که د يار د مخ لپاره يو داسې سمبول پيدا کړو، چې يواځې زموږ وي؛ نو مطلب دا شو، چې د عاطفې او خيال د نوي کولو هڅه کوو او لوستونکي ته د يار د مخ له پټ اړخ نه پرده پورته کوو او په اړه يې نوى تاثر ورکول غواړو يا نوې خبره کول غواړو. لومړى نوښت هغه شاعر کړى، چې هېنداره يې د يار د مخ لپاره وکاروله؛ خو وروسته چې هر چا وکاروله، پر شاعرۍ باندې يې رانه پوهاوي ډېر وخت وانخيست او نه مو پکې د ژوند سا احساس کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x