
انټرنیټ کې یوه دقیقه کې څه کیږي؟
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): کیدی شي دغه راپور لوستل ستاسې له یوې دقیقې څخه زیات وخت ونیسي خو ایا پوهیږئ چې دومره لږه موده کې د انټرنیټ په نړۍ کې څه څه کارونه کیږي؟
کیدی شي باور ونکړئ خو یوازې په یوې دقیقې کې په میلیونونه کاروونکي انټرنیټ دومره له معلوماتو ډکوي چې که چیرې نړۍ ته ورته شکل په نظر کې ونیول شي نو د پښه ایښودلو ځای به په کې پاتې نشي.
د انګلستان ورځپاڼې تیلیګراف د راپور پر بنسټ یوازې یوه دقیقه کې پر یوټیوب ۲۷ لکه ۸۰ زره ویډیوګانې کتل کیږي او ۳۰۰ ساعتونو ویډیو یوټیوب ته پورته کیږي په داسې حال کې چې پر ګوګل ۲۴ لکه لټون ترسره کیږي.
د انسټاګرام (Instagram) کاروونکي یو لک او څلورویشت زره څخه زیات تصویرونه او ویډیوګانې خپروي په داسې حال کې چې د ګوګل په پلې سټور (Google Play Store) کې ۴۷۰۰۰ اپلکیشنونه له ستونزو سره مخ کیږي.
همداراز په فیسبوک کې دوه لکه ۹۳ زره اسټیټسونه اپډیټ کیږي او یو لک ۳۶ زره تصویرونه انټرنیټ ته پورته کیږي، بلې خواته د ۳۰۰۰۰ کسانو پر لیکه اکاونټونه هک کیږي.
۲۴ میلیونه ایمیلونه استول کیږي، پر سکایپ له ۱ لک ۴ زره څخه زیاتې اړیکې، پنځه لکه ۴۷ زره څخه زیات ټویټ او له ۱۰ لکو څخه زیات واین لوپس ترسره کیږي.