tags

په فیس بوک کی د ټیګ کارول

نن صبا چي څوک انټرنیټ ته لاس رسی لري، هغه به خاماخا د فیس بوک د نامه سره بلد وي، او په یو محتاطه اندازه ویل کیدای سي چي د انټرنیټ مشترکین یا مستخدمینو څخه تر ۹۰ سلنه زیات به فیس بوک او یا ټویټر کي اکاونټونه هم لري.
خصوصا افغانستان کي خو شاید سل په سل کي د انټرنیټ مستخدمین په فیس بوک کي اکاونټونه ولري، او یا علی الاقل تر پنځه نوي سلنه به زیات وي.

لکه څرنګه چي په فیس بوک کي ورځ په ورځ د مشترکین شمېر زیاتیږي، همداسي په فیس بوک کي نوي نوي اپشنونه او اختیارات ورسره اضافه کیږي، چي په هغو یو اپشن همدا د ټیګ دی، چي زمونږ دنن موضوع ده.

ټیګ یا هاش ټیګ مخکي ټویټر کي ډیر استعمالیدی، او تقریبا د ټویټر د لویو ځانګړتیاو څخه همدا هاش ټیګ وو، چي له کبله یې ټویټر د فیس بوک سره ډیر امتیاز درلود، او دا خاصیت بیا فیس بوک کی تر ډیره نه وو، خو اوس یې فیس ته هم لاره پيدا کړې.

ټیګ په انټرنیټ یا اجتماعي پاڼو کي اکثره ددې لپاره کاریږي چي یو قسم لیکني، یا یوه موضوع باندي لیکني یو ځای سره ارشیف کړي، او که څوک مثلا هغه ټیګ باندي کلیک وکړي، یایې په پلټنه (سیرچ) کي ولیکي نو هر چا که هر ځای په هغه ټیګ باندي لیکنه کړې وي، نو هغه به ورته ښکاري، طبعا د همدې پاڼي په حدودو کي.

ټیګ داسي جوړیږی چي تر هر توري دمخه د هاش (#) علامه ولیکې، چي په پښتنو کي اکثره ورته د ځینې علامه ویل کیږي، مثلا که مونږ غواړو پښتو لفظ باندي ټیګ جوړوو، نو داسي به یی لیکو (#پښتو) بغیر د برکیټو نه..ځینه، بیا توری.. او همداسي که د #شعر، #غزل، #لنډۍ .. ددې ټولو تر مخه که د ځینې علامه ورکړه سي، دا توري به په ټیګ باندي بدل سي، او بیا که مثلا جلال امر خیل یو غزل شریکه کړي، او هغه باندي د غزل ټیګ ولګوي، او بل چیري که کوم بل ځوان لکه مشفق حریت مل، احسان الهام، حماد او داسي نور ملګري خپل په اکاونټ یا پاڼه کی په همدې غزل ټیګ باندي خپله غزل شریکه کړي،  نو د دواړو غزلي به یو ځای ښکاري، او بیا که مونږ د #غزل په هاش ټاګ باندي کلیک وکړو، نو د جلال امر خیل، حریت مل، الهام ، حماد او نورو شاعرانو ټیګ شوي غزلي به یو ځای راته ښکاري.

که څه هم دا ټیګ سیسټم په نورو اکثرو ژبو کي ډیر فعاله دی، خو لا یی تر اوسه افغانان خصوصا پښتانه نه استخداموي. که یی استخدام کړي، نو ډیره ګټه به ولري، او د پښتو لیکنو په ارشیف کولو کي به هم ډیره مرسته وکړي.

په نورو ژبو کي نن صبا اکثره رسنۍ یا تنظیمونه د هاش ټیګ په ذریعې لوی لوی کمپاینونه چلوي، مثلا هغوی خپل د ویب سایټونو، راډیوګانو او تلویزونونو له لاري اعلان وکړي، چي که تاسو په دې موضوع کي اشتراک کول غواړی، نو هیڅ ضرورت دې ته نه لرئ، چي زمونږ پاڼه پيدا کړئ، بیا هغه لایک کړئ، او بیا خپل نظر ولیکئ، بلکي ددې ټولو نه علاوه تاسو کولای سئ چي مطلقا خپل فیس بوک کی زمونږ ټیګ ولیکئ او بیا خپل نظر ولیکئ، او په دې سره به ستاسو نظر مونږ ته ورسیږي. او تاسو به هم په یو بحث یا پروګرام کي اشتراک کړی وي.

د تجربې لپاره که هر څوک فیس بوک اکاونټ لري، او اوس ورته خلاص وي، هغه دي لوړ په سیرچ کي دا توري ولیکي: #اسلام یا مثلا #afghanistan

او که څوک ټویټر کي هم اکاونټ لري، نو هلته هم د یو موضوع په اړه د پلټني لپاره تر دې غوره لار نسته، که غواړې د افغانستان وروستي حالات او د خلګو نظریات ځانته مالوم کړي، نو هاش ټیګ افغانستان ولیکه.. چي څومره خلګو دغه ټیګ استخدام کړی وي، هغه به ټول درته ښکاره سي.

مننه

احسان

د نن ټکی آسیا بحث فورمونه

http://www.nunn.asia/forum/showthread.php/2487

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
fareedullah Rohi
میلمه

How to Block Tag option in Facebook