بغلان: طالبانو د یو بیس او څلورو پوستو د نیولو خبر ورکړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۲۳مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو د بغلان په مرکزي بلغان ولسوالۍ کې د یو بیس او څلورو پوستو د نیولو خبر ورکړی دی.

د دوی د خبرپاڼې له مخې يې نن سهار وختي يې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په قیصرخېلو، جوی کهنه او کوږ چینار سیمو کې یو بیس او څلور پوستې نیولي او یادې سیمې يې بشپړې تر واک لاندې شوې دي.

د دوی په خبره په دې جګړه کې يې قومندان خیرالله چې په سګ په مشهور و او د هغه شپږ عسکر وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

طالبانو په دې جګړه کې چې په کوږ چينار او منګلو سیمو کې لا هم روانه ده، د دریو اربکیان، یو پولیس او څلورو د اردو عسکرو د ژوندي نیولو دعوه هم کړې ده.

تر اوسه د بغلان ځايي چارواکو د طالبانو د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د