افغانستان

طالبانو د غزني مرکز کې پوسته له منځه وړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): وسله وال طالبان وايي چې د غزني په مرکز کې يې د پولیسو پوسته له منځه وړې او ۱۰ تنو عسکرو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې تېره شپه يې د غزني په مرکز کې د روضي په سیمه کې د پولیسو پر پوسته بريد وکړ ۷ تنه يې پکې ووژل او درې نور يې ټپیان کړل.

د دوی په خبره پوسته يې بشپړه له منځه وړې او ګڼ مهمات يې هم له ځان سره وړي دي.

خبرپاڼه کاږي: «دغه راز ۲۷ پیره د راکیټ، ۱ صندوق د اګایز ، ۲۰۰۰ زره د پیکاماشیندار او کلاشینکوف مرمۍ او یو شمیر نور نظامي توکي په غنیمت ونیول شول.»

په دې جګړه کې طالبانو د خپل یو ملګري وژل کېدل او دریو نورو ژوبلېدل منلي دي.

د غزني امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو نن سهار مهال هم طالبانو د غزني امنیه قومندانۍ ته څېرمه یو پولیس په نښه او په تېښته بريالي شول.

ياده دې وي د غزني په مقر کې هم طالبانو د ځای پر ځای کړي ماین په وسیله د یادې ولسوالۍ د اربکیانو عمومي قومندان له دوو ساتونکو سره وژلی.

روضه چې د غزني ښار شمال ختیځ اړخ کې پرته سیمه ده، پر نورو امنیتي پوستو سربېره پکې د زنخان ولسوالۍ هم په یوه پوسته کې مېشته ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x