fbpx

په پروان کې د توقیف شویو مسافرینو نامعلوم برخلیک

نن ټکی اسیا – سرلیکنه

(پنجشنبه، غويي ۲۳مه، ۱۳۹۵ل): د تیرې چارشنبې په ورځ د پروان ولایت امنیتي چارواکو له کابل څخه شمال ته تلونکي ۱۸۰ تنه پښتانه مسافرین له طالبانو سره د تړاو په شک توقیف کړل.

دا کسان چې اکثریت یې د هیواد د جنوب لویدیځو، جنوبي او ختیځو ولایتونو اوسیدونکي دي په شمالي ولایتونو کې د خپلو خپلوانو او یا هم د کوم کار او غریبي پیدا کولو لپاره شمالي ولایتونوته روان ول.

د پروان ولایت امنیتي چارواکو هغه مهال ویلي و چې یاد کسان یې د مخکنیو اطلاعاتو په اساس ځکه توقیف کړي چې هغوی غوښتل له طالبانو سره د یوځای کیدو په غرض شمالي ولایتونو ته سفر وکړي.

نن چې له دې موضوع څخه پوره یوه اونۍ تیره شوې امنیتي چارواکي نه دې توانیدلي چې د نیول شویو مسافرینو په اړه داسې اسناد او مدارک پیدا کړي چې ثابته کړي هغوی دي ریښتیا هم له طالبانو سره تړوا ولري، خو نیول شوي مسافرین یې بیا هم تر نامعلومې مودې پوري همداسې بي برخلیکه په توقیف کې ساتلي.

د پروان په ولایت کې توقیف شوي مسافرین په داسې حال کې خپله د توقیف لومړنۍ اونۍ په بي سرنوشتي کې تیره وي چې د مشرانو جرګې د شکايتونو اورېدو کمېسيون غړي زلمي زابلي د مشرانو جرګې په پرونۍ ناستې کې وویل چې تېر کال په لېندۍ مياشت کې د دغه کمېسيون يوه پلاوي له څرخي پله محبسه ليدنه وکړه او ورته څرګنده شوه چې ٢٥٩٦ بنديان په دغه زندان کې له كلونو راهيسې په داسې بي برخلیک وضعیت کې ساتل کېږي چې تر اوسه يې په اړه د محکمې وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او يا هغوی ته نه ده ابلاغ شوې.

اوس پوښتنه داده چې د هیواد په دغسي حساسو او نازکو شرائطو کې ولي دولتي چارواکي په لوی لاس داسې کارونه کوي چې هغه د افغان ولس ترمنځ د قومي، لساني او منطقوي حساسیتونو د راپورته کولو لامل ګرځي؟

افغانستان د ټولو افغانانو کور دی ، هر افغان حق لري پرته له هیڅ مزاحمت څخه د هیواد هر ولایت ته چې وغواړي سفر وکړي.

د افغاني ټولني اجتماعي نسیج ته په کتلو سره لیدل کیږي چې د هیواد په هر ولایت کې د ملت بیلابیل قومونه یو د بل تر څنګ ژوند کوي ، په بلخ کې پښتانه د خپلو ازبکو او تاجکو وروڼو تر څنګ په کندهار کې تاجک او هزاره وروڼه د پښتنو تر څنګ همداراز په تخار او ننګرهاراو په ټول هیواد کې ټول افغانان د وروڼو په حیث یو د بل تر څنګ اوسیږي، او د ضرورت په وخت کې یو اوبل ولایت ته سفر کوي.

نن که د ځینو مغرضو او فتنه جوړوونکو کړیو لخوا په پروان ولایت کې پښتانه مسافرین له لویې لارې څخه راښکته کیږي او ځورول کیږي د دې په انتقام کې به خدای مکړه سبا په کندهار او یا ننګرهار کې له تاجکو مسافرینو سره ورته برخورد کیږي او په دې سره به د یو موټي افغان ولس تر منځ قومي او لساني شخړو ته لاره هواریږي.

همدا اوس اوس د حکومت د لوړ پوړو چارواکو لخوا کابل ته د ۵۰۰ کیلو واټه بریښنا د لیږد د مسیر په اړه نوې را ولاړې شوي ستونزه هم د هیواد دښمنه عناصرو لخوا د ولس ترمنځ د سیاسي نفاق خپرولو په غرض طراحې شوې.

ګډ حکومت که د امریکایانو لخوا د خپل وظیفوي مسؤلیت په اساس د افغان یوموټي ولس ترمنځ د دغه ډل داخلي اختلافاتو ، قومي او لساني شخړو را پیدا کولو هڅې کوي د ولس ملي مخور ، عالمان او با بصیرته ولسي اشخاص مسؤلیت لري چې د خپل ملي، او ټولنیز وجاهت له مخې افغانان پوه کړي چې د خپل ملي وحدت په ساتلو او ټینګښت سره له هر ډول قومي ، منطقوي او لساني اختلافاتو څخه ځان وژغوري.

د افغان ولس د ملي وحدت دښمنان کوښښ کوي له هرې ممکنه وسیلې څخه د وروڼو افغانانو ترمنځ د قومي، لساني او منطقوي تبعیضونه را وپاروي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د