نظــر

طالبانو ته د مصر او بنګلدیش د مبارزینو درسونه

جمال پشتون

د نن ورځې خبر دی چې بنګلدیش د جماعت اسلامي ۷۳ کلن سپين ږیری مشر په دار وځړاوه. مطیع الرحمان نظامي په ۱۹۷۱ کال کي کله چي شرقي او غربي پاکستان په دوه جلا برخو ويشل کيده ده یي مخالفت کړی و او د متحد پاکستان دفاع یې کړې وه. کله چي تجزیه پېښه شوه دواړه طرفونو تصمیم ونیوه چې د کورني جنګ دوسيې به د همیش لپاره تړلې پاتي کېږي. خو بنګلدیش د ملي خیانت او جنګي مجرمینو په تور په ۲۰۱۳ کې دا دوسیې بیا خلاصې کړي. عبدالقادر ملا یې اعدام کړ او پرون یې شیخ مطیع الرحمان نظامي هم په دار وځړاوه.

په مصر کې په ۲۰۱۲ کال کې ازادي او ډیموکراتیکي ټولټاکني وشوي چي د اخوان المسلمین حرکت په کي اکثریت وګټل او جمهور رئیس د دوی د تنظیم راغی.

دکتور محمد مرسي رئیس جمهور وټاکل شو. په آینده کال کې چي د ده ریاست جمهورۍ کالیزه وه د نظامیانو او سیکولرانو په اشاره یو شمیر کسان لارو او کوڅو ته راووتل او د دفاع وزیر جنرال عبدالفتاح السیسی همدا بهانه ونیوله او کودتا یې وکړه. قانوني او مشروع رئیس جمهور محمد مرسي او د اخوان المسلمین سپين ږیری مشر، دکتور محمد بدیع یې هم بندي کړ. بندیان یواځي اخوانان نه ول بلکي هر هغه څوک بندي شول چي په یوه رقم یي د مرسي د حکومت حمایت کاوه. په یوه ورځ کي يي تقریبا دري زره کسان ووژل او لسګونه زره یې بندیان کړل. د سیسی رژيم د اخوان په زیاتو مشرانو د اعدام حکم کړی. دغه حکمونه هم اوس د دیکتاتور سیسي رحم او مهربانۍ ته پاتې که هغه یي توشیح کړي نو د اعدام حکم هره لحظه تطبیق کیدای شي.

طالبانو ته درسونه

طالبان د نورو اسلامي ډلو په مقایسه داسي ډله ده چي د حکومت کولو چانس یې ترلاسه کړی و. پنځه کاله یې حکومت چلولی. حکومت یي ښيګڼي هم درلودي او بدګڼي هم. اوس د طالبانو حکومت باندي بحث نه کوم.

په ۲۰۰۱ کال کي امریکا په افغانستان تجاوز وکړ او د طالبانو حکومت یې نسکور کړ. طالبانو په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کلونو کي بیا مقاومت شروع کړ. د طالبانو مقاومت په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې زور ونیو او خپل اوج ته ورسيد. طالبانو لويي سیمي لاندي کړي او د افغانستان په جنګ کي یو مطرح جهت وګڼل شول. حکومت په ۲۰۰۹ کي ورته د سولې شورا جوړه کړه چي که طالبان وهڅوي چي راشي او د نظام برخه شي. خو طالبانو همیشه دغو ږغونو ته د رد ځواب ورکړی. طالبان د افغان حکومت پر ځای امریکایانو سره د مخامخ خبرو علاقمند ول. د همدې لپاره یي مخامخ د امریکایانو سره د افغان حکومت نه په پټه خبري وکړي او قطر کې يې خپل دفتر تاسیس کړ. طالبانو له اول نه ویلي ول چې دفتر د امریکایانو سره د خبرو لپاره خلاصوي. طالبانو همیشه دا رد کړي چي حکومت سره خبري وکړي او دا خو لري خبره ده چي د افغان حکومت برخه شي. طالبانو دا پیشنهادونه همیشه رد کړي او پر خپلو غوښتنو یې اصرار کړی.

د طالبانو مخي ته د مصر د اخوانیانو او د بنګلدیش د جماعت اسلامي تجربه پرته ده. دغو ډلو چې پورته ورته اشاره وشوه مسالمت امیزه مبارزه کوله او جنګ جګړو نه یې لاس اخیستی و. خو مقابل طرف پر رحم ونه کړ. سپین ږیری یې اعدام کړ او ځوانان او ښځي او پیغلي يې بندیخانو ته واچول. طالبانو ته دغه حادثې دا درس لري چې کله هم باید دې کار ته زړونه ښه نه کړي چي راشي او د نظام برخه شي. که طالبان د افغانستان حکومت سره د صلحي خبري وکړي اول خو به داسي سپک شي لکه د حزب اسلامي سره چي کوم سلوک کېږي. که بیا خبري هم نتیجه ورکوي ملي پولیس، ملي امنیت او ملي اردو دریواړه امنیتي اداري به د مقابل طرف چي دوی هم سیکولران او غربګرایان دي دا ټولې ادارې به د هغوی په لاس کې وي. طالبان به داسي شي لکه تړلي چرګان. چې هر څه د اشرف غني یا بل چا حکومت وغواړي په طالب به یې کولی شي. د طالب د نن ورځي شان او شوکت به بیا داسي شي لکه د بنګلدیش د جماعت اسلامي. یو بې روحه کالبد او بې حرکته ډله به وي. افغانان په وژلو او انتقام اخیستلو کي تر بنګلدیشیانو او مصریانو هم وړاندي ځي. که طالبان غواړي چي حکومت سره سوله وکړي او خبري وکړي حنیف اتمر دي یو ځل مطالعه کړي چې ایا اتمر د دې دی چې طالبان پري باور وکړی شي چې دا سړی به بیا داسي څه نه کوي چې طالبانو ته دام وګڼل شي. ایا د شمالي اتحاد جنایتکاران د دي قابل دي چي طالبان ورباندي اعتماد وکړي او ځانونه د هغوی لاسونو ته وغورځوي.

دا ډېره مهمه خبره ده. هغه خلک چي نن طالب ته د مسالمت امیزی مبارزی دعوتونه ورکوي کله چې بیا په طالب خدای نخواسته بده ورځ راشي بیا به د همدغو «خیرخواهانو» درک نه لګېږي. دا یواځي د ښي ورځي «خیرخواهان» دي. کله چي په طالب ۲۰۰۱ کال کي بده ورځ راغله هيڅ داسي خیرخواه نه و چې د طالب د مظلومیت غږ پورته کړي. طالب دا تجربه لیدلي او کافي درس به یې ځني اخیستی وي.

طالبان باید دا خبري په پام کې وساتي:

o        طالب باید پوه شي چي په سیاسي مساوات کي د دوی ارزښت او اهمیت یواځي او یواځي د دوی جنګي قوت او نظامي ماشینري انتخابوي. که د طالب نه جنګي قوت لري شي طالب نه د هاروارډ پوهنتون معتبر سند لري او نه هم د اکسفورډ. که بیا څوک طالب ته بده اراده لري بیا به طالب ته هيڅ شی په خیر ورنه شي مګر دا چي نظامي او جنګي قوت یې د ځان لپاره ساتلی وي.

o        سوله نیک اصل دی او د خدای او قرآن حکم دی چي صلح خیر دی خو عادلانه سوله، داسي سوله چې زموږ د وطن ازادي په کي تامین شي او اسلامي احکام په کې نقض نه شي. جنګ طالب نه دی شروع کړی جنګ خارجیانو شروع کړی او همدا خارجیان د جنګ لپاره راغلي. که دوی د جنګ خاتمه غواړي دوی باید ووځي او دا وطن پرېږدي چې افغانان خپل مشکل حل کړي. نو د جنګ مسئول طالب نه دی، د جنګ د خاتمي لپاره باید د جنګ عوامل ختم شي چي په هغوی عواملو کي یو مهم د خارجیانو موجودیت دی.

o        که فرض کړو چې سبا طالب غیرمسلح شو او په کابل کي يي فعالیت تر دعوتي حلقاتو او څو دیني مدرسو پوري محدود شو او بیا د ستري محکمي حکومتي قاضي د غیرمسلح ملا اختر محمد منصور یا بل د طالبانو مشر د اعدام فیصله کوي. طالب ته به د مسجد له یوه احساساتي تقریر ورهخوا څه ورپاتي وي؟! بیا طالبان هم وايي چي موږ ته د وطن ثبات مهم دی او مونږ صلح امیزه مبارزه کوو!!! طالب باید د حنیف اتمر غوندي مافیايي سیاسي دلال او ملا کشاف او سیاف غوندي معامله ګرو ملایانو له عقدو او بدنیتونو پوره پوره اګاه او باخبره وي. طالب باید په دي پوه شي چي حنیف اتمر او ورسره حلقات یي د بنګلدیش او مصر له سیکولرو حکومتونو څخه ښه نشي کيدای.

o        طالب د حکمتیار حزب اسلامي نه دي چي ټول فعالیت او نفوذ یي په فیسبوک کي یوي مقالی پوري محدود وي. طالب د افغانستان په لر او بر کي وسیع حضور لري. طالب باید د خپل وسیع حضور او ولسي حمایت په تناسب وزن شي. حزب خو اوس یواځي حکمتیار او ځامنو ته يي پاتي دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

جمال پښتون صاحب السلام علیکم !
ډیره ښکلی لیکنه دی ښکلی وه ، ستاسی لیکنه د اسلامی امارت او زمونږ د مظلوم اولس او مجاهد ملت د پاره د کاڼی کرښه او د حل یواځنی لیار او طرحه ده ، زړه کی می وو چه ستاسی ورته نظر زه هم ولیکم ولی نن صبا کی تر دی ورسیده چه ستاسی معقوله لیکنه می تر سترګو شوه همدغه کفایت کوی ،
زما طالبانو ورونو ته جدی توصیه ده چه همدغه د جمال پشتون په لیکنه سل په سلو کی غمل وکړی مننه

donyar

زه فكر كوم جي د طالبانو راتك محال ده. او به اوس زمانه كي طالب افغاني بوليس او فوزي نه علاوه بل سوك نشي وزلاي. ايا تاسو اوريدلي به تيرو كالو كي جي يو امريكايي عسكر ومر؟ تول مسلمانان مري هغه كه د حكومت عمليات دي او كه د طالبانو. نور له مسلمان وزني لاس اغستنه بكار ده. والسلام

عبد السلام

جمال بشتو صیب په ګوتو دې برکت شه. قلم دې لا ځواکمن غواړم.
الله تعالی دې وکړ چې طالبان په خپل دريځ تر پايه همداسې کلک پاتې شي.
او د ځينې ډلو په څېر ونه غولیږي.

احمد

تر کومه حده چی مالومات شته همدا دجمال پشتون صاحب لیکنه دطالبانو اصلی حدف دی او زه ترډیره باوری یم چی طالبان به تر یوه مکمل ازاد افغانستان او په اسلامی نظام ولاړ افغانستان نه به بل څه قانع نشی ځکه چی دا دی دانورو په شان معامله ګر تحریک ندی درانه اوعزتمنده کړنی لری دصلحی خبری کله چی امریکایانو او برطانویانو ابتدا کی ورسره شروع کړی ددوی غوښتنه ورڅخه له هماغه اوله کومه چی شوی وه اوس هم په هماغه ورته نظر ثابت ولاړ دی هیڅ قسمه انعطاف پکی نه لیدل کیږی ددنیایی ګټو لپاره داسی نه وایی چی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx