نظــر

طالب زندانیان اوڅلورم شاه شجاع

لیکوال محمد امین بسمل
لیکوال محمد امین بسمل

محمدامین بســـمل

که له نن ورځې څو کاله شاته مخ راواړوو اود څلورم شاه شجاع (اشرف غني) هغه وخت را یاد کړو، کله چې د کابل پوهنتون رئیس و او دریم شاه شجاع (حامدکرزي) به لېونی باله دا به یې هم وېلې، چې اشرف غني نیمه ورځ له ځانه او نیمه ورځ له جهانه مرور وي.

خو کرزی له دې څخه خبر نه و، چې دالېونی دلوی شیطان په لاس یوه تراشل شوې اوپېچلې وسیله ده چې خپلو ناولو موخو ته به ځان پرې ورسوي.

ځکه خودالیونی له یرغلګرو پوځونوڅخه افغان ټوپکیانو(دشمالي ټلوالې ملېشو)ته دامنیتي مسؤلبت د لېږد پروسې لپاره وګمارل شو؟

داپه دې خاطرنه چې دی دومره لایق او یا کوم سرښندونکی پوځي بړېڅ و، بلکې یرغلګرو له همدې لارې ده ته د یوې سیاسي شخصيت سازي پلان پلی کاوه ترڅوخپل هغه ناولي ارمانونه پرې پوره کړي، کوم چې دریم شاه شجاع حامد کرزي نه وو ورته پوره کړي، لکه دامنیتي تړون لاسلیکول، په ګران افغانستان کې دترهې لا خپرول، د نشه يي توکودکرکیلې زیاتول، د یو داسې حکومت رامینځ ته کول چې د اولس په مینځ کې نورې کرکې هم راوزېږوي ترڅوجګړه اوږده او دسیمې چوراو تلان ته لا زمینه برابره شي.

ښکېلاکګرو دجګړې د دوام لپاره دا لاندې لارې ځان ته پرانیستې دي:

ــ د تش په نامه القاعدې په نوم له خیالي ترهګرو سره د جګړې دوام.

ــ دطالبانو د ځپلو په پلمه دسیمې ناارامه ساتل.

ــ یوډول نه یو ډول د اولس تنګول دا که دبې پیلوټو الوتکو دبموریو په وسیله وي، که دشپنیو چاپو اوکه دتپل شوې ادارې د فساد او مردم ازاري له لارې وي.

یوه نویې او له نفرت څخه ډکه لار یې وړمه ورځ پرانستله، هغه دجنګي اسیرانو اعدامول دي.

د جنګي اسیرانو اعدام په تېره بیا دهغوکسانو چې له بند څخه یې کلونه تېرشوي وي په هیڅ حال انساني نه بلل کیږي.

څلورم شاه شجاع (اشرف غني) پخپلو تورو او کرغېړنو ګوتو د شپږو سوچه افغانانو د اعدام پاڼې لاسلیک اوپه دې وسیله یو ناځوانمردانه عمل صورت وموند.

زه نه غواړم دلته دموضوع په اړوند حقوقي کرښې وباسم فکرکوم هغه دمحترم ډاکترصاحب عثمان تره کي لیکنه کفایت کوي.

زه دلته یوازې دومره لیکم، چې دهغې کاذبې سولې بېخ وخوت کومه، چې د ارګ غبرګ سرواو ټیټ سرو زموږ اولسونه پرې غولول.

نورنو دکاذبې سولې د څلوربول ښنې وښوېدې دهغه څلوربول ښنې، چې دکابل، اسلام آباد، پېکین او واشنګټن په ښنګرو روانې وې.

په مخکینیو لیکنو کې مې هم دسولې څلور اړخیزې غونډې دڅلوربول غونډو په نوم یادې کړې وې.

لنډه دا چې سوله نه مخکې وه او نه خو به دپردیو تالي څټوله لاسه دومره ژر موږ ته مخ راواړوي.

هغه ده په قفس کې حیصار خوارکیان یې له تېغه تېر کړل دا شرمېدلې کړنه نه یوازې د افغان غیرتي اولس په ټنډه تورداغ و، بلکې د آزادي دهغوکاذبوعالمبردارانو مخونه یې لا نورهم ورتورکړل چې د دیموکراسي او بشرحقونو نغارې به یې غربولې.

یو متل دی وايي:

نرپسه دحلالېدو لپاره پیدا شوی دی.

موږ به هم یو وخت نه یو وخت له دې غم لړلې نړۍ سترګې پټې کړو خو مالومه نه ده، چې کله او چېرې؟

خو ددغو شپږو زندانیانو وژل نه بخښونکي ځکه دي، چې لمړی خودا تپل شوې اداره پلیته او له فساد څخه ډکه ده او دوهم دا، چې مدافع وکیلان یې نه لرل.

له ټولو دردونکې او شرموونکې خبره دا چې دطالب په نوم یې له پکتیکا ولایت څخه یوخوارکی شپونکی هم غرغره کړ لعنت دي وي په داسې محکمه.

راځم د څلورم شاه شجاع ورورحشمت غني ته، چې ځان د کوچیانواستازی هم بولي هغه ته دومره لیکم، چې که دا کرمی اشرف غنی زموږدمظلوم اولس په تېره بیا د شپون کي له تڼاکو پښواو پتري پتري وچوکلکو شونډو نه وي خبردا ته کدو خو د کوچیانو استازولي کوې آیا تاته د یوداسې بې ګناه شپونکي غرغره کول په ځای کار ښکاري؟

پوهېږم چې دشپږو افغانانو په غرغره کولوسره موشمالي ټلوالې ته ښه بوټ پاکي وکړه خو د افرین په ځای یې خپل بوټونه په څټ کې دروموښل عطانور خو یې لا داهم وویل، چې په دې اړوند له موږ سره مشوره نه ده شوې ته وا دا غله قاضیان اوڅارنوالان دي.

یو پاړسي متل دی وايي:

ده درکجا ودرختان درکجا؟

که څلورم شاه شجاع دلسم ریاست دتباهي په غچ کې دغه شپږ کسان وژلي وي نو په ده دې بیا هم لعنت وي او که یوازې یې دقاچاقبرضیا مسعود دخوشالولو لپاره دا کرغېړن عمل ترسره کړی وي نو بیخې دې پسې وشرمېږي.

په پای کې دومره لیکم، چې اشرف غني یاڅلورم شاه شجاع په غلامي کې بې جوړې وخوت اوپه دې کرغېړن عمل سره یې وښوده، چې د اوږدې جګړې لپاره په افغان اولس تپل شوی دی.

«حکومت د طالب په نامه شپونکی اعدام کړی» په لاندي ادرس یې ولولئ:

http://www.nunn.asia/73388/

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دولت خان

سلام هيله ده چي خوشحاله خوشحالهاوسى ملګرو ملګرو ملګرودا ملګرودااوله ملګرودااولهليکنه ده زماسره دا اسناد سته سته سته چى چى4نفره چى4نفره چى4نفره بى ګناه په په16کاله بند بندمحکوم سويدى

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x