ښکليه څومره بختور ئې چې ګوهر دې کليوال دے

دغه هم هغه تېر کال دے

د ماضي پۀ شانې حال دے

زما خپلې مټې تورې

زما خپله سينه ډال دے

دلته چاته زړګے سپک کړم

دلته څوک زما همخيال دے

ﻻ ئې زۀ د ځواب نۀ يم

ستا لېمو کښې چې کوم سوال دے

د خوشال بچے خفه دے

د مغل بچے خوشال دے

که ثبوت غواړې د مينې

لوند پۀ اوښکو مې رومال دے

راته اور دے بې دتانه

که ورغړ دے که شوال دے

ښکليه څومره بختور ئې

چې ګوهر دې کليوال دے

ګوهر وزیر



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.