شعـــــرونه

غزل: نور احمد صديقي

 

نوراحمد صدیقي

مونږ داسې مینه مینه پالو تر داره ورځو

مونږ چې ربه! ستا دیدار غواړو تر داره ورځو

په دې لار کې په خندا خندا تر داره درومو

اسلام، قرآن زنده باد یو تر داره ورځو

دا چې لوږه، زندانونه مو په سر اخیستي

پاکه لار د محمد ص څارو تر داره ورځو

دار ته ګورو، دار ته خیژو مونږه داسې ځواک یو

دین په لارکې ژاړو نه، خاندو تر داره ورځو

ویل: صدیقي! د شهیدو زنداني ملګرو

انتقام یې له دوښمن اخلو تر داره ورځو

۱۳۹۵-۲-۲۰

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x