ټولنیزه برخه

ولې خلاق او مبتکر خلګ زر ويده کيږي؟‎

ژباړه: محبوبه اکبر

ستاسو خوب وخت ته يوازې دوه ساعته پاته دي؟ او تاسې لا بوخت ياست؟ نو څه کوي؟ پاتې کيږي ترڅو کارونه مو خلاص شي او که همداسې په نيمايي يې پرېږدي او ويده کيږئ؟

هافينګټون په يوه خپرونه کې ليکي چط د شپې د يو څو ساعتونو د خوب وخت ضايع کول د بلې ورځې له پاره بدې پېښې لري چې ددې خبرې له پاره اوه دليلونه داسې وړاندې کړي ولې خلاق او مبتکر خلګ زر ويده کيږي؟

  • د ستړيا په وخت کې نه شو کولی نوي مطالب ذهن ته وسپارو: د خوب ميزان او کيفيت د زده کړې په ډګر کې ډېر مهم رول لري. د خوب د اختلالات د حافظې تمرکز، توجه او نور فعاليتونه ګډوده کوي، او دا په دې مانا چې شخص دې ته محبوره کيږي چې يو کار څو ځلې او يا مکررو خطاوې سره ترسره کړي.
  • ستړيا انسان بدخلق کوي:څېړنې ښيي چې بې خوبی د بې حوصله ګي او د اخلاق د تغيير باعث ګرځي او کولی شي د يوې اوږدې مودې له پاره شخص د روحي د روحي او رواني ستونزو سره لکه اظطراب، اندېښنه، او افسرده ګي سره مخ کوي.
  • بې خوبی د سم قضاوت کول او د پريکړې کولو وړتيا مو کمزوری کوي:
    ‎بې خوبی دا احساس د يو شخص څخه کموي د (خواب) يوه خپرندويه ټولنه په ۲۰۰۷ کال کې يوه څېړنيزه ليکنه خپره کړه چې دا تجربه پر ۷۰۰ کسانو باندې ترسره کړې وه کوم چې د بې خوبی څخه سرټکول.
  • بې خوبی د ټکرونو احتمتل هم زياتوي: د هاروارډ يو ښونځي هم داسې څېړنې ترسره کړې ده چې په کال کې د ۲۴۷زره ټکرونو اصلي لامل بې خوبی ده.
  • بې خوبی دانسان روغ بدن د ژورو زيانونو سره مخ کوي: بې خوبی د روغتيا د ستونزو اصلي سرچينه ده، د بېلګې په توګه قلبي اختلالات، له حد نه وتلې چاغښت او د ويني فشار، سکته او د شکر ناروغی. بې خوبی همدارنګه د بدن دفاعي سيسټم کمزوري کوي او انسان د ناروغيو په وړاندې سم مقاومت نه شی کولی.
  • د خوب کموالی د بدن فعاليتونه کموي: څېړنې ښيئ چې د خوب کموالی که څه هم يوازې د يو څو ساعتونو له پاره وي خو بياهم شخص د ورځنۍ منفي مسايلو په وړاندې د کمزورتيا احساس لري.
  • ستړيا د استرس د اداره کولو توان او يا قدرت له منځه وړي: بې خوبی روحی استحکام له منځه وړي او د انسان قدرت د ژوند د ځينې استرس لرونکي پېښې په وړاندې فلج کوي.
    هافينګټون پوسټ ليکي: که غواړي چې بدن او اعصاب مو په حداکثر ظرفيت سره فعاليت وکړي نو بايد په يوه شپه او ورځ کې اته ساعته خوب ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x