مصر - په وینو او لمبو کي

کابل کي دمصري ولس د قتل عام په ضد لاریون تر سره شو

نن ټکی آسیا: په کابل کي نن د مختلفو ټولنو، سیاسي او بشري ډلو له لوري د جمعې د لمانځه وروسته د مصري ولس د قتل عام په ضد لاریون تر سره شو، چي په کښي د مصر د شهیدانو ته دعاګاني وشولې، او د فوځ په ضد شعارونه ورکړل شول.
په لاريون کي شرکت کونکو د نړیوالي ټولني څخه غوښتنه وکړه چي نور چپه خوله نه کښيني، او لکه د نصرانیانو او یهودانو په قتل چي اواز پورته کوي، همداسي د مسلمانانو په قتل عام هم اواز پورته کړي، او د قاتلینو مخه ونیسي.
په مظاهرو کي د ترکیا د هڅو او کلک سیاسي موقف څخه تایید اعلان شو، او په زیات شمېر هغه شعار چي د ترکیا په هیواد کي د رابعه العدویه په یاد کي جوړ شوی، د مظاهره کونکو له لوري پورته کړه شو.

باید وویل شي چي د رواني میاشتي اګست په ۱۴ او ۱۶ نیټه باندي د مصر فوځ پر هغو زرګونو مظاهره چیانو وسلوال برید وکړ چي په مصر کي د فوځ له خوا د انقلاب په ضد د قاهره په میدانونو کي را ټول شوي وه، او د لیري کړه شوي مصري ولس مشر دکتور مرسي شرعي حق یې غوښت، د مصر دفوځ او پولیسو په برید کي په زرګونه انسانان قتل او ټپيان شول، او هم ورسره زیات شمېر سیاسي مخالفین او د اخوان المسلمین د ډلي مشران ونیول شول. چي له کبله یې په نړیواله سطحه د مصر د اوسنیو واکمنو په ضد کرکه او نفرت را پورته سو.

misr1

misr1

misr1

 

misr1

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx