افغانستان

د ارګ یو ساتونکی د سړي تښتوني په تور نیول شوی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۲۳مه، ۱۳۹۵ل): د ولسمشریزي ماڼۍ (ارګ) یو ساتونکی د پولیسو له لوري د سړي تښتوني په تور نیول شوی دی.

تر اوسه ددغه کس په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي چې په ارګ کې يې په کومه رتبه دنده ترسره کوله، خو د ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي رسنیو ته ویلي چې سړی تښتونکی د ټیټي کچي امنیتی ساتونکی دی
هغه زیاته کړې چې د ارګ په دغه ساتونکي تر اوسه جرم نه دی ثابت شوی او په اړه یې پلټني رواني دي.
ظفر هاشمي ویلي چې په نوموړي دا تور ثابت شي دوی به د محکمې پریکړې ته درناوی وکړي.
بل خوا د ایمل په نامه د ترې تم شوي کس ورور ویلي چې تر اوسه یې ورور نه دی موندل شوی ، مور یې د همدې پيښي له امله ناروغه او کمزورې شوې ده.

هغه وویل چې یوه میاشت مخکي یې ورور ترې تم شوی، په اړه یې پر وخت امنیتي ارګانونو ته خبر ورکړ او ورسره یې ددغه کس په اړه معلومات پولیسو ته ورکړه.

ایمل زیاته کړې چې د ورور د تښتوني شپږ ورځي وروسته د هغه په تلیفون کې د ولسمشریزي ماڼۍ تورن ساتونکي خپل سیم کارت اچولی وو چې په هکله یې زمونږ شک لا پیاوړی شو او د ثبوت په توګه مو پولیسو ته وسپاری.

هغه زیاتوي «۱۴ ورځي تر مخه راته د کورنیو چارو وزارت له چارواکو څخه تلیفون راته وشو چې د سړي تښتوني په تور یې یاد کس نیولی او تحقیقات ځیني روان دي».

ایمل رسنیو ته ویلي چې د سړي تښتوني په تور د ولسمشریزي ماڼۍ یو ساتونکی احمد ضیا په دغه پيښه کې یوازي نه دی، بلکي پلار او یو بل ملګری یې د ورور په تښتوني کې لاس لري چې باید تحقیقات ورسره وشي.

ددې تر مخه هم په کابل کې د سړي تښتوني په پيښو کې د امنیتي ارګانونو د کارکوونکو لاس لرل ثابت شوي خو دا لومړی چې د ولسمشرۍ ماڼۍ یو تن ساتونکي په اړه داسي خبر ورکول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

د ارګ ټوله عمله د مظلوم اولس اختطاف کونکی یا بښتونوکی دی ، تول باید ونیول شی دغه یوه څه ګناه کړی او دغه یوه سره هم د ارګ لوړپوړی لاس او پشی لری او د ده په شان د ارګ داخل او خارج ډیر نور هم دی چه په به پته یا ښکاره خلک تښتوی ، او هغوی چه ورڅخه څه وغواړی وریی کړی به هماغه ساعت یی پریږدی او چه څوک ورسره مقاومت وکړی هغوی بیا وتشتوی

احمد

د امنیتی ساتونکو لپاره خو دا معمول خبره ده ځکه قانوني وسله او د وسلې قانوني اسناد لري او تر ټولو نه غوره دا چې د هیواد په کچه د لومړي کس ساتونکی دی او هیڅ میړه نشته چې مخې ته یې ودریږي. غني دې نر شي دوه سړي تښتوونکی دې د پښتونستان په څلور لارې کې په دار وځړوي بیابه کوم د نر زوی وي چې دا کار به تکرار کړي. هغه بې ګناه بندیان د طالب په نامه اعدام کړل او هغه بیچاره عسکر چې د بل هیڅ کار نه دي او د مجبوري چارې اردو یا پولیسو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x