شعـــــرونه

منصور یې بیا تر هسکه داره پورې ورساوو

 

نصیب رحماني

هغې خوږې هیلې تر یاره پورې ورساوو
منصور یې بیا ترهسکه داره پورې ورساوو

اوس قضاوت وکړه ابلیس ته مشهوره ورکوه
پاته مجهز یې تر ګوزاره پورې ورساوو

ماته یې غم نشته هغه د دار په سر مسکي وو
ستا کړاونو تر باداره پورې ورساوو

احد،احد ناري وهي بلال په شګو کې چې
دغه پیغام یې تر قهاره پورې ورساوو

تاته اغزي ماته ګلاب د ګلابونو غوندې
تاکړل خزان ماتر مالیاره پورې ورساوو

پاته وصیت به رحماني په کومو تورو لیکم
د مینې لیک یې تر غداره پورې ورساوو.
ــــــــــ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x