نظــر

چیرته ول د بشری حقوقو دعوه داران؟

حجت الله ظهیر

که څه هم د بنګله دیش حکومت د نړی له ټولو هیوادونو غوښتی چې زمونږ په داخلی امورو کې لاسوهنه مه کوی، خو د دوی له دې خبری د رسول الله ص دا مبارک قول ډیر خوږ او معتبر دی چې فرمایې: (( مَثَلُ المؤمنين في تَوَادِّهم وتراحُمهم وتعاطُفهم: مثلُ الجسد… )) ( د مومنانو مثال په رحم، شفقت او مهربانی کې داسی دی لکه د یو جسد… ).

تاریخ ثابته کړی چې کفارو تل خپلی شومی موخی د خپلو لاسپوڅو په وسیله  عملی کړی، او تل یې د حق نعری په ډول ډول لارو سره خاموشی کړی.

جماعت اسلامی چې د تهداب ډبره یې د اسلامی نړی د یو ستر مفکر مولانا ابوالاعلی مودودی له خوا د شلمی پیړی په دریمه لسیزه کې کیښودل شوه، او په دې لار کې داسی شاګردان وروزل چې تر اعدام لاړل خو باطل ته سرټیټی نه شول، د دغه شاګردانو له جملی یو هم مولانا مطیع الرحمن نظامی و، مولانا نظامی د بنګله دیش د اسلامی جماعت مشر او قاید و،  د قیادت تر څنګ مولانا صیب د بنګله دیش په سیاست کې رغنده رول لاره، مطیع الرحمن نظامی د جماعت تر څنګ یو ستر اقتصاد دان او پروفیسور هم وه چې د اقتصاد په برخه کې یې تر دکتوراه لوړی زده کړی هم کړی وی، او په زرګونه شاګردان یې د بنګله دیش په پوهنتونو کې روزولی ول. په 1971 م کال د بنګله دیش د خپلواکی جګړه د هند په لمسون سره پیل شول، چې مولانا صیب به تل خپل ولس ته د یووالی او اتفاق درس ورکاره او دا یې خپل ملت ته په کراتو وویل چې کفار د مسلمانانو یوځای والی نشی برداشت کولی، خو د هندی بوت پرستو د دسیسو پر وړاندی د  جماعت اسلامی هلی ځلی ناکامی شوی او بنګله دیش د یو مستقل هیواد په حیث را څرګند شو، د بنګله دیش له جدایې وروسته جماعت اسلامی د هیواد په سیاست کې یو مطرح سیاسی ګوند شو، او وخت پر وخت د عوامو خیر خواه او د حکومت په راس کې واقع شول، چې د جماعت له خوا به د دغه ګوند امیر مولانا مطیع الرحمن نظامی تل د حکومت په لوړو کرسیو کې لیدل کیده، مولانا صیب د 1991 څخه تر 1996 کال د دې هیواد د پارلمان غړی شو، چې د بنګله دیش د یو شمیر اسلامی قوانینو په تصویب کې یې لویه ونډه واخیسته او د بنګله دیش د پارلمان غړی یې دی ته قانع کړل چې بنګال د هند تاثیر سره سره بیا هم یو اسلامی هیواد دی، د 2001 کال په انتخاباتو کې جماعت اسلامی په انتخاباتو کې د پام وړ لاسته راوړنی درلودی، او د ایتلافی حکومت مهم غړی وګرځیدل چې په دې لړ  کې مولانا مطیع الرحمن نظامی د زراعت وزیر وټاکل شو، د خپل وزارت په دوران کې یې بنګله دیش د چایو په یو ستر تولیدوونکې هیواد بدل کړ، او د بنګله دیش بزګرو ته یې په واقعی توګه خدمت وکړ، حتی مولانا صیب به د ساتونکو پرته د بنګله دیش ډیرو لرو سیمو ته د بزګرو د احوال په موخه سفرونه کول. په 2009م کال کې د بنګله دیش حکومت د عوامی لیګ ګوند لاسو ته پریوت او د جماعت اسلامی سره یې 40 کلنه دښمنی بیا تازه کړه، او د دې ستر اسلامی ګوند د ځپلو لپاره یې یو جنګی محکمه د هند په لمسون جوړه او د دې ګوند ټول لوړ پوړی چارواکی یې د زندان تورو تیارو ته وغورځول او وخت په وخت یې د دغه ګوند لوی لوی رهبران د اعدام تر طنابه ورسول، دغې ظالمی محکمی پر دې هم اکتفاء ونه کړه او بالاخره یې د دغی لاری په ستر مربی او زعیم هم بیګاه شپه د 73 کلونو  په عمر د اعدام حکم عملی کړ، چې په دې سره مولانا مطیع الرحمن نظامی د خپلو تیرو اسلافو سره یوځای شو، د دی لاری پلویانو او دردیدلو ته د قران کریم دا آیت مبارکه وړاندی کوم چې الله تعالی مهربانی کړی ( ولا تقولوا لمن يقتل في سبيل الله أموات بل أحياء ولكن لا تشعرون ).

روح یې ښاد او لار یې تعقیب شه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx