دیني، سیرت او تاریخ

د یوه امریکایي عیسایي راهب سره بحث

عبدالغفار جُبیر

د ښاغلي بلېک کیتي سره مي د اسلام او عیسایت پرحقانیت باندي بحث وو ټول بحث د سوال او ځواب په بڼه سره دی:

= شراب څیښل ښه کاردی او که بد کاردی؟

بلیک کیتي: نه بد کاردی، ناوړي پیښي ډیري ورڅخه پیښیږي، لکه ځان وژني، فحاشي او داسی نور…

= که یې ښه راته روښانه کړی؟

بلیک کیتي: تاسی ګوری په امریکا کي هغه څوک چي شراب وڅیښي او بیا موټر چلوي نو په ځان نه پوهیږي نه په جهان پوهیږي، ټکر واقع شي خپل ځان هم هلاک کړي او نور هم هلاک کړي. کله ځیني کسان چي شراب وڅیښي ځان وژنه کوي، یا پر نورو د توپک خوله راخلاصه کړي او یا کله هم خپل ځان قتل کړي، او یا هم چاقو راواخلي او کار یې خلاص کړی او داسی نور…

= نو تاسی مبشرین یې ولي مخه نه نیسی؟

بلیک کیتي: خبره اصلاً داسي ده چي موږ په بد حالت کي یو، دا چي د حضرت عیسی علیه السلام لومړی معجزه په واده کي اوبه په شرابو اړول دي، نو ځکه ډیر عیسایان حتی مذهبي کسان په دې آند دي چي شراب پروا نه کوي، او بل  لور ته چي موږ ګورو چي شراب او د شرابو هر ډول د انسانانو او ټوله بشریت ته هلاکت دی بیا حیران شو، هغه نقصانونه چي زموږ و امریکایي ټولنې ته هره میاشت د شرابو له کبله رارسیږي دا نه جبران کیدونکي دي، خو دا یوه مسلمه خبره ده چي که چیري شراب د حضرت عیسی علیه السلام لپاره ښه وه نو ولي زموږ لپاره بد دي.

= ستاسو له خبرو څخه دا معلومیږي چي شراب هم ښه دي او هم بد دي؟

بلیک کیتي: کیدای شي هغه شراب چي حضرت عیسی علیه السلام استعمالول هغه به داسي نه وه، خو دامنو چي موږ د حضرت عیسی علیه السلام تعلیمات منو.

= افرین داښه خبره ده، حضرت عیسی علیه السلام ډیر ښکلې تعلیمات لري لکه:

دختنې (سنت کیدلو) حکم:

د ختنې (سنتولو) حکم د حضرت ابراهیم علیه السلام څخه روان ؤ، په تورات کي هم ددې حکم ښکاره شته، لکه:

زما او ستا تر منځ تړون دادی چي هر نر باید سنت شی، او که سنت نه شی نو هغه وعده پوره نکړه او هغه ایسته که.
(کتاب پیدایښت ۱۷: ۱- ۱۴)

او حضرت موسی علیه السلام خطاب کوي:

او په اتمه ورځ باندی باید د هلک ختنه وشی.
(لاویان/احبار ۱۲: ۳)

خپله حضرت عیسی علیه السلام هم سنت شوی ؤ لکه:

اته ورځی وروسته هغه سنت شو او د هغه نوم عیسی کښېښودل شو.

(انجیل لوقا۲:۲۱)

دا چي تاسی وایاست چي شراب که د حضرت عیسی علیه السلام لپاره ښه وه نو موږیې هم څیښو، نو اوس پوښتنه داده چي که چیري ختنه د حضرت موسی علیه السلام او حضرت عیسی علیه السلام لپاره ښه وه نو تاسی یې ولي نه کوی؟

بلیک کیتي: پولس رسول دا رد کړې ده.

= دا منم چي اوسنی عیسایت د پولس رسول نظریات دي، او پوښتنه داده چي حضرت عیسی علیه السلام ستر دی او که پولس رسول؟

بلیک کیتي: نه حضرت عیسی علیه السلام.

= ولي دحضرت عیسی علیه السلام تعلیمات نه منی؟

بلیک کیتي: دا هغه څه دي چی موږ تل ورسره لاس او ګریوان یو.

بلیک کیتی: تاسی ولي د قرآن کریم تعلیمات نه منی؟

= څنګه یې نه منو؟

بلیک کیتی: په قرآن کریم کي راځی چي خدای وایی چي ما حضرت عیسی علیه السلام مړکی او بیا مي پورته کی هغه ایات دادی:

اذْ قَالَ اللّهُ يَا عِيسَى إِنِّي مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ إِلَيَّ

ژباړه: په یاد که هغه وخت ای محمده! چي کله الله وویل وعیسی ته چي ای عیسی! زه دي وفات کوم، پورته کوم دي.

= ځواب:
خبردار!!! عیسایي مبشرین درسره په دې مبارک ایات دلیل وايي.

اذْ قَالَ اللّهُ يَا عِيسَى إِنِّي مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ إِلَيَّ وَمُطَهِّرُكَ مِنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ ) سورت آل عمران: ۵۵)

ژباړه: په یاد که هغه وخت ای محمده! چي کله الله وویل وعیسی ته چي ای عیسی! زه دي وفات کوم، پورته کوم دي، او صفاکوم دي د هغه کسانو څخه چی کافران دی.

کله چي یهودو د حضرت عیسی علیه السلام د وژلو اراده وکړه او غوښتل یې چي ژوندی یې ونیسي او بیا یې صلیب (په دار وځړول) کړي، نو دوی پر هغه خونه باندي راوګرځیدل چي هلته حضرت عیسی علیه السلام وو، د یهودو یو شعار داوو چي موږ به حضرت عیسی علیه السلام وژنو نو الله ورته وویل:

اني متوفیک: زه دي وژنم، ای عیسی علیه السلام مرګ او ژوند دي زما په واک کي دی،  دوی دي نشی وژلای.

ورافعک الی: داچي دوی درته مشکلات اجادوي نو زه دي جسد سره د روح و اسمانو ته پورته کوم.

که چیري ایات داسی راغلی وای : (اني متوفیک ثم رافعک الی) بیا ستاسو خبره درسته وه دا ځکه اوس یې معنا داسی شوه:

ای عیسی! زه دي وفات کوم او وروسته دي پورته کوم.

علماء کرام په دې نقطه ښه پوهیږي. خو اوس د (انی متوفیک) او (رافعک الی) ترمنځ (و) راغلی دی نو ځکه تاسی چي کومه معنا ددې مبارک ایات کوي او یا هم د حضرت عیسی علیه السلام صلیب ورڅخه مرادوي دا غلطه او پوچه ده.

(ومطهرک من الذین کفروا): او پاکوم دي (د تهمتونو) څخه د هغو کسانو چي کافران دي.

یهودو به ویل چي دا حضرت عیسی علیه السلام ولد زنا دی (نعوذبالله)، بیا تاسی وایاست چي حضرت عیسی علیه السلام خدای دی (نعوذبالله) او یا د خدای زوی دی (نعوذبالله) دا تهمتونه پرده ولګوی، نو الله جل جلاله ورته وايي چي زه دي له دې ټولو تهمتونو څخه پاکوم، هغه داچي ستا وروسته یو ستر رسول (محمد یا احمد صلی الله علیه وسلم) راځي، هغه به ستا پاکي بیانوي او بل داچي ته به ددوهم ځل لپاره راکښته کیږي او خپل پاکوالی به خپله بیانوي.

په اسلامي پاکه مینه
ستاسو ورور عبدالغفار جُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x