د عمر بن عبد العزیز (رحمه الله) “ژوند لاره” – لومړۍ برخه

ژباړنه او ترتیب: م. حمد الله (دانشمند)

عمر بن عبد العزیز (رحمه الله) په کال۶۳ ه-ق کې په مدینه (منوره) کې و زېږېد په کوم کې، چې ام المؤمنین”میمونة” (رضي الله عنها) له دې نړۍ وکوچېده.  پلار یې عبد العزیز، د مروان زوی هغه د حکم هغه د عاص هغه د امیه هغه د عبد شمس زوی وو. مور یې ام عاصم(لیلی) نومېده د عاصم (رحمه الله) لور وه، عاصم د عمر فاروق (رضي الله عنه) زوی وو.
عمر بن عبد العزیز (رحمه الله) له هره پلوه د ویاړمن نسب څښتن دی.

عمر فاروق (رضي الله عنه) خپل زوی (عاصم) ته سپارښتنه وکړه: ولاړ شه، له پلانۍ سره، چې ډېره له الله پاک نه، ویريدونکې او باعفته نجلۍ ده نکاح وکړه، زه په دې باور یم: یوداسي ماشوم به نړۍ ته راوړي، چې د عربو یوه مخکښه څېره به وي، هغه همداسي وکړل… د خپل پلار له وړاندوینې سره سم الله پاک د داسي لمسي څښتن کو، چې د نورو سترو کمالاتو تر څنګ د مسلمان ولس د امارت دروند مسؤلیت هم ور له غاړې شو.

سیرت لیکي: د یاد عمر (رحمه الله) پلار (عبد العزیز) و خزانچي ته کړه: زما له پاک مال نه، (۴۰۰) دیناره را غونډ کړه له یوې ویاړمنې کورنۍ سره د ازدواج (کوزدې کولو) تکل  لرم، هغه وو، چې د عاصم (رحمه الله) لور یې په نکاح کړه، پایله یې داشوه، چې په بڼ کې یې د “عمر بن عبد العزیز” په څېر ګلاب زرغون شو.

عمربن عبد العزیز (رحمه الله) تابعي دی، د سترو تابعینو تر څنګ یې له صحابه وو (رضي الله عنهم) نه هم حدیث اورېدلي، چې په هغوی کې انس، عبد الله بن عمر، ابن جعفر، ابن ابي سلمة او… (رضي الله عنهم) یادولای شو. خو دامارت د زیاتو بوختیاوو له کبله یې و نشو کړای تر څو ډېر روایات نقل کړي. نور بیا…

خلاصه له ” سیرة عمر بن عبد العزیز لابن الحکم “، ” سیرة عمر بن عبد العزیز لابي الفرج ابن الجوزي” …
ــــــــــــــــــــــــــــــ
نصیحت: حلال باید وخورو، له دیندارې کورنۍ سره د تړاو په تکل کې باید و اوسو، د پلار له نیکې مشورې نه باید سر غړونه و نه کړو تر څو مو د ژوند بهیر مثبت پر مخیون وکړي…