ادبي لیکني

يو تصويري شعر- دهنري انځور نادره بیلګه

د ابو عثمان لیکنه

دشعر سره زیاته مینه لرم، او که ریښتیا ووایم سر مې هم پرې خلاصیږي، بس دالله تعالی کار دی، څوک یې په جوړولو پوهیږي او څوک یې له لوستلو ښه خوند اخیستلی شی، ما چې څومره شعرونه لوستي، زما د لږو خوښ شویو شعرونو په کتار یو دا د (دار) عنوان لاندې ویل شوی شعر دی. شعر دعواطفو تمثیل دی، او څونې چې دعواطفو تمثیل باریک شي په هنر بدلیږي؛ نو هماغه شعر دهر چا په روان ژور اغیز ښندي چې دزړه ریښتینی درد او انساني فطري عواطف په الفاظو کښې تصویر کړي، بیا نو مخاطب خامخا را ماتوي، او دا کار ډیر لږ کسان کله کله کولی شي.

ما لوستلي شعرونو کښې دهنري انځورونو یوه نادره بیلګه همدا ده چې (دار) پکښې په ( دار) شوي، او که یو څو نور نوښتګر همدې موضوع ته هنري بڼه ورکړي، نو په لږ وخت کښې به ډیر کارنده اغیز ولري.

رازی یو څو تصویري بیلګې راسره ولولی:

کوچې وايي :

بیګاه یې له یارانو سره ولمانځله وخته
دژوند آخري شپه یې تر سهاره په خندا

پدې تصویر کښې له ورایه دازادی دپتنګانو مورال ښکاري، او دازادی او هدف په لار کښې له دار او مرګ سره همدونې عشق ښايي لکه له ژوند سره. دا د ازادی دمینه والو تاریخ دی، چې له پخوا راروان دی، نو پدې ټوټه کښې زمونږ دماضي پراخه منظر کشي شویده، او حال يې پکښې له ماضي سره تړلی دی، سړي ته پکښې له ورایه هماغه خالدي هوډ ښکاري چې دکسرا امپراتور ته يي لیکلي وو، چې باید سر دې خلاص کړي که نه ( داسې لښکرو سره راغلی یم چې په مرګ دونې مئین دي لکه تاسو چې په ژوند مئین یاست).

دا بله ټوټه يې بیا لا دهغې څخه ډیره ژوندی، فطري او بیخي روانه ده، چې دښمن يې داسې مات ښکاري چې دزولنو دشرنګا تاب او حوصله يې هم له لاسه ورکړیده.

آی! دونې ژوندی صحنه، لکه کوچی چې نکل کا:

جیلوانه غوسه مه کړه چې ولچکې شرنګومه
زه دار ته په مستی ځمه په لاره په خندا

او پدې بل بیت کښې وګوره چې تخییل څونې پکښې مجسم شوی، او سړی پکښې دیوې پښتنې خور هغه فطري او لالهانده مینه ګوري چې دخپل ورور راتللو ته دانتظار شیپې شمیري، خوب یې نه وي او چې شرنګ شي بیا یې تر دروازې ځان رسولی وي.

دکوچي په فکر برکت شه چې څرنګه یې دیوې پښتنی خور دزړه پر کور دخپل بندي ورور کوربه مینه راته رسم کړیده:

د کور د دروازې د ځنځیر سره راپاڅي
یو خور، په بندي ورور پسې بیماره په خندا

او دې بل بیت کښې يې خو په ارګ دکیښنول شوي ددې ضمیر او وجدان څخه دعاري انسان څه نا اشنا انځور کښلی، دده کاواکه او بدرنګه خندا، دیو رواني ناروغ په څیر ناسم حرکات، حماري رمباړې، بس دا ټول درته مخ ته کړي، دده دضمیر اصلیت او دوجدان خمیره ګرد درته ښايي،
کوچی وایي :

ګلاب یې دخندا په جرم پورته کړل په دار
ازغیو ته سلام کوي له ډاره په خندا

یادونه :

اسلام ځکه دجنګي اسیرانو وژل نه غواړي چې دا دمروت او انساني غیرت سره اړخ نه لګوي -البته په استثناتو قاعده نه وي بنا- بندي له خپلې دفاع عاجز دی، او اسلام نه غواړي خپل پیروان دونې لویدلي کار ته وهڅوي او ورسره عادي يې کړي.

اسلام دغیرتي ذات هغه غیرتي قوانین دي چې دمسلمان څخه غواړي دخپل دښمن په وړاندې غیور ګام واخلي، او باید له هر ډول لویدلي قدم اخیستلو څخه ځان وژغوري.

په نړیوالو قوانینو کښې دبندي سره دښه تعامل حکم هم داسلام الهام دی چې انساني ټولنې ورڅخه اخیستی، دا چې نه عملي کیږي دا بیله خبره ده.

ددې شپږو بې دفاع بندیانو اعدام دغني بې ننګه او لویدلې څیره تاریخ ته برملا کړه، او سړی نه پوهیږي چې پدې يې داخلي جاسوسان خوشاله کړل، او که بهرني باداران او که دواړه.

ولې یو څه يې چې له لاسه ورکړل هغه افغاني او پښتني ننګ، خو له بده مرغه چې دا دواړه يې له اول څخه نه درلودل.

نو اي! بې ننګه او بزدله انسانه !

ستا مخ دې تور وي
تاریخ ته دې تور وي
او ملت ته دې تور وي

#یادونه: بشپړ شعر دلته لوستلای شئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x