ځوانه فکر وکړه!

حاجي غلام محمد معصومي

دا به مو اوریدلی وی، چي د یوی ټولنی د ملا تیر ځوانان جوړه وی.

د تاریخ له مخی دغه ځوانان دی چی انقلابونه راولی، ځوانانو هر وخت خپله مېړانه کړی او د وطن د دفاع څخه نیولی، تر بیا رغونی، تعليم، کلتور، اجتماعیات، او د ژوند په هر ډګر کی یی داسی کارنامی پرايښی دی چی که یی زه اوس یاد ونه وکړم نوخپله خبره می هیریږی، پر دی به نه ږغیږو، چی په ۵ زره کلن تاریخ کی پښتون زلمی څه کارنامی کړی دی؟

اوس چی زموږ په کور کی نااعلان سوی جنګ روان دی نو ثابته خبره ده، چی نه یوازی موږ د نظامی اړخ څخه کمزوري سوي یو، بلکی د فرهنګی، تعلیمي او اخلاقی برخی مو هم سختي زیانمنی سوی دي.

ګرانو لوستونکو! زه د لوی کندهار خبره کوم هغه کندهار چی د افغانستان برخلیک یی ټاکی هغه کندهار چی دفرهنګ په ډګر کی یی لوړ لاس درلود او هغه کندهار، چي د تهذیب خبری به یی په نړی کی د ژبو پرسرګرځېدلې.

نن چی ټوله نړۍ د خپلو ګټو په موخه دلته راغلی د هرشی امکانات سته بیا هم ځوانان د وطنه تښتی له پوهني مخ ګرځوي او د شرم خبره خو لا دا ده چی یو سلو دیرش زرو په شاوخوا کي په نشه روږد کسان هم یوه بله غمیزه ده ، چي زموږ د ټولني پر اوږو يې د پورته کولو بوج پروت دی.

تیره ورځ د کندهار په ولایت کی د انار ګل دودیره مشاعره وه د اطلاعاتو کلتور وزیر عبدالباری جهانی وایی هغه کندهار، چي د فرهنګ تر څنګ یی په پوهنه کی هم ښه نوم درلودی اوس ځوانان په فیسبوک کی د ادب نه مراعتولو تر څنګ په کمزورې املاء داسي چټیات لیکي ، چي په ویلو او لوستلو يې د عقل خاوندان شرمیږي.

د افسوس ځای لای دادی، چي اوس هر ځای ځوانان وګوری په غیبت يې خولې لړلي، په تعصب کي غرق او تنګ نظري يې دې پولی ته رسیدلې ده، چي ددوی داکړني یوازي د ټولني مخ پرځوړ حرکت دی او بس .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د