شعـــــرونه

د اباسين غږ: سميع الله تړون

سميع الله تړون

پلاره منم چې ملا دې ماته شوه د غم له زوره
پلاره منم چې بې له ما نه به نيمګړی ښکارې
پلارجانه ډېرې زورورې څپې غېږ درکړې
پلارجانه وينم دې ستومانه يي او ستړی ښکارې
پلارجانه خلک دې ژوندی ګڼي خو نه پوهيږي
پلارجانه زه چې درته ګورمه نو مړی ښکارې

مورې منم چې ټوله شپه به مې تصوير ته ګورې
خو دا تصوير به درته سترګې غړوي او که نه ؟
مورې په خوب کې به درځم تاته به غېږ درکوم
خو زما غېږ به دې غمونه سړوي او که نه ؟
ماته د خلکو د احساس خبرې وکړه مورې
زما کيسه يي بې تپوسه ژړوي او که نه ؟

مورې زما په ټولو خويندو مې سلام وايه
بې وروره خويندې دي ګيله يي زړه کې ډیره کيږي
ته ورته ووايه ژړا دې راپسې نه کوي
ما ډیر ژړلي له ژړا څخه مې ويره کيږي
مورې که مړ اومه وجود مې چاته ونه ښايي
مورې وارونه مې وجود باندې بې شمېره کيږي

په نيمه شپه مو کور کې نهه جمع دوه کړيکې وي
تر هديرې پورې يولس اوازونه راځي
روح مې د خلکو د روحونو نه پوښتنه کوي
د انتقام ورته بې شميره ځوابونه راځي
نو مظلومان چې چرته کر د تړمو اوښکو وکړي
نو خامخا په ظالمانو غذابونه راځي

مورې زما د کتابونو بکسه ډډې ته کړه
په پرهرونو به دې مالګې دوړوي مورجانې
مورې زما ويډیو که درشي ته يي ونه ګورې
دا ظالمان مې بې رقمه کړوي مورجانې
مورجانې تا به مې لاسونه په زيتون غوړول
دوی مې لاسونه په سرو وينو غوړوي مورجانې

يوه ظالم سړي مې لاس باندې چاړه ايښې وه
له وېرې نه وو له غوصې مې رپيده لاسونه
په دې خوشاله اوم چې غل نه اوم قاتل نه اومه
الله ګواه دی بې ګناه مې غوڅيده لاسونه
پلاره د مور د غېږې خوب پسې مې سترګو ژړل
زه به شوګير اومه زما به خوږېده لاسونه

مورجانې وګوره ظالم مې په څپېړو وهي
مورجانې وګوره خندا نه ورته شين يمه زه
پلارجانه ومې بښه حق دې راته پاتې نه شي
پلارجانه وژني مې ډاډه په دې يقين يمه زه
زما څپې به ظالمانو ته غوپې ورکوي
خويندو خفه نه شئ سرشاره اباسين يمه زه

سمیع الله تړون ـ اسداباد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x