نظــر

د يوه هيواد خلک دي خو ځيني څومره اتلان او ځيني بيا څومره موزيګيان دي!!

ننګیال افغان

چي سر ستا پر ننګه بايلي

د هغو پر څه ژړا ده

پر ننګ مړ خو څه مړ نه دی

د بې ننګه ژوند جفا ده

لاس به وانه خلم له ننګه

که پر ننګ پاته دنيا ده

چي سر پرې کړي ”احمدشاهه“

د هغو مينه رشتيا ده.

او

مړونه يو ځلي پر ځای مري

موزيګي هرځلي پر ځای بې ځايه مرينه.

څوک چي د ګران اسلام د ننګي، د هيواد د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو او له ظالمانو څخه د مظلومانو د ژغورلو او د خپل ولس د عزت لپاره په مړانه او زړه ورتيا د نړۍ د ستر زبرځواک جنايت کاري امريکا او د هغه د ګوډاګيانو تر چنغړکه پوري په وسلوبار پوځيانو، موډرنو جنګي الوتکو، ټانکونو، توپونو او توپکو مقابلې ته وردانګي تر دې به نو لوی اتل څوک وي؟ او څوک چي زموږ د وياړلي ټاټوبي ګران افغانستان د نيوونکي او زموږ د دين، وطن، ننګ، ناموس او فرهنګ د دښمن او زموږ بې وزلو خلکو د لا بې ولي کوونکي، کړوونکي، سپکوونکي، بندي کوونکي او وژونکي غليم تر څنګ دريږي او د هغه په وسله د خپل مسلمان ورور او هموطنه په وژلو کي مرسته ورسره کوي تر دې به نو لوی موزيګی او بې ننګه او ټيټ سړی بيا څوک وي؟ اوبیا په تېره هغه څوک چي ښه پوهيږي چي د وطن د ژغورني او خپلواکۍ د مبارزينو بايد قدر وسي، خو دی د اعدام حکم پر کوي، تر دې به بیا بل زبون ، نتلی، د خدای په لعنت ککړ ساکښ څوک وي؟

هو ، دا د لوی څښتن کړه دي چي د يوه هيواد خلک ځيني شهيدان کړي او ځيني قاتلان، د ځينو د جنت ښې او ښادۍ او حوري په برخه کړي او د ځينو د دوږخ د اور لمبې.

رشتيا ده چي هدايت او ضلالت د الله په لاس دی، لوی څښتن فرمايي:

﴿ مَنْ يَهْدِ اللَّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِي وَمَنْ يُضْلِلْ فَأُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ (178) ﴾[الاعراف: ۱۷۸]

ژباړه: هغه چاته چي الله لارښوونه کوي، بس يوازي هغه سمه لار مومي(څوک چي لوى څښتن پر هغه باندي ايمان راوړلو او د هغه پر طاعت کولو موفق کړي، نو هغه موفق او بريالى دى) . او څوک چي هغه(جل جلاله) بې لاري کړي(او ويې ښويوې او د سمي لاري پر اخيستلو يې بريالى نه کړي)، نو هغه خامخا تاواني (اوهلاکېدونکى) دى.(نو لارښوونه او بې لاري يوازي د خداى له لوري ده).

د وژونکي په اړه فرمايي:

﴿وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا (93)﴾[النساء: ۹۳]

ژباړه: او هرڅوک چي مسلمان په قصد (په پوهه او اراده او نيت سره، نه په خطا سره غير حق، د هغه په ايمان باندي په خبرتيا) سره ووژني، نو د هغه (د دې لوى جنايت) جزا دوږخ دى چي په هغه کي به تل اوسي. او (پر دې سر بېره) الله پر هغه خپل غضب نازلوي او لعنت پر لېږي (له خپل رحمت څخه يې بې برخي کوي) او د هغه لپاره يې (د دغه ستر او عظيم جنايت په سبب د قيامت په ورځ) ډېرسخت عذاب چمتو کړى دى.

دا د لوى څښتن له خوا د دغه ستر جرم د تر سره کوونکي لپاره يو داسي لوى ګواښ او سخت وعيد دى چي تر دې بل لوى ګواښ او وعيد نه جوړيږي. په قصد او ناحقه، د اسلام، وطن او مظلومانو څخه د ننګی په جرم د مسلمان وژل د لوى څښتن پر جوړښت او تخليق باندي داسي تېرى دى چي لوى څښتن يې هغسي سزا ټاکلې ده چي کافرانو ته يې ورکوي او د قرآن کريم د الفرقان د سورې په (٦٨) آيت کي يې د دې جرم يادونه د شرک ترڅنګ کړې ده. وګورئ لوى څښتن داسي فرمايي: ” د هغه جزا دوږخ دى، چي په هغه کي به تل اوسي، او د الله غضب او لعنت به باندي وي او ډېر سخت عذاب ورته چمتو دى“. دومري سختي سزاوي په يوه وخت کي د بلي هيڅ يوې ګناه لپاره نه دي بيان سوي. نو له دې څخه څرګنديږي چي د يوه مومن څخه د ژوند حق اخيستل او اعدامول د لوى څښتن په نزد څونه لوى تېرى او غټه ګرمه ده.

د حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم د صحيحو احاديثو له مخي په درو مواردو کي د مسلمان وژل پر حق باله سي:

١. کله چي مسلمان کافر(مرتد) سي.

٢. کله چي د مېرمني خاوند(محصن) نارينه يا مړوښې(محصنه) ښځه زناوکړي.

٣. او کله چي يو څوک د يو چا د وژلو له امله د قصاص وړ وګرځي. ([1]).

له دغو مواردو پرته د مسلمان وژل ډېر بد ظلم دى. او د دغسي وژونکو ظالمانو سره مرسته او همکاري او هغو ته تمايل او درناوى او کار او لار يې ښه ګڼل او تبليغول د قرآن مخالفت او د دوږخ د اور د سوځلو لامل ګرځي.

په احاديثو کي هم د مسلمان وژنه سخته غندل سوې ده او د قاتل لپاره سخت وعيد(ګواښ) بيان سوى دى. لکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:

«لَزَوَالُ الدُّنْيَا أَهْوَنُ عَلَى اللَّهِ مِنْ قَتْلِ مُؤْمِنٍ بِغَيْرِ حَقٍّ»([2]).

ژباړه: (د مسلمان وژل دومره ستره ګناه ده چي) د لوى څښتن په نزد په ناحقه د مسلمان تر وژلو
د دنيا له منځه تله ډېر آسان بلل کيږي.

بل حديث دى:

«أَوَّلُ مَا يُقْضَى بَيْنَ النَّاسِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِي الدِّمَاءِ»([3]).

ژباړه: لومړنۍ خبره(قضيه) چي د قيامت په ورځ يې پرېکړه کيږي د وينو تويېدو په هکله ده.

په بل صحيح حديث کي راغلي دي:

«كُلُّ ذَنْبٍ عَسَى اللَّهُ أَنْ يَغْفِرَهُ، إِلَّا مَنْ مَاتَ مُشْرِكًا، أَوْ مُؤْمِنٌ قَتَلَ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا»([4]).

ژباړه: د هري ګناه د بخښني هيله کېداى سي، خو که څوک پر شرک مړ سي يايو مسلمان بل مسلمان په قصد سره ووژني د بخښني هيله يې نه سي کېداى.

بل حديث فرمايي:

«لَا يَزَالُ الْمُؤْمِنُ مُعْنِقًا صَالِحًا، مَا لَمْ يُصِبْ دَمًا حَرَامًا، فَإِذَا أَصَابَ دَمًا حَرَامًا بَلَّحَ»([5]).

ژباړه: مسلمان تر هغو چي د حرامو وينو په تويولو( د مسلمان په وژلو) يې لاس نه وي پوري کړى تکړه او چسپانده وي، خو کله چي په حرامو وينو تويولو ګوتي پوري کړي ستومان او لالهاند سي.

په يوه بل روايت کي چي د حديث پوهانو د څېړنو په پايله کي صحيح بلل سوى دى راغلي دي چي حضرت ابن عباس رضي الله عنهما وويل چي ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه واورېدل چي فرمايل يې: د قيامت په ورځ به وژل سوى(مقتول) په داسي حال کي راسي چي په خپل وژونکي پوري به ځړيږي او ويني به تر څاڅي او لوى څښتن ته به عرض وکړى: اى لويه څښتنه! زما له دغه وژونکي څخه پوښتنه وکړه چي زه يې څله وژلى يم؟ ([6]).

مفسرينو او محدثينو رحمهم الله له حضرت ابن عباس رضي الله عنهماڅخه ډېر روايتونه نقل کړي دي چي هغه ويل : چا چي مسلمان په قصد سره وژلى وي توبه يې نه قبليږي او﴿وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا (93)﴾منسوخ سوى هم نه دى. ([7]). پر دې بنسټ به ځينو نورو صحابه وو، تابعينو او تر دوى وروسته عالمانو هم ويل چي د دغسي وژونکي توبه نه قبليږي.

محمد رشيد رضا په خپل تفسير المنار کي زموږ د مورد بحث آيت د تفسير په ترڅ کي ليکي: چاچي ايمان راوړى وي او په دې پوهيږي چي لوى څښتن د مسلمان وژل حرام کړي دي او پر هغه باندي سخته سزا ورکول کيږي او بيا هم دا کار کوي، نو نژدې ده چي داکار له اسلام څخه اوښتل وبلل سي.

محمد سيد طنطاوي هم د دغه آيت د تفسير په ترڅ کي وايي: هغه څوک چي يو څوک په قصد او غير حق او بې له کوم تاويله ووژني مرتد کافر دى.

خو حضرت امام ابوحنيفه او ملګري يې او امام شافعي او ځيني نور رحمهم الله بيا په دې هکله داسي وايي : په قصد وژونکى توبه وکاږي که يې ونه کاږي خبره يې د لوى څښتن په مشيت (اراده، خوښه او غوښتنه) اړه لري.(يعني دا د لوى څښتن په اراده او غوښتنه اړه لري چي د قيامت په ورځ يې بخښي که عذاب ورکوي). ([8]).

نور ډېر عالمان او مفسرين بيافرمايي چي که وژونکى چي پر لوى څښتن او د ده پر پيغمبر ايمان ولري خپل ځان اصلاح کړي او نصوحه توبه وکاږي لوى څښتن به يې په خپل فضل او لورونه سره عفو کړي. ([9]).

د شهيد په اړه لوی څښتن فرمايي:

﴿ وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاءٌ وَلَكِنْ لَا تَشْعُرُونَ (154)﴾[البقرة: ۱۵۴]

ژباړه: او (اى مسلمانانو !) هغوکسانو ته چي د الله په لار کي(مجاهدين) ووژل سي،(عام) مړه مه واياست، بلکي په اصل کي هغوى(په خپلو قبرونو کي په يو ډول ځانګړي ژوند) ژوندي دي، خو تاسي ته(د هغو د ژوند) احساس نه کيږي(د دوى د ژوند حقيقت او کيفيت بې له خدايه بل چا ته نه دى معلوم).

بل ځای فرمايي:

﴿ وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ (169) فَرِحِينَ بِمَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَيَسْتَبْشِرُونَ بِالَّذِينَ لَمْ يَلْحَقُوا بِهِمْ مِنْ خَلْفِهِمْ أَلَّا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ (170) يَسْتَبْشِرُونَ بِنِعْمَةٍ مِنَ اللَّهِ وَفَضْلٍ وَأَنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُؤْمِنِينَ (171) ﴾[آل عمران: ۱۶۹ / ۱۷۱]

ژباړه: او (اى نبي!) هغه خلک چي د الله په لار کي وژل سوي دي، هيڅکله مړه مه ګڼه ، بلکي هغوى (په برزخي ژوند)، ژوندي دي ، هغو ته د خپل (هغه) پالونکي په وړاندي(چي د هغه لپاره يې جهاد کړى وو او د هغه په لار کي شهيدان سول، په جنت کي) روزي(او نعمتونه) رسيږي. (او د ژوندانه څرنګوالى او د خورک ډول يې لوى څښتن ته معلوم دى اوبس).

الله چي هغو ته د خپل فضل څخه (د خپلي لورېيني له مخي) څه ورکړي دي ، په هغو خوشاله (او خوښ او سوکاله) دي او د هغو کسانو په حال چي (په دنيا کي) تر دوى وروسته پاته دي او تر اوسه (د خداى په لار کي جهاد کوي او) د دوى سره(په شهادت کي) نه دي يوځاى هم خوشاله دي(چي کله هغوى هم شهيدان سي او د دوى سره يو ځاى سي، نو به هغوى هم د دوى غوندي سي، ځکه چي دوى پوهيږي چي کله دوى د لوى څښتن په لار کي په اخلاص سره شهيدان سي، نو به هغه ښېګڼي چي دوى ته رسېدلي دي، هغو ته هم ورسيږي) او هغه حال دادى چي نه به پر پاته سوو کسانو باندي (د آخرت په چاره کي چي ورسره مخامخ کيږي) څه بېره وي او نه به (د دنيا د هغو چارو په هکله چي ځني پاته سوي دي او له لاسه يې وتلي دي څه) ګروم(غم) کوي.

هغوى د الله په نعمتونو او فضل(لورېينه) هم خوشاله دي او په دې خبره هم خوشاله دي چي الله د مومنانو اجر نه ضايع کوي.(بلکي نور يې هم زياتوي).

بل ځای فرمايي:

﴿ فَلْيُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يَشْرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالْآخِرَةِ وَمَنْ يُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيُقْتَلْ أَوْ يَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا (74) ﴾[النساء: ۷۴]

ژباړه: د الله (د دين د نصرت او خپرېدو او د هغه د کلمې د اعلا) په لار کي هغه خلک بايد وجنګيږي چي دنيوي ژوند د آخرت (او د هغه د ثواب) په بدل کي پلوري (او فاني ژوند په باقي او تل ترتله ژوند بدلوي). او څوک چي د الله په لار کي وجنګيږي (په اخلاص سره جهاد وکړي)، که ووژل سي او که برلاسى سي (په دواړو صورتونو کي به) موږ (په آخرت کي) ستر ثواب ورپه برخه کړو.

په احاديثو کي هم د شهادت د لوړ منزلت او زښتو زياتو ثوابونو به باب ډېر څه ويل سوي دي، موږ دلته د بېلګې په توګه دا لاندي حديث را اخلو:

 عَنْ أنَس بن مَالِكٍ رَضِيَ اللهُ عَنهُ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: » مَا أحَدٌ يَدْخُلُ الجَنَّةَ، يُحِبُّ أنْ يَرْجِعَ إِلَى الدُّنْيَا، وَلَهُ مَا عَلَى الأرْض مِنْ شَيْءٍ إِلا الشَّهِيدُ، يَتَمَنَّى أنْ يَرْجِعَ إِلَى الدُّنْيَا فَيُقْتَلَ عَشْرَ مَرَّاتٍ، لِمَا يَرَى مِنَ الكَرَامَةِ».« متفق عليه».

ژباړه: انس بن مالک وايي: پيغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمايل: هر څوک چي جنت ته ننوزي که ټوله دنيا هم ورکړي، نه غواړي چي دنیا ته ور وګرځي، خو يوازي شهيد هيله کوي چي دنيا ته ولاړ سي او لس واره ووژل سي، ځکه ويني چي شهادت څومره کرامت، درناوی او شرافت لري.

څنګه چي شهادت دغونه ډېر اجرونه لري، ځکه به نو رسول الله صلی الله علیه وسلم، صحابه کرامو، او د دين امامانو د شهادت هيله او تمنا کول، نو راځئ موږ هم خپلو ځانونو ته له لوی څښتن جل جلاله څخه د شهادت د مړيني غوښتنه او خپلو شهيدانو ته د شهادت د قبلېدو او مجاهدينو ته د بري دعاوي وکړو والسلام.

([1])- وګورئ بخاري، کتاب الديات، باب قول الله تعالى أن النفس بالنفس…،٦٨٧٨ شمېره حديث.

([2])- ترمذي،ابواب الديات، باب ما جاء في تشديد قتل المؤمن، 1395 شمېره حديث، نسائي، کتاب تحريم الدم ، باب تعظيم الدم ،3987 شمېره حديث، ابن ماجة، کتاب الديات، باب التغليظ في قتل مسلم ظلماً ، ٢٦١٩ شمېره حديث.

([3])- صحيح البخاري،کتاب الديات باب ١ / ١، ٦٨٦٣ شمېره حديث او مسلم، کتاب القسامة، باب المجازات، ٤٢٧٢ شمېره حديث.

([4])- سنن أبي داود، کتاب الفتن، باب في تعظيم قتل المؤمن،٤٢٧٠شمېره حديث او مسند امام أحمداونسائي.

([5])- سنن أبي داود، کتاب الفتن، باب في تعظيم قتل المؤمن،٤٢٧٠شمېره حديث او طبراني.

([6])- نسائي، کتاب تحريم الدم ، باب تعظيم الدم ،٤٠٠٤ شمېره حديث.

([7])- صحيح البخاري، کتاب التفسير، ٢ / ٢ باب، ٤٧٦٢ ، ٤٧٦٣ او ٤٧٦٤ شمېرې حديثونه او مسلم، کتاب التفسير ، باب في تفسير آيات متفرقة، ٧٤٣٧، ٧٤٣٨ او ٧٤٣٩ شمېرې حديثونه.

([8])- د پورتني آيت په اړه د امام شوکاني فتح القدير.

([9])- دوى په دې هکله د ” الزمر“ د سورې په (٥٣) آيت او د ” النساء“ د سورې په (٤٨ او١١٦) آيتونو او د ” الفرقان“ دسورې په (٦٨ ــ ٧١) آيتونو تمسک او استدلال کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x