نظــر

دقرآن کریم په میز یی بوټونه ایښي وه !!!

څوساعته وړاندې دجمعې دلمانځه لپاره یوه داسې مسجدته ولاړم، چې کال وړاندې ورکې په لسګونه حافظان دقرانکریم په حفظ بوخت وه.

 تیرکال زه دماذدیګرله لمانځه څخه یوساعت مخکې دغه مسجد ته ورغلم ،که ګورم چې له مسجد څخه دقرانکریم دتلاوت په زړه پورې آوازونه راځي،مسجد ته په داخلیدواودحافظانوپه لیدلوسره داسلامي امارت دوخت مدرسې راپه زړه شوی، یوشخص چې نوراني څیره یی درلوده اوپه لیدلویی دسړي زړه خوشحالیده شااوخواورباندې څوتنه ښایسته ځوانان راټول وه،

لومړې مې فکروکړچې دی به دقرانکریم زدکړه کوي وروسته راته معلومه شوه چې دغه نوراني ځوان دقرانکریم درس ورکوي، د درس له ختمیدلوسره متصل ورغلم اوله محترم استادسره مې ستړي مشي وکړه له استاده مې پوښتنه وکړه چې څومره وخت کیږي چې دلته دې مدرسه جوړه کړیده، هغه وویل چې درې کاله کیږي او زیاته یې کړه چې: له پیل څخه تراوسه له دغې مدرسې څخه نیږدې اتیا ځوانانو دقرانکریم حفظ کړیده اوپه نیږدی وخت کی شل تنه حافظان دقرانکریم له حفظ څخه فارغیږي.

داستاد له خبرو وروسته مې له یوشاګرد څخه پوښتنه وکړه چې ته علاوه له حفظ څخه نور په کومو زدکړو بوخت یې ،هغه وویل چې زه دمکتب دیوولسم صنف شاګرد یم دمکتب تریولسم ټولګي پورې مې قرانکریم له مخې هم نه شولوستلی اودا شپږمیاشتی کیږي چې له قاري صاحب څخه درس وایم ،لومړی می د قرانکریم له مخی لوستل زده کړل اواوس مې الحمدالله څوسپاری قرانکریم حفظ کړیده.

 له هغه څخه مې وپوښتل چې دلته له قاري صاحب څخه دمکتب نور شاګردان هم زدکړه کوي ،هغه وویل چې هو په دی مسجد کې ډیری قاري صاحبان دمکتب شاګردان دي هغه زیاته کړه چې وروره دمکتبونو حالات اوس ډیرخراب دي دیني درسونه نشته  ورکی که شته هم استادان خپله نه ورباندی پوهیږی اوبله داچی په نوي نصاب کی يې له هغه پخواني نصاب (دمجاهدینودوخت نصاب) څخه ډیر دیني مضامین اوموضوعات کم کړي دي دساینسی مضامینو استادان موهم په هیڅ شي نه پوهيږي.

هغه وویل چې دمکتب اکثریت شاګردان قرانکریم له مخی نه شي لوستلی اوهغومره دیني تعلیم چې هرمسلمان یی باید وکړي نه لري اوپه ضروري دیني موضوعاتو له سره خبرهم نه دي له دغه شاګردسره مې خبری پریښودلی ځکه چې مسجد شریف کی په لسګونه قاری صاحبان په تلاوت بوخت وه .

اما ددی شاګرد خبروله ماسره زیاتی پوښتنی اوسوالونه دافغانستان دنوي نسل په هکله پیداکړل دماذدیګرلمانځه له اداکولووروسته له مسجد څخه ولاړم .

دادی پوره یوکال وروسته هم هغه مسجد ته ورغلم چې تیرکال ورغلی وم ،دجمعی دلمانځه وخت نیږدی وه په مسجد کې لمونځ کونکي زیات وه اوزه دمسجد په دروازه کې له نوروکسانوسره ودریدم، ترڅودمسجد په داخل کې ځای پیداشي په دې وخت کې یوبوډا سړي دلاس په خوځولو سره خپل څنګ ته وروغوښتم اوځای یې راکړ،کله چې د سپین ږیري سړي خواته ورغلم سترګې مې په هغومیزو ولګیدی چې تیرکال ورباندی ګڼ شمیرقاري صاحبانوخپل قرانکریمونه غوړولي وه اوخپل حفظ یی کاوه اما اوس په هغومیزونودلمونځ کونکو بوټونه ایښی وه په ذهن کې مې زیات شمیرپوښتنی راولاړی شوی چې ولې دغه قاري صاحبان داسی کوي، چې دلمانځه په وخت کې په میزونو بوټونه ایږدي اوله لمانځه  وروسته ورباندې قرانکریمونه ډیرمی فکرخراب سو،نه دملاصیب په وعظ پوه سوم اونه هم په لمانځه کله چې لمونځ خلاص سو غوښتل مې له قاري صیب څخه ددی وجه وپوښتم ،اما له لمانځه وروسته زه اوهغه بوډاسړی چې ماته یې په خواکې ځای راکړی وه مسجد کې پاتې سوو له ځانه سره مې وویل چې نن دجمعې ورځ ده کیدی شي قاري صاحبان رخصت وي اوکورونو ته تللي وي .

له بوډاسړي څخه مې وپوښتل چې کا کا قاريان رخصت دي، سپین ږیري کاکا راته وویل زویه دلته خوقاریان ماریان نشته له یو څه سوچ وروسته مې له سپین ږیري څخه وپوښتل چې یوکال مخکی زه همدی مسجد ته راغلی وم دلته په لسګونو قاریان دقرانکریم په زدکړه بوخت وه ،هغه راته وویل چې زویه هغه مدرسه خو دا شپږمیاشتی کیږي چې تړل شوی ده ،له بوډاسړي څخه مې دعلت پوښتنه وکړه هغه وویل چې ته خوبه زمونږه دمسجد مشر(متولي ) ډګروال صیب ښه پیژنی هغه  له قاري صیب سره لانجه وکړه چې ته په دی مدرسه کی اشرار تربیه کوی اومونږ نوردانه شوزغملی ماورڅخه وپوښتل چې اشرار که تروریستان هغه وویل چې زه اشرارمشرار نه پیژنم !

په دغه وخت کې یوکس مسجد ته رادننه سو اودسلام له اچولووروسته زمونږخواته راغی چې رانیږدی سو و مې پیژانده داهغه قاری وه چې یوکال وړاندی می په مسجد کې ورسره خبری شوی وی ،دقاري صیب په لیدومې زړه خوشحاله سو له هغه څخه مې لومړی دهغه دحفظ پوښتنه وکړه هغه وویل چې حفظ مې په نیما یي کې پاتې سو ماورنه وپوښتل چې ولی مو مدرسه وتړله هغه وویل چې زمونږ دمسجد متولي پخوانی دکومونستانودوخت متقاعد ډګروال ده هغه قاري صیب ته وویل چې ته په مدرسه کې اشرار تربیه کوې اومونږنه غواړو چې زمونږ په مسجدکې دی زمونږدهیواد دښمنان تربیه شي قاري صیب وویل چې دکابل ښارداکثریت مسجدونومتولیان پخواني کمونستان دي اوهغوی هیڅکله هم نه غواړي چې دهیوادبچیان دی دینی زدکړه وکړي .

لیکوال : انجنیر محمدآصف  مزمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x