د شمالي ولایتونو لویه لار سالنګ کې تړل شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۲۳مه، ۱۳۹۵ل): د ورښتونو له امله د کابل – شمال لويه لاره د سیلابونو له امله د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

د سالنګونو د څارنې مسوول جنرال عبدالرجب وايي چې تېره شپه شاوخوا لس بجې سیلابونه دومره زورور شول چې لار يې وتړله.

د هغه په خبره د سیلابونو له امله په شمالي سالنګ کې له پل ملخان څخه تر چوخک سیمې پورې شاوخوا پنځه کیلومټره سړک تخریب شوی او دغه لاره په سالنګ کې د شپې له لسو بجو راهیسې تړلې ده.

عبدالرجب وايي چې د سالنګ دواړو لوریو ته ګڼې سپرلۍ باندې پاتې دي، خو په وينا يې دوی هڅه کوي چې تر نن ماښامه لار پرانیزي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د