افغانستان

نیویارک ټایمز: د هلمند پر مرکز د طالبانو کړۍ ورو – ورو تنګېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): نيويارک ټایمز د هلمند ولایت د وضعیت په اړه په تازه راپور کې ويلې چې د دې ولایت مرکز سقوط ته نږدې دی.

د سرچینې په وینا طالبانو د مرکز لښکرګاه ځینې برخې نیولې او لا هم پر دولتي ساحه کړۍ ورځ پر ورځ تنګېږي.

يادې ورځپاڼې د یو چارواکي له خولې لیکلي چې که مرکزي حکومت د دې ولایت وضعیت ته پام ونه کړي ښايي سقوط شي.

نیویارک ټایمز د نمونې په توګه د طالبانو د تېرې ورځې جګړه یاده کړې چې د امنیتي ځواکونو پوستې يې نیولې او د ورځپاڼې په قول پکې يې ۱۵ عسکر وژلي دي.

په ملي شورا کې د هلمند د خلکو استازیو هم د هلمند وضعیت خطر ناک بللی خو نه يې دي ويلي چې په دې ولایت کې د جګړې د عمومي مشر عبدالجبار قهرمان پرمختګونه کوم دي.

جبار قهرمان چې د ډاکټر نجیب په وخت کې د مجاهدینو پر وړاندې د جګړې د بریاوو دعوې کوي، هلمند کې له نږدې څلورو میاشتو راهیسې د جګړې عمومي مسوولیت پر غاړه لري.

هغه څه موده وړاندې ويلي و، چې جګړه يې له وسه تېره ده او هڅه کوي له طالبانو سره د خبرو له لارې وړاندې لاړ شي، د ده په خبره د دې ولایت نږدې اتیا سلنه طالبانو خبرو ته تیاری ښوودلی، خو وسله والو طالبانو يې د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x