مصر - په وینو او لمبو کي

د مصريانو لوړ همت او عظمت ته سلام / حکمتیار

د لرغوني مصر د پلازمېني او لويو لويو ښارونه سړكونه د يو طرفه جگړي په ميدان بدل شوي، په وينو سره دي، يوې خوا بلي خوا ته ئې ټانكونه ولاړ دي، پر تش لاسو لاريون كوونكو گولۍ وروي، په يوې اونۍ كي تر دوه زره زيات لاريون كوونكي شهيدان شوي او تر څلورو زرو زيات ټپيان دي، د دې فتنې تر شا د سي آى اې ناولى لاس دئ، امريكا په مصر كي او د مصري اجير فوځ او پليتو غربپالو په لاس همغه څه كوي چي په افغانستان كي ئې د شمالي ائتلاف او د افغان اجير فوځ په لاس كوي، دوى د مصر د اسلامي نهضت په ضد همغه څه كوي چي د افغانستان د اسلامي نهضت په ضد ئې وكړل، دلته ئې غوښتل د اسلامي جهاد تاريخي تجربه ناكامه كړي،

په مصر كي غواړي د اسلامي نهضت هغه تجربه ناكامه كړي چي غوښتل ئې د انتخاباتو له لاري تبديلي راولي او د اسلامي نظام پلي كولو ته لار آواره كړي، په دواړو هېوادونو كي د واشنگټن تر څنگ د دوى سيمه ايز مزدور حكومتونه هم شريك دي، دا د استعمار په لاس تپل شوي پردي پال نظامونه له دې وېرېږي چي كه د جهاد يا انتخاباتو تجربه بريالۍ شي او په كوم اسلامي هېواد كي اسلامي نظام رامنځته شي، نو دا لړۍ به نورو هېوادونو ته هم غځېږي او د استعمار په لاس تپل شوي مستبد نظامونه به نسكورېږي، او د دوى واكمني به له گواښ سره مخامخ كېږي.
اسلام او اسلامي امت تل په هغه خنجر له شا وهل شوى چي اصلي دښمن خپل اجير كورني دښمن ته په لاس وركړى، دا خنجر د منافقينو له تخرگ راوتلى، د دين پلورو او وطن پلورو په لاس كارول شوى، كابل هم د هغي ستري توطئې شاهد دئ چي په ترڅ كي ئې د اسلام ټول شرقي او غربي دښمنان او د دوى منافق لاس پوڅي سره يولاس شول او د دې لپاره ئې د شوروي ځواكونو له لوري تپل شوې جگړه جاري وساتله چي په كابل كي د مجاهدينو په لاس د يوه اسلامي حكومت د جوړېدو مخنيوى وكړي، د صليبي ځواكونو تېرى هم د شوروي ځواكونو د يرغل تتمه وه، كابل شاهد دئ چي شوروي ځواكونه له هغه وروسته ورننوتل چي وطن پلورو كمونيستانو د هغه دروازه ورته پرانيستله، امريكايان هغه مهال له خپلو جهازونو د كابل پر زمكي راكوز شول چي څو ذليل ناافغانان د دوى لپاره زمكنى فوځ شو، دوى ته ئې بلنه وركړه چي خپل ځواكونه افغانستان ته راولېږي او ستر ستر بمونه ووروي،
په مصر كي چي نن څه تېرېږي د همدې ترخه حقيقت بله بېلگه ده، مصريان د امريكا په امر او د السيسي د ملگرو په لاس وژل كېږي، دا دئ گورئ چي د مصر دننه هم او بهر په اسلامي نړۍ كي هم ذليل او مزدور غربپال او منافق حكام د دې وحشيانه او بې رحمانه قتلونو ملاتړ كوي او هغه ته له ديموكراسۍ د دفاع نوم وركوي!! تش لاسي لاريون كوونكي په دې تورنوي چي د تشدد باعث دي!!! يو ټانكونه او هليكوپتري كاروي، له زمكي، فضاء او د بامونو له سر په لاريون كوونكو گولۍ وروي، بل په لاس كي له ډبرو پرته بل څه نه لري، او په همدې ټانكونه ولي، خو د غرب او غربپالو په تله او د دوى د الحادي معيارونو له مخي لاريون كوونكي، شهيدان او مجروحين ئې  ملامت دي او بې رحم او وحشي  قاتلان د ديموكراسۍ مدافعين!! دا په داسي حال كي چي لاريون كوونكي وايي: د ملت رأيي او غوښتني ته درناوى وكړئ او د جنرالانو له لوري اختطاف شوى منتخب جمهور رئيس آزاد كړئ!!
امريكا د ټولو هغو توطئو او جگړو تر شا ولاړه ده چي په ترڅ كي ئې مسلمانان وژل كېږي، كه دا فلسطين دئ كه افغانستان، عراق، مصر، تونس، يمن، الجزائر، برما او فليپين دي… په سوريې كي هم د بشار الاسد د بعثي ملحد رژيم په خلاف د پاڅون په لومړيو كي او هغه مهال چي غرب گمان كولو د پاڅون زعامت به د دوى مزدورانو ته په لاس ورشي په ډېر زور شور سره ئې د هغه ملاتړ كولو او د پاڅون څپې تر دمشق او حتى د جمهوري رياست قصر څنډو ته ورسېدې خو كله چي پوه شول په دې پاڅون كي د اسلامپالو ونډه تر ټولو درنه ده او كه له دې لاري بدلون راشي نو قدرت به د مصر، ليبيا او تونس په څېر د دوى په لاس كي پرېوځي، نو په شا شول، شور او ځوږ ئې له زوره ولوېدو، په دې ئې هم سترگي پټي كړې چي ايران خپل سرتېري سوريې ته ولېږل، په لبنان كي د ايران او سوريې د لاس پوڅي حزب مزدور جنگيالى او د هغه بارزاني وسله وال چي امريكايانو د عراق كرد مېشته سيمه هغوى ته سپارلې په څرگنده توگه سوريې ته او د سوريې د مظلوم ولس د ملي پاڅون د ځپلو لپاره درومي!!!
د غربي هېوادو حكام په منافقانه او رياكارانه توگه د مصر پر روانو پېښو او وحشيانه قتلونو د خفگان اظهار كوي، ځيني ئې وايي: تشدد د منلو وړ نه دئ خو دا نه وايي چي د تشدد عامل څوك دئ!! امريكايي چارواكي كله يو څه او كله بل څه وايي، كله مصري فوځ ته اطمئنان وركوي چي د امريكا مرستي به پر دوى نه قطع كېږي او كله له مصري فوځ سره خپل گډ نظامي تمرينات فسخ كوي، د اسلامي هېوادو په چارواكو كي له تركيې پرته هيچا د مصر د جاني او مزدور فوځ تشدد ونه غندلو، ځيني په څرگنده توگه د مصري فوځ په څنگ كي ودرېدل، تهران د تل په څېر دوه مخى سياست غوره كړ!!!  ايران په مصر او هر بل اسلامي هېواد كي د مسلمانانو د قاتلانو همداسي ملگرتيا كوي چي په افغانستان كي ئې د صليبي ځواكونو د يرغل ملگرتيا وكړه، په سوريه كي د مظلومو مسلمانانو په خلاف د ملحد بعثي رژيم ملاتړ كوي، نه يوازي سياسي، مالي او نظامي ملاتړ بلكي خپل سرتېري او په لبنان كي د خپل مزدور حزب جنگيالي سوريې ته لېږي چي د مسلمانانو په وژلو كي د سوري ملحدينو مرسته وكړي!!!
اسلامي امت ته وايو: آيا موږ په هغه لار روان يو چي زموږ سلف روان وو؟!! آيا هغه ورځي مو هېري شوې چي د يوه يوه مسلمان د مظلومانه وژل كېدو له كبله به د اسلامي امت په زرگونو سرتېري خوځېدل، خپلي توري به ئې له تېكو راايستلې او تر هغه به آرام نه كښېناستل او خپلي توري به ئې په تېكو كي نه ننايستلې چي د خپل مسلمان ورور له قاتل به ئې انتقام نه وو اخيستى، خو نن مصر؛ دا د اسلام ستره او لرغونې قلعه د اور په لمبو كي سوزي، پر تش لاسو مصريانو سرې گولۍ ورېږي، د امريكا اجير مصري فوځ د ټانكونو له شا، د بامونو له سر او له جنگي هيليكوپټرو پر هغو مصريانو بې دريغه گولۍ وروي چي د ذليلو او بې رحمو جنرالانو د زور واكمني نه مني. په مصر كي د منتخب حكومت د نسكورولو په موخه او د امريكايانو په وينا خونړۍ عسكري كودتا تر سره شوه، د دې غلچكي اقدام په ترڅ كي د مصر هغه منتخب جمهور رئيس اختطاف او له اقتدار گوښه كړى شو چي د مسلمانو مصريانو غوڅ اكثريت غوره كړى وو، د دې خبيث او اجير فوځ جنرالان د پرديو ذليل غلامان او اجير قاتلان دي، تل ئې د پرديو په اشاره خپلي وسلې د مصريانو په ضد كارولې دي!!! ولي نن په ټول اسلامي امت كي يو خالد بن وليد، يو صلاح الدين ايوبي، يو نورالدين زنگي، يو د اندلس فاتح طارق نه شو موندلى؟!!
متأسفانه نن د اسلامي امت برخليك او زعامت د داسي كړيو په واك كي دئ چي مهار ئې د پرديو په لاس كي دئ،  هغه چي له خپل ولس دومره وېرېږي چي نه له خداى دومره وېره لري او نه له بهرني دښمن، له بهرنيو دښمنانو سره د اسلام او مسلمانانو په ضد د دې لپاره ملگرتيا كوي چي په اقتدار كي د دوى پاته كېدا تضمين كړي، د خپل ولس په وړاندي مغرور او بې رحم او د پرديو په وړاندي سپك، ذليل، ډارن او جبون، دا پردي پال حكومتونه او حكام دي چي امت ئې له دې توري ورځي او دردناك برخليك سره مخامخ كړى.
دا په داسي حال كي چي امت دغو ډارنو او ذليلو حكامو ته وايي: دې ته تيار يو چي ستاسو استبدادي او مطلقه واكمني ومنو، خو موږ د پرديو له اسارت وژغورئ، دې ته چمتو يو چي ستاسو د واكمنۍ تر تور وزر لاندي له يرغلگرو سره وجنگېږو خو مه پرېږدئ چي د اسلام او اسلامي امت عزت او شرف د پرديو په پښو كي ذبح شي!! اې ځپل شوي عقله! چيري يې چي د دغو تخدير شوو واكمنانو مړه جذبات راژوندي كړې!! اې غيرته! چيري يې چي د بې مروته تش په نامه مشرانو د غيرت رگ وخوځوې او ورته ووايې: د ذلت تر سل كاله ژوند د عزت يوه ورځ ژوند غوره دئ.
د مصر ذليل فوځ او غربي حاميان ئې بايد پوه شي چي د كودتاگانو تور دور تېر شوى، په خطرناكي لوبي او قمار ئې لاس پوري كړى، له ماتي او رسوايۍ پرته به بل څه ترلاسه نه كړي، د مصر برخليك به نه په لندن او واشنگټن كي ټاكل كېږي او نه د دوى د لاس پوڅو جنرالانو په خوښه، بلكي د هغو مصريانو په لاس به ټاكل كېږي چي د غرب له سلطې آزادي غواړي او دآزادۍ لپاره قربانۍ ته چمتو دي، همغه چي نن ئې خپلي سينې د گوليو په وړاندي سپر كړې دي او د سرو گوليو تر ږلۍ لاندي وړاندي درومي.
موږ پر الهي وعدو بشپړ او پوخ باور لرو، راتلونكى د اسلام دئ، د اسلامي امت تېر مجد او عظمت به بيا اعاده كېږي، قهار رب به د مظلومو مسلمانانو چيغي اوري، پر كورنيو او بهرنيو دښمنانو به هغوى ته بريا وركوي او دا قاطع او تغيير نه منونكې الهي وعده به ترسره كېږي چي فرمايي:
وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ ءَامَنُوا مِنكمْ وَ عَمِلُوا الصلِحَتِ لَيَستَخْلِفَنَّهُمْ فى الأَرْضِ كمَا استَخْلَف الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَ لَيُمَكِّنَنَّ لهَُمْ دِينهُمُ الَّذِى ارْتَضى لهَُمْ وَ لَيُبَدِّلَنهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنى لا يُشرِكُونَ بى شيْئاً وَ مَن كفَرَ بَعْدَ ذَلِك فَأُولَئك هُمُ الْفَسِقُونَ *  النور:55
له تاسو چي چا ايمان راوړى او نېك عملونه ئې كړي، له هغوى سره الله وعده كړې چي حتماً به د زمكي خلافت داسي دوى ته سپاري لكه چي تر دوى مخكنيو ته ئې خلافت سپارلى وو، هرومرو به هغه دين ته تمكين او اقتدار وركوي چي د دوى لپاره ئې غوره كړى، او حتماً به د دوى خوف په امن بدلوي، ( داسي حالت به راولم چي) زما عبادت به كوي او هيڅ څه به له ما سره نه شريكوي. او څوك چي له دې وروسته ناسپاسي وكړي نو همدا دوى فاسقان دي.

ژوندي دي وي سرلوړي مؤمن مصريان
مړه دي وي د مظلومو مصريانو قاتلان
رپانده دي وي د اسلام شين بيرغ په ټولي نړۍ كي

حكمتيار
افغانستان
اسد 1392

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx