نظــر

شمشتو: د طالبانو ترانه د لیسې څخه د ۳ شاګرادانو او ۲ استادانو د شړلو پلمه شوه

لیکوال: جاوید احمد

شمشتو کې د حزب اسلامي د حضرت قیس بن سعدرض د لیسي چارواکو (۳) شاګردان او (۲) سابقه دار استادان، د طالبانو د ترانې د ویلو په وجه له لیسې خارج کړل.

څو ورځې مخکې د پیښور د شمشتو په مهاجر پنډغالې کې د حزب اسلامي د تعلیم او تربیې مربوط د حضرت قیس بن سعد رض د لیسې څخه درې کسه شاګردان او دوه استادان اجباراً خارج او کورونو ته رخصت کړای شول .

د ورکړل شویو معلوماتو سره سم ، سهار مهال د لاین یا اسمبلۍ پر سټیج یوه شاګرد دخپلو احساساتو له مخې داسې یوه ترانه دحزب اسلامي دحضرت قیس بن سعد رض شاګردانو ته ولوستله، چې هغې کې د طالبانو د پخواني مشر مرحوم ملا محمد عمر مجاهد ستاینه شوې وه او هم د ترانې د لوستلو اسلوب او آهنګ هماغسې وو ، چې معمولاً یې طالب مجاهدین وایې ، سمدستي د قیس د لیسې مدیر(شمس الحق) نوموړی شاګرد چې ویل کیږې (عزت الله دردمن) په نوم وو، ادارې ته وغوښت او تر سختو استعلامونو او کلکو پوښتنو لاندې یې راوست، نوموړې شاګرد ورته ځواب کې وویل : «چې نه ورته اسلامي امارت ددې ترانې د ویلو دستور ورکړی او نه د بل چا لخوا دې ترانې ته ګمارل شوی، له بازاري سیډیانو څخه یې اوریدلې او د خپلې مېنې او ذوق له مخې یې ویلې ده ، د راپور سره سم د قیس بن سعد د لیسې مدیر (شمس الحق) او ورسره ملګری ټیم یې ، چې قاضي عبدالحي فقیري غوندې متعصبې څیرې هم پکې ګډون لري، هغه چې د حزب د ښوونځیو په مجالسو کې داعش ته علني دعوت چلوي او شاګردان د داعش لورې ته رابولي ، د خپلو سمتي او حزبوي تعصب په اساس دا شاګردان او سابقه داره استادان د تعلیم او تربیي د ریاست په موافقه له لیسې خارج کړل، دا پداسې حال کې ده، چې نور دا دی د ښوونځیو د کلني امتحانونو وخت دی او متعلمین ازموینو ته تیاری نیسي ، له بده مرغه چې دې شاګردانو ته یې سخته روحي او فزیکي ضربه ورکړه او د دوئ دا کال یې عبث کړ.

راپورونه وایې چې دې شاګردانو کې (عزت الله دردمن، جاوید او رحمان الله ) په نامه شاګردان داسې څوک وو، چې دوئ اصلاً د طالبانو سره کوم ډول غړیتوب نه لاره، بلکې دوئ د خپلو دیني او جهادي احساساتو په جذبه داسې جهادي شعرونه دلاین په سر وویل ، چې هغه دامریکایانو خلاف طالبانو ویلې او د دوئ د فقید مشر ملامحمد عمر نوم پکې د یوه اتل په نامه یاد شوی .

د سرچینو له مخې دلیسې دواړه استادان چې یو یې د (استاد توکلي او بل یې داستاذ دلاور) په نامه یادیږي ، دواړه زاړه حزبیان او حتی ږیرې یې د حزب په غړیتوب کې سپینې شوي ، دوئ دواړه دنوموړې لیسې د فرهنګي چارو مشران وو، خو د دوئ د انفکاک دلیل دا ښودل شوی ، چې خپلو دندو کې یې غفلت کړی، او د دوئ دغفلت په وجه د طالبانو ترانه د لاین پر سر د زرهاوو شاګردانو مخکې لوستل شوي .

د راپورونو تر مخه د خپلو استاذانو او شاګردانو په دفاع کې دحضرت قیس بن سعد دلیسي سلګونو شاګردانو د لیسي له انګړه د تعلیم او تربیي تر ریاست پورې ستر لاریون او مارش وکړ، او پاریدلو شاګردانو د تعلیم او تربیي د ودانۍ شیشي ماتې کړي او ویرې او ترهې فضاء یې جوړه کړه، چې بیا د دې کیمپ د حزب اسلامي د امنیت چارواکو پکې مداخله وکړه او ډیر شاګردان یې بندیان کړل .

وایې یو وخت حکمتیار صیب د یوې مرکې په ترڅ کې دیوې پوښتنې په ځواب کې ویلې وو، چې تر ټولو سخت غلام او بدترینه څیره ببرک کارمل او تر ټولو د خپلواک ضمیر خاوند او زړور سړی هغه ملامحمد عمر مجاهد صیب دی ، نو که دا رښتیا ده ویلې وي ، نو اوس د نوموړې نامه سره د حزب غړې ولې دومره حسادت لري او ولې دده په نوم د افغان بچیانو ژوند بربادوي .

دښوونې اوروزنې کارپوهان پدې نظر دي ، چې باید تعلیم او تربیه د تنظیمي، سیاسي او ګوندي تبعیضونو څخه پاکه وي او ښوونځي باید د ټولو افغانانو شریک کور وي، که څوک د هرچا سره وي، وي دي، خو دلته باید دبل ګوند غړیتوب جرم ونه بلل شي او ټولو شاګردانو ته د زده کړي او تعلیم یوه آزاده فضاء برابره شي نه د تنظیمي او سیاسي حسد په بناء د کینې چاپیریال .

خو داسې ویل کیږي، چې د شمشتو دحضرت قیس بن سعد رض په لیسې کې ددې لیسې د مدیر په مشرۍ دیوه سمت یوه متعصبه مافیا مسلط ده ، دوئ کوشش کوي، چې د نورو ولایتونو وګړې په یوه بل نوم بدنام ، د لیسې ماحول ترې خالي کړي او د خپلې خوښې او خپلې سیمې استادان او شاګردان جذب کړي، لیرې به نه وي، چې مستقبل کې به نور پاک زړې استاذان او شاګردان هم د دې تنظیمي او سمتي تعصب ښکار شي ، چې دا کار په ډاګه د حزب اسلامي د دې دعوې سره په څرګند تصادم کې دی، چې خپل تنظیم د هیواد د ټولو قومونو نماینده ګڼي او په همدې شعار باندې د خلکو اذهان خپلوي، خو حقیقت کې د تنظیمي تعصباتو په اور کې پاک زړې علمي څیرې سوځوي !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حبیب

گوری ورنو له الله وویرژی غلط خبر مه نشروی زه هم د امارت عری یم او شمشتو کی اوسیگم هلته مشجدونو کی بازارونو کی حتی د حزب په جامع مسجد کی هم زنده باد ملا عمر ناری وهل کیگی هلته بلکل تعصب نه لیدل کیگی خو زینی مرضی او فتنه انگیزه خلک د مسجد په دیوالونو او لیسی په دیوالونو زنده باد امارت مرگ په حزب لیکی لیسه کی فتنی اچولی خو که لیسی مشرانو معمولی اقدام وکر بیا نن تکی اسیا خدای نه همدا غواری چی ورته د تهمتونه لار خلاصه شی

مجاهد احمدزی

اسلام علیکم!
دا یوه اختلاف خپرونکی لیکنه ده.
شمشتو د مجاهدینو کور دی نه د اختلاف اچونکو ځاله.
هره هغه څوک چی مجاهد وی هغه په شمشتو کی اوسیدلی شی.
او په حضرت قیس بن سعد رض په لیسه کی لوست کولی شی.
مړه دی وی هغه خلک چی د مجاهدینو په منځ کی اختلاف جوړوی.
ژوندی دی وی د شمشتو مجاهد ولس.
خجالت درته پکار دی!!!!!؟؟؟؟؟؟*****

عبد الله نصرت

دا پېښه رښتیا هم واقع شوې ده. خو اوس نه، بلکې څو ورځې وړاندې. د قیس دوه ودانۍ لري: ۱ــ د قیس لیسې ابتدایه او متوسطه، په الف ساحه کې ده مسجد سره نژډې د وچ نهر په غاړه. ۲ــ د قیس لیسې ثانویه د ب ساحه د پوهنتون پخوانۍ ودانۍ او د شفاخانی ترڅنګ د وچ نهر په غاړه. نو دغه پيښه په په ثانویه کې رامنځ ته شوې ده زه ترې پوره معلومات لرم. خو یوه خبره باید د حقیقت څرګندولو به موخه وکړم. هغه دا چې دا پيښه د داعش پلوه استاذانو لخوا رامنځته شوې چې په… نور لوستل »

هودمن پشتون

كه تير دور ته وگورو چي حزب به د شمشتو كيمپ كي سه چي د پيشور په ميناء بازار كي د isi په مت قتلونه كول نو بيا هو دا وره خبره ده چي د ليسي دوه شاگردان او استاذان يي شرلي دي، خو دا له شكه وتلي خبر ده چي حزب هر وخت له تعصب او زان ليدني كار اخيستى دى ، الله د هدايت ورته وكري.

عمرجان

السلام علیکم ورحمه الله به آقای جاوید احمدی: الله متعال برای شما استعداد خوبی نویسنده گی را داده که بسیار مردم از ان محروم و است و شما باید شکر این نعمت را ادا نموده و از استعداد خویش در راه تقویت اسلام و مسلمین استفاده نمائید بدون شک اجر دارین نصیب تان می گردد ورنه در روز قیامت مسول هر کلمه و حرف خویش خواهی بود نمی دانم که از طرف اداره نن تکی اسیا بخاطر نوشتن این مقاله چندی را در یافت نموده اید و ماشالله در حرفه ات که عبارت از نفاق اندازی ,اتهام بستن , تهمت… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x