نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (نهمه برخه)

  د استخباراتو په ۹۰جهنمي ریاست  کې د هر بندي ستره او لویه هیله دا وي چې کله به له دغه دوزخ !!! نه وزي،  په لومړي سر کې خو چې هر کس راولي د هغه پوره باور وي چې له دې ځای نه بیا وتل نشته، که وي نو یوازې قبر ته د تګ لپاره به وي او بس! خو کله چې یو څو ورځې تېرې کړي لږ لږ یې هیلې را ژوندۍ شي چې یره له دې ځای هم وتل شته! که څه همم چې زه په لومړي سر کې پوه شوم چې له دې ځای نه وتل شته، او هغه داسې چې کله یې ریاست ۹۰ ته راوستم لاسونه خو مې هسې تړلي وو، په سر یې لویه توره کڅوړه را واغوسته، یو څو سرسري پوښتنې یې رانه وکړې، نوم دې څه دی، د پلار نوم دې، ځای دې، څومره درس دې ویلي…، ما ویل کېدای شي نور مې خوشی کړي، که ګورم د مخکې تګ یې راته وویل،

د جیب سامان لکه موبایل، تذکره، پیسې او نور کاغذ ماغذ مې چې په جیب کې  وو هغه یې رانه واخیستل!  چپلکې یې هم را نه وایستې نور یې د مخکې تګ را ته وویل، دلته زه پوه شوم چې سړیه شا ته تګ خو نشته، کیسه د مخکې تګ ده، نو مې هغه کس ته چې پوښتنې یې را نه وکړي وویل: بسیار مې بخشید! اگر  اجازه بدهید که یک بار به خانه زنګ بزنم، چونکه هېچ کس خبر ندارد که من در کجا هستم، اگر برشان زنگ نه زنم همه در تشویش مي شوند که من در کجا هستم، و با کدام مشکل روبرو گرديدم!
هغه کس راته وویل: که به کس زنگ بزنی، از اینجا که در اینجا امکان ندارد !به کسی زنگ بزنی  بیرون شدی باز میتوانی
زه پوه شوم چې ځه له دې ځای نه خو وتل شته، خو چې کله به وي، و الله اعلم.
 په کومه ورځ به یې چې له ریاست ۹۰ نه بندیان ایستل نو معمولا به د ماسپښین له لمانځه وروسته، یو کس راغی لیست به ور سره و، په خونو به تاوېدو د یو یو بندي نوم به یې اخیست ، ور پسې به بل کس و هغه به دروازه خلاصه کړه همغه چې نوم یې اخیستل شوی و هغه کس به یې وایست، نور به یې دروازه بیرته بنده کړه!
 د چا به چې نوم واخیستل شو له خوشحالۍ به په جامو کې نه ځاییدو، که څه هم چې هېڅوک نه پوهېدل چې له دې ځای نه یې چېرته بیايي؟ خو دا چې له دې ځای نه ووزي دا یې ستر آرمان وو، په دې هکله چا فکر نه کولو چې بیا به مې چېرته بیايي؟  
یوه ورځ مو چې د غرمې ډوډۍ وخوړه مونځ مو لا نه و کړی چې د نومونه اخیستل پیل شول، ټول څک شوو چې زمونږ په خونه کې به د چا نوم اخلي؟! که ګورو زمونږ د خونې دروازې ته یو کس ودرید د یو ملګري نوم یې واخیست، نور بیرته لاړ، نوموړی ملګری دومره خوشحاله شول چې په جامو کې نه ځاییدو!  هغه کس یې وایست، که ګورم لږ وروسته بیا راغی زما نوم یې واخیست! هغه وه خوشحالي! زه یې هم را وایستم!!
 د هغه لوی دهلیز له پنجرو یې چې را وایستم که ګورم نور هم ګڼ کسان په داسې حالت کې ولاړ دي چې مخونه یې دیوال ته اړولي، ټول لګیا دي په رڼه میدان د ګوانتانامو زيړې جامې وباسي  او خپلې اغوندي! هغه چا چې اغوستې دي هغوی هم مخونه دیوال ته اړولي، او کوم یې چې اغوندي دهغوی هم مخونه دیوال ته دي، هېچا اجازه نه درلوده چې مخ له دیوال نه بلې خوا ته واړوي، د کاغذي خلتو کړپ وکړوپ و، له همدې کړپ وکړوپ نه به نور بندیان پوهېدل چې یا یې څوک وایستل او یا یې راوستل!
 ما ته یې هم خپلې جامې را کړې او همدلته ځای په ځای د اغوستلو او دیوال ته د مخ اړولو یې را ته وویل، حیران شوم چې اوس به څه کوم، کم تر کمه چې یو څه د پردې ځای خو وای! خو بیا مې چې یو او بل څنګ ته نور کسان ولیدل ټول لګیا وو یو او بل ته چا نه کتل، هر څوک په خپل کار اخته وو، ما ته هغه د قیامت د ورځې حالت را په یاد شو، په حدیث شریف کې را ځي چې یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه و فرمایل چې د قیامت په ورځ به ټول خلک لپ لغړ وي، حضرت بي بي عایشې رضی الله عنها پوښتنه وکړه چې نارینه او ښځينه به یو او بل ته نه سره ګوري؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې په هغه ورځ به داسې یو حالت وي چې دا به د چا په فکر کې نه راځي چې بل ته وګوري هر څوک به د خپل ځان غم کوي!
ما ویل دا چې دلته اوس په زندان کې داسې یو کیفیت دی، د قیامت په ورځ به یقینا چې همداسې وي لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې فرمایلي دي!
 په حقیقت کې ظالمانو دا کار له ډېر کبر او دخپلو بادرانو د تقلید له وجې کولو، ځکه امریکایان او نور غربیان شرم او حیا ته هېڅ کوم ارزښت نه ور کوي، بلکې شرم او حیا اصلا نه پېژني، دوی هم دهمغوی په څېر وو، که نه، افغان خو د خپل کلتور او ثقافت له مخې که هر څو بې شرمه او بې حیا  شي بیا هم یو څه شرم او حیا لري، خو په دوی کې افغانیت ختم وو!
کله چې ټولو جامې واغوستې، یو یو یې سره کتار کړلو، نور یې په زینو کې مخ پورته روان کړو، ایله په ایله یې له ډېر وخت وروسته له هغه خامې شنې دروازې نه وایستلو په کومه یې چې د ننه راوستلي وو! هلته بهر یې بیا ټول ودرول، خورا زیات بوټان او چپلکې پرتې وې، هر چا خپل خپل پکې کتل، د چا ورک شوي وو، ما خپل پیدا کړل، زولنې او کڅوړې یې راوړې، دوه کسان دوه یې څنګ په څنګ سره ودرول، د یو ښی لاس او دبل کيڼ لاس یې سره ولچک کړل، هر یو ته یې بیا توره کڅوړه ور په سر کړه، نور یې دوه دوه کسان روان کړل، لږ مخکې فلاینکوچ ډوله کوچنی موټر ولاړ و، د شاه ډاله یې خلاصه وه، که څه هم چې کڅوړې خو د ټولو په سر وې، خو بیا هم ډېر التزام نه و، ځکه دوی هم په برو بیا کې اخوا دیخوا سره ځغاستل! که چا غوښتی کولی یې شوای چې کڅوړه په هغه نا تړل شوي لاس لږ پورته کړي او لږ اخوا دیخوا وګوري، نور څه نه ښکارېدل چارچاپیر دیوالونه وو!
موټر ته یې وخېژولو، چوکۍ نه وې پکې همداسې د موټر په غولې ټول څنګ په څنګ سره کېناستو، په مخکې سېټ کې یو موټروان دوه نور کسان سره کېناستل، غږ یې وکړ چې خبرې به نه کوئ، مخونه به نه لوڅوئ! نور موټر کرار کرار روان شو، په لوړ آواز یې د ساز کیسټ مخکې له مخکې چالانه کړې وه!
  موټر به ایله درې څلور دقیقې تللی وو چې ویې درولو، ډاله یې پورته کړه،  دوه دوه کسه چې سره تړل شوي وو راښکته یې کړو، همدلته لنډ یو متوسط تعمیر و، کتار یې د هغې دروازې ته ور روان کړو، هلته د تعمیر د ننه بل کس ولاړ و، هغه به کڅوړې او زولنې خلاصولې، لوی صالون وو، د صالون په منځ کې یې پنجرې لګولې وې، ټول ملګري یې تر پنجرو اخوا ور د ننه کړل، نور یې پنجره را پسې قلپ کړه، هغه کوم کس چې له مونږ سره راغلی وو، هغه خپلې کڅوړې او زولنې ور سره واخیستې او بیرته په همغه موټر کې چې مونږ یې پکې راوستو لاړو.
 لومړی مونږ فکر کولو چې نور نو مو خوشي کوي، خو کله یې چې دلته راوستو، بیا په تشویش کې شوو چې دا خو یې لکه چې بل ځای ته راوستو، بیا فکر را سره پیدا شو چې ځه له دې ځای نه به مو خوشي کوي، دا چې په ملګرو کې ځینو د ماسپښین لمونځ نه وو کړی هغه یو کس ته مو وویل چې دلته د اوداسه او لمانځه بند وبست شته؟ هغه ویل چې صبر وکړئ وروسته به یې هلته وکړئ! مونږ پوه نه شوو چې هلته یعني چېرته؟ او نه مو نوره پوښتنه کولی شوای چې هلته یعني چېرته؟ زه خپله په زړه کې په دې پوه شوم چې کوم بل ځای ته مو بیایي، خوشي کول نشته!  
 په همدې صالون کې تر پنجرو دیخوا ته یو دوه میزونه ایښي وو، دوه کسان پرې ناست وو، هغوی یو یو کس له پنجرو را ایستلو دلته به یې له سره بیا پوښتنې ترې کولې، نوم، د پلار نوم، د ولایت او کلي نوم، عمر، مجرد که متاهل؟ کله او چېرته يې نیولی یې؟ له دې وروسته اخوا بل کس ولاړ و هغه به انځورنه ایستل، او هم به یې متر کولو چې قد یې څو سانتي متره دی؟
په همدې صالون کې اخوا یوه بله وړه خونه وه، یو کس هلته ناست وو، بیا به هغه ته ورتلو، هغه به دا پوښتنه کوله چې په څه جرم یې راوستلی یې؟
دا ټولې کیسې چې خلاصې شوې، بیرته یې دوه دوه کسان په یو یو لاس یو له بل سره ولچک کړلو، له دې ځای نه یې را بهر کړو! دا لومړی ځل وو چې په خپلو جامو کې له کڅوړې پرته په لوڅ مخ په داسې حال کې چې د څنګ له ملګري سره مو په آزاده توګه  خبرې کولای شوای بهر روان وو، لویه لار وه، یوې او بلې خوا ته یې شین چمن وو، یو کس مو تر مخ بل را پسې یوه ډله یې روان کړو. نور بیا…

عبد الحنان مجاهد

———————————-

ددې لیکني مخکنۍ برخي په لاندي ادرسونو دی:

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۱)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۲)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! ۳

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (څلورمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (پنځمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (شپږمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (اومه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (اتمه برخه)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x