د دوبۍ د واکمن لور، خپل پلار ته: پلاره متاسفانه چې زمونږ پیسې د مصری ولس د وينو تویولو لامل ګرځېدلي دي.
مصر کې عام وژنې ته په اشاره، د دوبۍ د واکمن او د وزیرانو د شورا مشر لور شيخه مهره په خپله فیسبوک پاڼه کې په خپل پلار غږ کړی دی، چې: پلاره ډېر د تاسف ځای دی چې همدا زمونږ پيسې د مصری ولس د وژلو لامل دي.
د یادونې وړ ده، چې متحده عربي اماراتو هم د سعودي عربستان په څېر له پیله د مصر د عسکری کودتا ننګه او مرسته اعلان کړې ده، همدارنګه یې د تېرو خونړيو پیښو په ترڅ کې یې د دمصر د مسلمان ولس د اعتراض کوونکو مظاهره چيانو په وړاندې د د وحشیانه کړنو ملاتړ هم وکړ.
معراج الدين